ويډيويي فلم : اسماعیل یون ته د جنګسالار حفیظ منصور د مرګ ګواښ‏

تيره شپه د افغانستان په آريانا ټلويزيون کې په يوه ګردي ميز کې د بحث پر مهال جنګساﻻر حفيظ منصور ، ښاغلي اسماعيل يون ته د مرګ ګواښ وکړ . يوې باخبره سرچينې روهي ويب پاڼې ته وويل ، چې تر مرکې وروسته جنګساﻻر منصور ښاغلي يون ته ﻻس وراچولی خو له غبرګون سره مخ شو . بايد ووايو ، چې د جمعيت لوی اوقي جنګساﻻر منصور، چې ځان ورته د خبرو پهلوان ښکاري څو ځله د ښاغلي يون سره په مصاحبو کې مخامخ شوی ، خو د يون صيب په اصطلاح بڼکې يې ترې ايستلي او اوس دې ته مجبور شوی ، چې د مرګ ګواښ وکړي او ﻻس واچوي . کله چې څوک شکست وخوري او نورمنطق نه لري نو بيا داسې ﻻره غوره کوي لکه منصور چې غوره کړې .
  دغه مرکه چې په ژوندۍ بڼه خپريدله وروسته په لويديځ کې د افغانانو لپاره د آريانا ټلويزيون لخوا سانسور شوه او خپره نشوه . د يادولو وړ ده ، چې د وخت د توپير سره په پام کې نيولو سره د آريانا ټلويزيون خپرونې په امريکا اروپا او نورو سيمو هم خپريږي . د ليدو لپاره دا ځای کليک کړئ :
http://www.youtube.com/watch?v=ELV_k6lNodA&feature=player_embedded