
ټاکنې د ډیموکراسۍ او ولسواکۍ له مهمو اساساتو او بنسټونو څخه ګڼل کیږي او د ټاکنو له ترسره کېدو پرته د ډیموکراسۍ او ولسواکۍ رامنځ ته کېدل ستونزمن او ناشونی ګڼل کیږي د ټاکنو له لارې د یوې ټولنې وګړي ددې فرصت ترلاسه کوي څو خپلې رایې په وسیله د خپل هېواد او ملت د سیاسي برخليک او راتلونکي په ټاکلو کې ونډه او برخه واخلي.د نړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې د ولسواکۍ او ډیموکراسۍ رامنځ ته کېدو او پراختیا بېلابېل پړاوونه تېر کړي دي د هر هېواد تاریخ،سیاسي،اقتصادي او ټولنیز وضعیت له یو بل سره توپیر لري.پخوانیو وختونو او زمانونو کې به واکمنان د زور له لارې او یاهم دوراثت داصل له مخې ټاکل کېدل خو د وخت په تېرېدو او د نړۍ په سیاسي،اقتصادي او ټولنیز وضعیت کې د بدلونونو په رامنځ کېدو سره د واکمنانو د انتخاب او غوراوي بڼې او شکل هم بدلون وموند.ځینو ملتونو ډېر پخوا ټاکنې د واکمنانو د غوراوي د یو اصل په توګه ومنلې او ځینو نورو ملتونو بیا ډېر وروسته ټاکنې د واکمنانو د غوراوي او د ولسواکۍ د یو اصل په توګه منلي دي.
نن ورځ د نړۍ په ډېری هېوادونو کې واکمنان او د ملې شورا(مقننه قوې) غړي د شفافو،عادلانه ،سراسري او سري ټاکنو له لارې غوره کیږي په ټاکنو کې مهمه مسئله د ټولنې د افرادو له لورې د خپلې رایې څرګندول دي. نن ورځ رایه ورکول او په ټاکنو کې ځان کاندیدول د افرادو له مهمو اساسي حقوقو څخه ګڼل کیږي او د نړۍ ډېری هېوادونو رایه ورکول او په ټاکنو کې ځان کاندیدول د خپلو وګړو داساسي حقوقو په توګه منلي دي.
د تاریخ په اوږدو کې دافغانستان وګړو دخپلې رایې له حق څخه استفاده کړې ،خپله رایه یې د لویو جرګو له لارې کارولې او د واکنانو په ټاکلو کې یې مهم رول تر سره کړی دی.لویه جرګه په افغانستان کې د ولسواکۍ او ډیموکراسۍ اساس ګڼل کیږي خو د وخت په تېرېدو سره د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم د واکمنانو د غوراوي شکل او بڼې بدلون موندلی دی د میرویس نیکه له ټاکل کېدو وروسته بیا د محمد داوود خان له لوري د محمد ظاهرشاه د سلطنت پر ضد تر کودتا پورې موږ په افغانستان کې د ولسواکۍ د پراختیا لپاره لویې جرګې او یو ډول ځانګړې ټاکنې درلودلې چې دټاکنو له اوسني شکل او بڼې سره یې ډیر توپیر درلود خو د محمد داوود خان د جمهوریت پر ضد د خلق ډیموکراتیک ګوند له لورې دکودتا په پایله کې په افغانستان کې ولسواکۍ او ډیموکراسي ډېره کمزورې شوه او د دیکتاتورو او مستبدو رژیمونو د رامنځ ته کېدو او واک ته درسیدو لپاره زمینه او شرایط برابر شول.
