دمهترلام بابا ادبي ټولنې په دولسمه غونډه کې دوو کتابونو مخکتنه وکړه

شنبه (خالي) ١٠/٠٧/٢٠١٠
پېښور : دمهترلام بابا ادبي ټولنې دښاغلي نظير الحق قريشى ددوو شعري ټولګو (دصياد ظالم په غشو او فلسفې دمحبت ورپسې ګورئ ) دکتابونو مخ کتنه وکړه په دې اړه دځانګړې غونډې مشرى جنرال عبدالصمد مومند کوله ډاکټر راج ولى شاه خټک ، ډاکټر محمد اعظم اعظم ، سيد صابر شاه صابر ، پوهنمل زاهدى احمدزى ، حاجى معراج النبى ، دخان تحريک مشر ډاکټر خان ، نوروز دين پسرلۍ ، ډاکټر ملک احمد او خالد ايوب يې ځانګړي ميلمانه ؤ ګل اغا شهباز دکوربه په توګه دميلمنو سره ناست ؤ نظير الحق قريشى هم دميلمنو په څنګ کې کينول شو دمهترلام بابا ادبي ټولنې دکورنيو چارو مشر ګل اغا شهباز پرانستې وينا وکړه او په ترڅ کې يې له ځينو هغو کسانو او رسنيو څخه مننه وکړه چې دنوموړې ټولنې په فرهنګي هلو ځلو کې ورسره مرسته کړې وه او دافغانستان داسلامي فرهنګي مرکز مشر محمد حسن اسلامي ، روئيد همت ، سيد صابر شاه صابر ، بورا زماني دتليفون په ليکه له ډنمارک څخه ، پوهنمل زاهدي احمدزي ، ډاکټر راج ولي شاه خټک ، عماد الدين دوران ، محب الله روفى دټيليفون په ليکه په ډنمارک څخه ، محمد اعظم اعظم ، مير عالم نويد ، خالد ايوب ، ډاکټر خان ، ډاکټر معراج النبى ، صفى الله ثمر او جنرال عبدالصمد مومند دنظير الحق قريشى پر کتابونو خبرې وکړى او ځينو شعرونه وړاندې کړل سميع الحق على خيل ملى سرود وړاندې کړ ،
علامه عبدالستار محمدي دقران عظيم الشان څو مبارک اياتونه ولوستل عمر بورا زماني چې دلوى خان مير زمان خان لمسى او دبورا دمجلې بنسټوال بورا زماني ژمنه وکړه چې نظير الحق قريشى ته به دسپين زرو مډال ورکوي دغوندې په ترڅ کې يو شمير ليکوالو ته ايوارډونه او يو شمير رسنيو ته ستاينليکونه ورکړى شول . دغو ليکوالو ته ايوارډونه ورکړى شويدى ، خالد ايوب ، عبدالوهاب څاروان ، سيد صابر شاه صابر ، روئيد همت ، حاجى ګل اغا شهباز ، نظير الحق قريشى ، داود جبار خيل ، فضل قادر انډيوال او معراج النبى ته ايوارډونه ، دساپى مرکز ، روهى ، تاند ، خبرونه او يو شمير نورو رسنيو ته ستاينليکونه ورکړى شول .