غزل

متشرېراندازدې دې نظــــرتـــــــه راوستلم
چې په امت کې دې له خېره شر ته راوستلم
مــــا انتظار دبارانونو لـــــــه مودو کړی ؤ
وختــــه خو تا دناهيلۍ ګودر ته راوستلم
پرون خوتا ويل چې ورځه پرې که شهيدغواړې ځان
بار په بارودو دې لـــــه کـــــــوزه بر تـــــــه راوستلــــم
زما دقام په وينو مسته يرغلګره قاضي
دې ناکړدو داحتجاج ممبر ته راوستلم
کليم الله ايمان مې دومـــره بې غيرته نه وو
خو فرعونيت دې د قلزم ځيګر ته راوستلم
زما شبخون سپرلی دې وليد خوند يې شته اوکنه؟
چې دې له لاسه دازغـــــــيو کر ته راوستلم
زه دنتکۍ او دپیزوان په مزه څه پوهيدم
خو دلالانو ميمــــــوني زرګر ته راوستلم
دملالۍ دزنې خال ته عالمــــونه وریت شول
حسن یې اورشو زه یې دې محشر ته راوستلم
ستا پر ذلت مې ښه اوبه شو تندغری ګلشن
متبرکـــــــــو پرېښتو کــــوثر تـــــــه راوستلم
حکم صادر شو پر مؤمن دمنسوخ شوي کتاب
کاروانــــــه سم يې د دوزخ ډګـــــر ته راوستلم
نورعلي شاه کاروان
متحده عربي امارات دوبۍ