په ۲۰۰۱زکال د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو او د حامد کرزي په مشرۍ د موقت حکومت له جوړېدو سره سم د افغانستان خلکو ددې فرصت او چانس پیدا کړ څو دټاکنو له لارې او دخپلو رایو پراساس ولسمشر او د ملي شورا غړي وټاکي او په دې توګه یوځل بیا په افغانستان کې د ولسواکۍ او ډیموکراسۍ د ټینګښت او پراختیا لپاره زمینه او شرایط برابر شول خو بدبختانه موږ په ټولو هغه ټاکنو کې چې تر ۲۰۱۴زکال پورې په افغانستان کې تر سره شوي ډېرې ستونزې درلودې خو تر ټولو جنجالي ټاکنې تېرې پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې وې په دې دواړو ټاکنو کې د پراخو درغلیو او تقلب په اړه راپورونه خپاره شول او د مشروعیت په اړه یې ډېرې پوښتنې رامنځ ته شوې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې دستونزو رامنځ ته کیدو او دټاکنو دخپلواک کمیسیون له لوري په سمه توګه دټاکنو نه ترسره کیدو افغانستان له یو ستر سیاسي،اقتصادي او امنیتي بحران سره مخامخ کړ چې له امله یې عادي افغانان هره ورځ قرباني ورکوي.
په تېرو ټاکنو کې د ستونزو راپیدا کېدو بېلابېل لاملونه او دلایل درلودللومړی دلیل داوه چې د ټاکنو د کمیسیونونو کمېشنران د سیاسي اړیکو او مصلحت له مخې ټاکل شوي وو او سیاسي اړیکې ،ملاتړ او تمایلات یې درلودل،دویم لامل د ټاکنو په پروسه کې د زورواکو ،جنګ سالارانو او حکومتي چارواکو غیر قانوني لاسوهنې وې ،دریم لامل دا وه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون خپل استقلالیت او خپلواکي او بې طرفي ونه شوه ساتلی،څلورم لامل دا وه چې د ټاکنو د روڼتیا د څار افغاني بنسټونه مستقل نه وو او له بېلابېلو سیاسي ډلو او انتخاباتي ټیمونو سره یې تړاو درلود،پنځم لامل یې د کاندیدانو او د هغوۍ د پلویانو ټیټه سیاسي پوهه، تجربه او د هغوی له لورې د ټاکنو د پایلو نه منل و او شپږم دلیل یې دا وه چې بهرنیانو د ټاکنو په پروسه کې په ښکاره توګه په پراخه کچه مداخله وکړه د همدې ستونزو له امله افغانستان له یو ستر ټاکنیز، سیاسي او ملي بحران سره مخامخ شو.
اوسمهال موږ یوځل بیا د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره دچمتووالي په حالت کې یوو.د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ترسره کېدو مهال ویش اعلان کړی دی او د رایه اچونکو د نوم لیکنې لړۍ هم پېل شوې ده خو د ټاکنو دخپلواک کمیسیون، د راتلونکو ټاکنو د مشروعیت،په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون او په ټاکنو کې د حکومتي چارواکو او زورواکانو د احتمالي مداخلې په اړه ډېرې پوښتنې او اندېښنې موجودې دي .په دې لیکنه کې به دراتلونکو ټاکنو پروړاندې پرتې ستونزې او ننګونې اودیادو ستونزو حل لارې وڅیړل شي.
د ټاکنو د خپلواک کميسیون د استقلالیت او اغیزمنتوب په اړه اندېښنې او پوښتنې شته دي د ټاکنو کمیسیون اوسني غړي بې طرفه اشخاص او افراد نه دي او په یو ډول نه یو ډول له سیاسي ګوندونو او ډلو سره اړیکې او تړاو لري د عادلانه،سراسري،شفافو او رڼو ټاکنو دترسره کېدو لپاره ډېره مهمه ده چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون او د شکایتونو د اوریدو کميسیون غړي بې طرفه او مستقل اشخاص او افراد ووسي او دسیاسي ګوندونو او ډلو غړیتوب ونه لري.
