رنځ

ددرنولوستونکونه په بخښنې غوښتلوسره ،دلومړي ځل لپاره مې جرات ورکړچې زموږدولس دړدونه اوناخوالې دطنزپه ژبه کې دوی ته وړاندې کړم نوهيله ده چې خوښ به يې شي .
رنځ درشوت دی لګيدلی ملک کې
څنګه يې مخه څنګه لارونيسو
مامور،رييس،اوهم وزيريې اخلي
موږبه دچاګريوان دپلار ونيسو
سړک نن جوړ،سباکنډو،کنډوشي
ګرم انجنييرکه ټيکدارونيسو
لاړل ځوانان علم يې پريښودوايي
ځﺉ لنډه لارداختصارونيسو
يوه انګليسي بل کمپيوټرموبس دی
په ان جي او کې به پرې کارونيسو
معاش اوتخوابه مو ډالروکې وي
شماربه يې کړوځان به بيدارونيسو
مزې چړچې اوعيش ونوش به کوو
ځانته به کورهم موټرکارونيسو
ګورﺉ پوهاند له تنخواسرټکوي
وايي راځی چې کوم بل کارونيسو
دپروفيسور،پوهاندبه هم کړومرسته
يابه یې ډرایورياچوکــــــــــيدارونيسو
چارواکي وايي نورفسادورک کوو
راشﺉ لږغوږيې په ګفتارونيسو
ښايي رشوت دوی ته فسادنه ښکاري
که ښه نظريې پرکردارونيسو
خدايه دارنځ ورک له وطنه موکړې
کلکه لمن به ستا،موږخوارونيسو
رنځ درشوت دی لګيدلی ملک کې
څنګه يې مخه څنګه لارونيسو
منتظر مسيد