په روژه کې د شکر (Diabetes) ناروغانو ته پنځه (۵) سپارښتنې
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
شکر چې په انګليسي کې ورته Diabetes وايي يوه اوږدمهاله او زورونکې ناروغې ده. هغه حالت چې په وينه کې د قند يا خواږو (ګلوکز) کچه لوړه شي، د شکر په نوم سره ياديږي. شکر په اِنسولين هورمون پوري اړه لري. که چېرې په وينه کې اِنسولين هورمون شتون ونه لري، يا يې اندازه کمه وي او يا هم د انسان وجود نه شي کولی چې له اِنسولين څخه په سمه او نارمل ډول ګټه پورته کړي، نو شکر رامنځ ته کوي.
هغه کسان چې په شکر اخته وي، نو له نورو ستونزو ترڅنګ يوه لويه ستونزه يې د خولې وچېدل دي، چې د سختې تندې لامل کيږي. په شکر اخته کسان که چېرې لږ هم تر فشار لاندې راشي، اندېښمن شي، له ستونزو سره مخ شي او يا هم سخت کار وکړي، نو خوله يې وچيږي او د تندې احساس کوي.
د رمضان په مبارکه مياشت کې چې د ټولې ورځې په ترڅ خوراک او څښاک نه کيږي، نو د شکرې په مرض اخته کسان د نورو په پرتله ډېر په تکليف کې وي. که څه هم ديني علماء او ډاکټران په روژه کې د شکر او نورو ناروغيو د سختۍ له امله ناروغ ته د روژې د ماتولو وايي، خو په دې لېکنه کې پنځه هغه سپارښتنې را اخلو، چې روژه لرونکي د شکرې ناروغان يې بايد په پام کې ونېسي.
۱- د شکر ناروغان بايد روژه ماتی په عادي او له خواږو څخه په خلاصو اوبو وکړي. د شکر ناورغان له وړاندې په وينه کې د ګلوکز لوړه کچه لري او که چېرې دوی د روژه ماتي په وخت کې هغه څښاک چې خواږه په کې وي وڅښي، نو د وجود اوبه به يې لا پسې کمې شي.
عادي خالصې اوبه کولی شي، چې د وجود ضايع شوې اوبه بېرته تر لاسه يا rehydrate کړي، خو بيا له بلې خوا په روژه ماتي کې خواږه څښاکونه؛ وجود د اوبو له کمښت يا dehydration سره مخ کوي.
۲- خواږه خوارکونه که چېرې ميوه او يا سبزي هم وي، بايد د شکر ناروغان يې په روژه کې ونه خوري. هر خوږ خوراک په مستقيم ډول د تندې احساس رامنځ ته کوي او د شکر ناروغان بايد هر وخت په دې هڅه کې شي، چې د وجود اوبه پوره وساتي نه دا چې د خواږو په خوړلو د وجود اوبه له کمښت سره مخ کړي.
۳- د شکر ناروغان په روژه کې عموماً له روژه ماتي وروسته د خوب احساس کوي او هڅه کوي، چې په يو ارام ځای بيده شي او استراحت وکړي. له روژه ماتي وروسته په سمدلاسه ډول د شکر ناروغانو لپاره خوب کول غوره نه دي او دوی بايد هڅه وکړي، چې کم تر کمه دوه ساعته له روژه ماتي وروسته ويښ پاتې شي.
۴- د شکر ناروغان بايد په پلشمي له هغه خوراکونو ډډه وکړي، چې په خالص غواړيو کې سره شوي وي. سمبوسې، بولاني، سره کړې چرګې او نور چې يوازې په غواړيو کې پخه شوي وي، بايد د شکر ناروغان يې په پلشمي کې ونه خوري.
۵- د روژې په مبارکه مياشت کې، په خپله د شکر ناروغان او هم يې د کورنۍ غړي بايد هڅه وکړي، چې دوی له خپګان، تشويش او اندېښنو څخه لېرې وساتي. کم خپګان کولی شي، چې اِنسولين په وجود کې بې کنټروله کړي او پايله کې يې خوله وچه، د تندې احساس او د ناروغ وضعيت خرابيږي.
وروستي