د ټاکنو دخپلواک کمېسیون او د ټاکنو د شکایتونو د اورېدو کمېسیون غړي د حکومتي مشرانو له لورې و ټاکل شول او د ټاکل کېدو ټوله پروسه یې د حکومتي چارواکو او مسؤلینو له لورې ترسره شوه اوسمهال د یادو کمیشنرانو د ټاکل کېدو د پروسې د شفافیت او د کمیشنرانو د وړتیا،پوهې او تجربې په اړه ډېرې پوښتنې او اندیښنې موجودې دي.دټاکنو دخپلواک کمېسیون او دشکایتونو داوریدو کمېسیون پخواني غړي هم دحکومتي چارواکو له لوري دسیاسي مصلحتونو له مخې ټاکل شوي وو چې له امله یې یادو کمیشنرانو ونه شول کولای خپلې دندې په سمه او اغیزمنه توګه ترسره کړي او په خپلو پریکړو او کړنو کې دټاکنو قانون او دافغانانو ملي ګټې په پام کې ونیسي. اوس هم انديښنه داده چې ایا دټاکنو دخپلواک کمېسیون او دشکایتونو داوریدو کمېسیون اوسني غړي چې دلیاقت، استعداد اوتجربې له مخې نه دي ټاکل شوي وبه کولای شي چې ټاکنې په سمه توګه او دټاکنو له قانون سره سمې په خپل وخت ترسره کړي؟
د ټاکنو خپلواک کميسیون د استقلالیت لپاره ډېره مهمه ګڼل کیږي چې کميسیون خپله مستقله بودجه ولري خو اوسمهال د ټاکنو د خپلواک کمیسیون بودجه د مالیې وزارت له لورې په مستقیم ډول ورکول کیږي د مالیې وزارت له لوري د بودجې ورکول د ټاکنو د خپلواک کميسیون استقلالیت تر پوښتنې لاندې راولي د ټاکنو خپلواک کميسیون باید مستقله بودجه ولري او د مالیې وزارت یوازې د بودجې له مصرف څخه څارنه او نظارت وکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله په تکراري توګه په خپلو ویناوو کې څرګنده کړې چې حکومتي چارواکو ته به په ټاکنو کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي ولسمشر محمد اشرف غني دملي شورا له غړو هم په ښکاره توګه غوښتنه کړې چې دټاکنو په پروسه کې دې له مداخلې او لاسوهنې څخه ډډه وکړي خو ویل کیږي چې یو شمېر حکومتي چارواکي غواړي په راتلونکو ټاکنو کې مداخله او له یو شمیر ځانګړو نوماندانو څخه ملاتړ وکړي اوس پوښتنه دا ده چې ایا دټاکنودخپلواک کميسیون غړي به وکولای شي د ټاکنو په پروسه کې د حکومتي چارواکو، د پارلمان د غړو او دزورواکو د مداخلې مخه ونیسي؟که دولتي چارواکي او زورواکي په ټاکنو کې مداخله وکړي نو په دې صورت کې د هر ډول ستونزو درامنځ ته کېدو مسؤلیت د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د غړو په غاړه دی له همدې امله دټاکنو خپلواک کمیسیون غړي باید اجازه ورنه کړي چې حکومتي چارواکي،دملي شورا غړي او یاهم زورواکي دټاکنو په پروسه کې غیر قانوني مداخله وکړي.دحکومتي چارواکو،دملي شورا دغړو او دزورواکو مداخله به دټاکنو مشروعیت ترپوښتنې لاندې راولي او افغانستان به له یو ستر ټاکنیز او سیاسي بحران سره مخامخ کړي.
د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې د بودجې او د کمېسیون د استقلالیت په اړه د پوښتنو او اندېښنو له شتون سره سره د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې مهمه ستونزه او ستر خنډ په هېواد کې روانه جګړه او نا امني ده د حکومت وسله والو مخالفینو د ټاکنو له پروسې سره خپل مخالفت اعلان کړی او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د رایه اچونکو د نوم لیکنې په مرکزونو بریدونه ترسره شوي دي.ډېری افغانان د نا امنۍ او د وسله والو مخالفینو د ګواښونو له امله نه غواړي چې د ټاکنو په پروسه کې برخه واخلي او ځانونه له امنیتي ستونزو او ګواښونو سره مخامخ کړي.که امنیتي حالت ښه نه شي نوپه دې صورت کې به ډیری په شرایطو برابر افغانان دټاکنو په پروسه کې له ګډون کولو اودرایې ورکولو له حق څخه بې برخې او محروم شي چې داکار به دټاکنو سراسري والی او عادلانه والی ترپوښتنې لاندې راولي او دټاکنو مشروعیت ته به سخت زیان ورسوي.
