د یو پاچا په اړه یوه کیسه مشهوره ده، چې یې یو هوښیار ملګری درلود، او هغه به همیش د ژوند مثبت اړخ ته کتل.
هر څه به چې د دوی په ژوند کې پیښیدل، د پاچا ملکري به ویل: دې کې به مو خیر وي.
یوه ورځ پاچا تصادفاً خپله ګوته لنډه کړه، ملګري یې ورته وویل چې دې کې به مو خیر وي. پاچا ته چې درد رسیدلی ؤ، غوسه شو او د ملکري د بندي کیدو امر یې وکړ. یو څو میاشتې وروسته پاچا د ښکار په موخه ځنګل ته لاړ، هلته یې لار غلطه کړه او ورک شو. هورې د یو داسې قوم لاس ته ولوید چې د خپل خدای لپاره به یې انسانان قرباني کول. د قربانۍ پر وخت کاهن ولیدل چې د پاچا ګوته زخمي ده، او دې قوم به داسې څوک خپل خدای ته نه قرباني کول چې به نیمګړی اوعیبجن ؤ؛ نو دوی پاچا ازاد کړ. پاچا چې له ځنګله واپس راغی، د خپل ملګري خبره وریاده شوه چې «دې که به مو خیر وي». پاچا په دې کار چې یې خپل ملګری زندان ته لیږلی ؤ ډیر پېښمانه شو، او خپل ملګري ته ورغی بخښنه یې ترې وغوښته. پاچا خپل ملګري ته وویل، چې تا رښتیا ویلي ؤ، دا نن چې زه ژوندۍ یم د هغې ګوتې برکت ؤ چې مې زخمي کړې وه. خو دا راته ووایه چې په زندان کې ستا څه خیر ؤ؟ ملګري يې وویل: که دې زه زندان کې نه وی بندي کړی نو د ښکار پر وخت به مې ستا ملګرتیا کړې وای، او نن به ستا پر ځای زه قرباني شوی وای.
د پورتنۍ کیسې څخه مراد دا دی، چې موږ باید د بدبینۍ پر ځای خوشبینه واوسو. مثبت فکر لرونکي خلک تل هېلهمن وي؛ نو هڅه وکړئ مثبت فکر لرونکی شخص واوسئ. موږ هر وخت پیښې نه شو بدلولی، نه علت او یا هم په فصل کې بدلون راوستلی شو، خو موږ کولی شو ځان کې بدلون راوالو.
تل په نورو نیوکې کول لویه تیروتنه ده. زموږ په ژوند کې ځینې شیان شتون لري چې زموږ په واک او اختیار کې نه دي. ایا دا څلور فصلونه دوبی، ژمی، خزان او پسرلی موږ په دوو یا لسو بدلولی شو؟ هیڅکله نه! همدا ډول، زه په خپله خوښه دوه خزانه او پنځه ځلې ژمی په راتلونکو پنځو کالونو کې نشم را وستلی. ځينې شان باید هغسې ومنل شي څه ډول چې کیږي.
اوس پوښتنه دا ده، چې موږ ته څه کول په کار دي؟ موږ باید په خپل فکر او چلند کې تغیر راولو. هر کله چې مو خپل فکر کې بدلون راوست نو په نورو د نیوکې له شره خلاصیدای شو. موږ هغه وخت د ژوند فزیکي، مالي، او معنوي مانا په رښتیني ډول موندلی شو کله چې خپل افکار سم کړو.
کلمینټ سټون، چې په امریکا کې د یو لوی شرکت مالک دی، تل به یې ویل «دا یو غوره فرصت دی» آن د ناسمو چارو پر وخت به هم هیلهمن ؤ. ښه، بد، سم او ناسم ده ته توپېر نه درلود. د یو کار په ترسره کولو کې به یې په ډېره هوښیارۍ هڅه کوله تر څو پکې غوره ټکي ومومي او دی ترې ګټه پورته کړي. د کلمینټ هدف او هڅه به تل دا وه چې یو ناوړه وضیعت په سم وضیعت تبدیل کړي.
وروستي