بریالیتوب

 
په چین کې شتمن شخص جاک ماه وایې، که تاسو د بېزوګانو مخې ته کیلې او پیسې دواړه کیږدی؛ نو بېزوګان به کیلې انتخاب کړي. ځکه دوی په دې نه پوهېږي چې په پیسو ډېرې کیلې اخیستل کېدای شي.

دا مثال د ورځني ژوند په اړه هم سم دی. که تاسو یو چاته د دندې او تجارت دواړو وړاندیز وکړی؛ نو دوی به دنده تر تجارت غوره وبولي، ځکه زیاتره خلک په دې نه پوهېږي چې د دندې په پرتله د تجارت ډېرې پیسې لاس ته راوړلی شو.

د ډېر پلورل شوي کتاب لېکوال «شتمن پلار، غریب پلار» او د ډونالډ ټرمپ شریک روبارټ کیوساکي وایې: د غربت یؤ عمده لامل دا دی چې یؤ څوک داسې نه وي روزل شوي تر څو تجارتي فرصتونه وپیژني. دوی په ښونځیو کې ډېر وخت تېره وي، خو څه چې دوی زده کوي دا وي چې دوی باید د پیسو لپاره کار وکړي پر ځای د دې چې پیسې باید د دوی لپاره کار وکړي.

په کنیا کې یؤ پروفیسور د پوهنتون د لومړي کال محصلینو ته داسې وایې: په تعلیمي تکړه والي کې مبالغه کیږي. په ټولګي کې اول‌نمرګي دا نه شي تضمین کولی چې په ژوند کې به هم اول نومره وی. شاید تاسو د مالي حسابونو په برخه کې تر ټولو لایق محصل فارغ شی، خو دا په دې مانا نه ده چې تاسو به تر نورو ډېرې پیسې لاس ته راوړی. همدا ډؤل، د حقوقو یو تکړه محصل حتمآ یؤ تکړه سیاست‌وال نه شي کیدای.

حقیقت کې ژوند د کتاب څخه د مفهوم اخیستنې، یادولو، او په ازموینه کې ترې د استفادې کولو څخه ډېر څه غواړي.

ښوونځی د سم درس زده کولو پر بنسټ مکافات ورکوي، خو د ژوند مکافات د تصوراتو له مخې دي. ښوونځی د پاملرنې پر بنیاد مکافات ورکوي، خو د ژوند مکافات د زړورتیا له مخې دي. ښوونځیو کې هغه زده کونکي تقدیریږي چې د ټاکل شوو قوانیو سره سم قدم اخلي، خو ژوند هغو ته ترفیع ورکوي چې نوي قوانین جوړه وي.

زما موخه دا نده چې خلک دې په زده کړو کې خواري نه کاږي، خو د فرعي شیانو لپاره دې اصلي شیان نه قرباني نه شي. یواځې تر ټولګي ځانونه مه محدود وئ. عملي کار وکړئ او د یو رهبر په شان موقف غوره کړئ.
د تجارت غوره تجربه دا ده، چې یو کار پیل کړئ او په هغه کې ناکام شئ. تاسو به هغه وخت یو تکړه سیاستوال واوسی چې کله په ټاکنو کې د هلو ځلو وروسته بریالي نه شی. له درسي کتابونو ور هخوا نور کتابونه ولولئ او په سیمینارونو کې ګډون وکړئ.