د ټاکنو دخپلواک کمیسیون د پرېکړې له مخې باید درایه اچونکو په تذکرو سټیکر ولګول شي دکمیسیون کمیشنران ادعا کوي چې په په اصلي تذکرو دسټیکر لګول به په راتلونکي ټاکنو کې داحتمالي تقلب او درغلیو مخه ونیسي خو په تذکرو سټیکر لګول د دې سبب شوي چې ډېری افغانان په ټاکنو کې د ګډون په موخه نوم لیکنه ونه کړي.دنوم لیکنې په پروسه کې دافغانانو دکم ګډون یو اصلي لامل په اصلي تذکرو دسټیکر لګول دي په تذکرو دسټیکر لګول ددې سبب کیږي چې دحکومت وسله وال مخالفین په ډیرې اسانۍ سره رایه اچونکي په نښه کړي نو په اصلي تذکرو دسټیکر لیګدل نه یوازې داچې دتقلب مخه نه نیسي بلکې هغه افغانان چې غواړي په ټاکنو کې برخه واخلي له جدي امنیتي ګواښونو سره مخامخ کوي.
د راتلونکو ټاکنو د مشروعیت په اړه یوه مهمه اندیښنه او ستونزه د نوم لیکنې په پروسه کې د خلکو کم رنګی ګډون دی ډېری افغانان د بېلابېلو لاملونو او دلایلو له مخې علاقه نه لري او نه غواړي چې د نوم لیکنې په پروسه او راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي ډېری افغانان له پخوانیو ټاکنو ښې خاطرې نه لري په تېرو ټاکنو کې د ستونزو جنجالونو رامنځ ته کېدو او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د شکایتونو د اورېدو کمېسیون د کمیشنرانو تېروتنو،سیاسي مصلحتونو او دټاکنوپه پروسه کې ددولتي چارواکو، زورواکو او بهرنیانو لاسوهنو د عادي افغانانو په منځ کې د ټاکنو په پروسې د خلکو باور او اعتماد ته سخت زیان رسولی دی.اوسمهال لیدل کیږي چې دټاکنو خپلواک کمیسیون اوسنیو غړو دټاکنو په کمیسیون او دټاکنو په پروسې دخلکو داعتماد او باور ترلاسه کولو لپاره دپام وړ اقدامات او هڅې نه دي ترسره کړي او د اوسنیو کمیشنرانو او دټاکنو دخپلواک کمیسیون دمسولینو کړنو،پریکړو او څرګندونو دټاکنو په خپلواک کمیسیون او دټاکنو په پروسې دباور کولو امکان له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
د ټاکنو کمېسیونونو پخوانیو کمیشنرانو او مسؤلینو د افغانستان د خلکو د ملي ګټو پر ځای خپلې شخصي،حزبي او ستمي ګټو او تمایلاتو ته لومړیتوب ورکړ او افغانستان یې له یو ستر سیاسي بحران سره مخامخ کړ له همدې امله عام افغانان وېره او اندیښنه لري چې کېدای شي راتلونکې ټاکنې یو ځل بیا افغانستان له یو ستر سیاسي بحران سره مخامخ کړي .له همدې امله عادي افغانان د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې په پروسه کې په پراخه کچه ګدون نه کوي .اوسمهال د عادي افغانانو منځ کې داسې یو ذهنیت شتون لري چې ګواکې هغه خلک چې زور،پېسې او اړیکې لري همدغه خلک پارلمان ته لار پیدا کوي او زموږ رایه کوم ځانګری ارزښت او اهمیت نه لري اوس هرافغان پوښتنه کوي چې که زما رایه کوم ارزښت او اهمیت ونه لري نو بیا ولې زه دټاکنوپه پروسه کې برخه واخلم؟ زما لپاره به یې ګټه څه وي؟ او ولې خپل ځان له امنیتي ستونزو او ګواښونو سره مخامخ کړم؟
