ګډ دجنتو په واده جانان لا نه پيژنو
دسوو سوو مرحلوارمان لا نه پيژنو
زمونږ شپونکdودشپيلۍ غاړې څّه بل شاندې کړې
ګردې هایکو رایادوي قربان لا نه پيژنو
دبل دویر مو بې اجرته تماشه کړې ده
پټ دلستوڼي ضرري ماران لا نه پيژنو
دفرعونیت په تسلط کې مقید یو دوخت
د مصرنوم خولې ته راځي کنعان لا نه پيژنو
د غرب کلتور یرغل راوړی په سپيڅلي مذهب
د انجیل سم ذکر کوو قران لا نه پيژنو
څه نامالوم منزل ته یون دی پر دې لاره دژوند
لکه ړانده دنړۍ سود اوزیان لا نه پيژنو
کاروانه ځکه هک حیران ګوته په خوله پاتې یو
چې داغیارغمونه خورو خو ځان لا نه پيژنو
دنورعلي شاه کاروان نوی غزل
وروستي