د ټاکنیزو کمېسیونونو پخوانیو کړنو او تېروتنو ته په کتو سره ډېری افغانان د ټاکنو په اوسني خپلواک کمېسیون او په اوسنیو کمیشنرانو هم اعتماد او باور نه لري او یا یې هم د باور کچه ورباندې ډېره کمه ده .لکه څنګه چې وړاندې ورته اشاره وشوه د ټاکنو د پروسې د شفافیت په اړه په پراخه کچه شکونه موجود دي .دافغانانو منځ کې مهمه پوښتنه داده چې آیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تقلب او درغلیو د مخنیوي او دټاکنو دقانون دتطبیق لپاره کومه ځانګړې پالیسي او عملي میکانیزم لري ؟ که یې لري نو څه ډول به یې عملي کوي ؟ ددې ډول یوې پالیسۍ او عملي میکانیزم دعملي کیدو امکانات څومره دي؟ ترټولو مهمه موضوع داده چې د ټاکنوخپلواک کمیسیون څنګه کولای شي خلکو ته ډاډ ورکړي چې داځل به ټاکنې شفافې،سراسري او عادلانه وي؟ او بل داچې کمېسیون څنګه کولای شي په عمومي توګه د عادي افغانانو باور او اعتماد ترلاسه کړي؟
دټاکنو دخپلواک کمیسیون اوسنۍ پریکړې او کړنې ددې سبب شوي دي څو دټاکنو په پروسه کې دعامو افغانانو دګډون مخه ونیسي دبیلګې په توګه د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی چې هغه افغانان په ټاکنو کې رایه ورکولای شي چې د افغانستان د تابعیت تذکرې ولري دا په داسې حال کې ده چې ډېر کم شمېر افغانان معمولاً هغه افغانان چې په ښارونو کې ژوند کوي او یا یې لوړې زده کړې کړي دي د تابعیت تذکرې لري ډېری هغه افغانان چې په کلیو او لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي اویا بیسواده دي د تابعیت تذکرې نه لري. په عمومي توګه په کلیو او حتی په لویو ښارونو کې میرمنې د تابعیت تذکرې نه لري نو که یو افغان د تابعیت تذکره ونه لري نو دټاکنو دخپلواک کمیسیون دپریکړې له مخې نه شي کولای په ټاکنو کې برخه واخلي او دخپلې رایې ورکولو له حق څخه استفاده وکړي.پدې صورت کې به د افغانستان له نیمایي څخه ډېر وګړي په ځانګړې توګه میرمنې د رایې ورکولو له حق څخه بې برخې شي.دټاکنو دخپلواک کمیسیون دغه پریکړه دافغانستان له اساسي قانون او دافرادو له اساسي حقوقو سره په ښکاره توګه په ټکرکې ده او هیله ده چې دټاکنو خپلواک کمیسیون دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي که دهیواد نیمايي اتباع چې میرمنې دي په ټاکنو کې برخه وانه خلي نو په دې صورت کې راتلونکې ټاکنې به دمشروعیت له بحران سره مخامخ شي او داډول ټاکنې به هیڅ ډول قانوني مشروعیت ونه لري.
که د نفوسو د احوالو د ثبت ریاست اوسمهال هغو افغانانو ته چې تذکرې نه لري د تذکرو ویش پیلوي نو پوښتنه دا ده چې دغه پروسه به څومره وخت ونیسي؟ ایا د هېواد اوسنیو ناامنیو او جګړو ته په پام سره به دغه پروسه بشپړه شي؟ آیا هغه افغانان معمولاً میرمنې چې په کلیو او لرې پرتو سیموکې ژوند کوي یوازې دټاکنو په پروسه کې دګډون په موخه به دتابعیت تذکرې واخلي؟
دپورتنیو ننګونو او ستونزو له شتون سره سره دټاکنو دخپلواک کمیسیون داوسنيو کمیشنرانو او مسولینو په پریکړو،کړنو او څرګندونو کې په ښکاره توګه بې ثباتي لیدل کیږي دټاکنو کمیشنران یوه ورځ یو ډول نظر لري بله ورځ بیا بل ډول نظر لري او دهرې ورځې په تیریدو سره ددوی په نظریاتو،پریکړو او کړنو کې بدلون رامنځ ته کیږي دټاکنو دخپلواک کمیسیون دغړو او مسولینو په کړنو،پریکړو،ویناوو او نظریاتو کې بې ثباتي او تکراري بدلونونه دټاکنو دخپلواک کمیسیون په استقلالیت،اغیزمنتوب او دراتلونکو ټاکنو په مشروعیت ډیر زیات منفي اغیزدرلودلای شي او دټاکنو دپایلو مشروعیت ترپوښتنې لاندې راوستلای شي دبیلګې په توګه د ټاکنو خپلواک کمېسیون په اصلي تذکرو د سټیکر لګولو په اړه په یوې اونۍ کې درې ځله خپله پریکړه بدله کړه.لومړۍ پرېکړه یې دا وه چې سټیکر باید په اصلي تذکرې ولګول شي دټاکنو دخپلواک کمیسیون دغه پریکړه چې سټیکر دې په اصلي تذکرو ولګول شي ددې سبب شوه چې ډیری افغانان دنوم لیکنې په پروسه کې برخه وانه خلي له همدې امله دټاکنوخپلواک کمیسیون په اصلي تذکرو دسټیکر لګولوپه اړه خپله لومړۍ پریکړه بدله کړه په دې اړه دټاکنو دخپلواک کمیسیون دویمه پرېکړه دا وه چې سټیکر باید د تذکرې په کاپي ولګول شي خو دلنډې مودې له تیریدو وروسته دټاکنوخپلواک کمیسیون خپله دغه پرېکړه هم بدله کړه او دټاکنو دخپلواک کمیسیون درېیمه پرېکړه داده چې هغه کسان چې له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي په ټاکنو کې د ګډون لپاره باید مثنی تذکرې واخلي ددې امکان ډیر کم دی چې عادي افغانان دې یوازې په ټاکنو کې دګډون په موخه نوي مثنی تذکرې واخلي دغه کار ډیر ستونزمن او حتی ناممکن دی څنګه چې وویل شول ډیری هغه افغانان چې په کلیو کې اوسیږي دتابعیت اصلي تذکرې نه لري او ډیری افغان میرمنې چې حتی په ښارونو کې هم ژوند کوي تذکرې نه لري نو ایا دابه څومره ممکنه وي چې ټول هغه افغان نارینه او میرمنې چې دتابعیت تذکرې نه لري یوازې په ټاکنو کې دګډون لپاره دتابعیت تذکرې ترلاسه کړي؟ که عام افغانان دېته چمتو هم شي چې په ټاکنو کې دګډون په موخه نوي مثنی تذکرې واخلي نو پوښتنه داده چې دغه پروسه به څومره وخت ونیسي؟ نوویلای شو چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په پرېکړو کې په ښکاره توګه بې ثباتي لیدل کیږي او پریکړې یې ډیرې معقولې او دهیواد له اوسنیو شرایطو او حالاتو سره سمون نه لري.دا په دې معنی ده چې کمیسیون په سمه او قانوني توګه د راتلونکو ټاکنودترسره کولو لپاره کومه ځانګړې ستراتیژي نه لري.
اوسمهال د افغانستان د نفوسو دقیق شمېر معلوم نه دی او د اټکل له مخې ۱۴ میلیونه افغانان په ټاکنو کې د ګډون واجد شرایط ګڼل کيږي خو تراوسه پورې ډېر کم شمېر افغانانو د ټاکنو لپاره د ثبت نام په پروسه کې برخه اخیستې ده.که له ۷ میلیونو څخه کم افغانان د رایې اچونې لپاره ثبت نام وکړي او یا هم له ۷ میلیونو کم افغانان د ټاکنو په پروسه کې ګډون وکړي نو پدې صورت کې د راتلونکو ټاکنو مشروعیت په اتوماتیک ډول ترپوښتنې لاندې راځي.
د ټاکنو په نوي قانون کې په ټاکنیزو حوزو ډېر ټینګار شوی دی د ټاکنو حوزې د ټاکنو په عادلانه والي او سراسري والي ډېر اغېز لري خو د ټاکنو د حوزو بحث اوس ډېر سیاسي شوی دی د حوزو نفوس په دقیق ډول معلومول ډېر ستونزمن کار دی.همدارنګه د ولسي جرګې داوسنیو څوکیو شمېر په ۲۰۰۳زکال کې ټاکل شوی دی خو اوسمهال دکابو ۱۴ کلونو له تیریدو وروسته د ولایتونو د نفوسو په شمیر کې ډېر او دپام وړ بدلون راغلی دی ډېری افغانان په هېواد کې دننه له یو ولایت څخه بل ولایت ته بې ځایه شوي دي .د دې ترڅنګ له ګاونډیو هېوادونو څخه زیات شمېر افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.د بېلګې په توګه د ۲۰۰۳ زکال د کابل ولایت د نفوسو شمېر د کابل ولایت دنفوسو له اوسني شمېر سره ډېر توپیر لري نو پوښتنه دا ده چې ایا د ولسي جرګي دڅوکیو په شمېر کې به هم بدلون راځي او که څنګه ؟ ایا هر ولایت به په ولسي جرګې همدومره غړي ولري کوم چې اوس یې لري او که څنګه؟پورتنۍ پوښتنې ډیرې مهمې پوښتنې دې او دټاکنو دخپلواک کمیسیون کمیشنران او مسولین باید ورته دقانون له مخې معقول او سم ځوابونه پیداکړي.
دپورتنیو ستونزو او انديښنو ترڅنګ د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوسه پورې ۳۰ سلنه د رایې اچونې او نوم لیکنې مرکزونه ارزیابي کړي نه دي او د رایې اچونې د مرکزونو په اړه دقیق معلومات شتون نه لري په داسې حال کې چې دټاکنو ترسره کیدونیټې ته کم وخت پاتې دی او په کم وخت کې د انتخاباتي جدول جوړول او درایې ورکوونکو دلیست برابرول ډېر ستونزمن ښکاري.تر اوسه پورې د احوالو د ثبت نفوسو ادارې د نفوسو ددقیقي شمیرې په اړه دقیق ارقام د ټاکنوخپلواک کمېسیون ته نه دي ورکړي نو مهمه پوښتنه داده چې ددقیقو او سمو معلوماتو او ارقامو په نشتون کې به کمېسیون خپل عملیاتي پلان څنګه جوړوي او خپله بودجه به څنګه ټاکي؟
د راتلونکو ټاکنو په اړه بله مهمه اندېښنه دا ده چې آیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون به وکولای شي څو په سمه او اغیزمنه توګه د ټاکنو قانون په ټولو نوماندانویوشان تطبیق کړي ؟دټاکنو دقانون دتطبیق پروړاندې څه ډول ستونزې موجودې دي؟ د قانون د تطبیق پروړاندې پرتې ستونزې څنګه له منځه وړل کېدای شي؟ او آیا د ټاکنو خپلواک کمیسیون د قانون د تطبیق لپاره کومه مشخصه پالیسي او عملي میکانیزم لري او که څنګه؟که یې لري نو آیا له سیاسي ګوندونو له استازو او عامو افغانانو سره یې شریک کړی دی؟
موږ ټول پوهیږو چې په تېرو ټاکنو کې د بهرنیانو مداخلې او لاسوهنو د ټاکنو مشروعیت او اعتبار ته سخت زیان ورساوه او د ټاکنو مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوست اوسمهال موږ ګورو چې بهرني سفارتونه یوځل بیا هڅه کوي چې دټاکنو په پروسه کې مداخله وکړي باید وویل شي چې په راتلونکو ټاکنو کې د بهرنیانو مداخله به ډېرې ناوړه او منفي پاېلې ولري او زیاتې ستونزې به رامنځ ته کړي خو دټاکنو دڅارنې بهرنۍ ادارې کولای شي له سیاسي اهدافو پرته یوازې دټاکنو دشفافیت په موخه دټاکنو له پروسې څخه څارنه او نظارت وکړي.د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د افغانستان حکومت باید په هېڅ صورت اجازه ورنه کړي چې بهرنیان د ټاکنو په پروسه کې مداخله وکړي او د ټاکنو پاېلې اغېزمنې کړي.
دټاکنیزو کمیسیونونو پالیسیو او کړنو ته په پام سره ویلای شو چې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون او د ټاکنو د شکایتونو د اورېدو په کمېسیون کې دننه ډېرې ستونزې موجودې دي دټاکنو دخپلواک کمیسیون کمیشنران د ټاکنو د مهمو مسایلو په اړه واحد لید لوری او دریځ نه لري ، ډېری یې د ټاکنو په برخه کې تجربه او زده کړې نه لري او تر اوسه پورې یې خپله وړتیا او ظرفیت په عمل کې نه دی ثابت کړی .ددې ترڅنګ دټاکنو دخپلواک کمیسیون غړي دکمیسیون دداخلي مسایلو په اړه په رسنیو کې بحثونه او ویناوې کوي او ددوی ویناوې او بحثونه له یوبل سره په ټکر کې دي دوی درسنیو له لارې خپلمنځي اختلافونه او ناندرۍ چې کمیشنران یې په کمیسیون کې دننه لري عامو خلکو ته په ډاګه کړي چې داکار دټاکنو دکمیسیون حیثیت،استقلالیت،اغیزمنتوب او دکمیشنرانو وړتیاوې،بې طرفي او رښتینولي په ښکاره توګه ترپوښتنې لاندې راولي.
له بل لوري د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د کمیشنرانو او د دارالانشاء د مسئولینو ترمنځ ستونزې او اختلافونه لیدل کیږي د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمیشنران پالیسي جوړونکې دي او دارالانشاء د پالیسو د تطبیق دنده او مسولیت پرغاړه لري کمیشنران یوازې د دارالانشاء له کړنو دڅارنې دنده او مسؤلیت پر غاړه لري او حق نه لري چې په عملي توګه د کمېسیون په اجرائیوي چارو کې مداخله وکړي خو اوسمهال جالبه دا ده چې د ټاکنو دخپلواک کمېسیون ادارې چارې په خپله دکمیشنرانو له لوري ترسره کیږي دبیلګې په توګه دټاکنو دخپلواک کمیسیون دویاند دنده د د دټاکنو دخپلواک کمیسیون دیوتن کمیشنر له لورې پرمخ وړل کیږي.
همدا اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء رئیس نه لري او په ۱۱ ولایتونوکې د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیسان نه لري د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې دننه اوسنۍ بې نظمي او ګډوډي په راتلونکو ټاکنو او د ټاکنو په پایلو ډېرې منفي اغېزې درلودلای شي.
د راتلونکو ټاکنو پروړاندې تر ټولو ستره ستونزه او ننګونه د ټاکنو په خپلواک کمېسیون د سیاسي ګوندونو او ډلو بې باوري ده دافغانستان ډېری سیاسي ګوندونه او ډلې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون په پوره اندازه باور او اعتماد نه لري د افغانستان ډېری سیاسي مشران د ملي ګټو پرځای خپلې شخصي او تنظیمي ګټې په پام کې نیسي.لیدل کیږي چې سیاسي ګوندونه او سیاسي مشران هره ورځ دټاکنو په خپلواک کمیسیون نیوکې کوي داکار دټاکنو دخپلواک کمیسیون باور او اغیزمنتوب ته سخت زیان رسوي.سیاسي ګوندونه او سیاسي مشران د ټاکنو په خپلواک کمېسیون باندې د نیوکو پرځای باید له حکومت او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره مرسته وکړي څو عادلانه ټاکنې ترسره شي او په ټاکنو کې د تقلب مخه ونیول شي تر اوسه پورې سیاسي ګوندونه یوازې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون نیوکې کوي او هېڅ ډول معقوله او مناسبه تګلاره یې د رڼو ،عادلانه او سراسري ټاکنو د ترسره کېدو لپاره نه ده وړاندې کړې دافغانستان سیاسي ګوندونو او سیاسي مشرانو لپاره مهمه ده چې د ټاکنو په کمېسیون باور وکړي ، ورسره د ستونزو په حل کې مرسته وکړي او د سیاسي بې ثباتۍ د رامنځ ته کېدو مخه ونیسي .له بل لوري دټاکنو خپلواک کمیسیون هم دسیاسي ګوندونو او سیاسي مشرانو دباور او اعتماد په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی دی دټاکنو دخپلواک کمیسیون کمیشنران او مسولین باید دټاکنو دپروسې او راتلونکو ټاکنو په اړه دافغانستان دټولو سیاسي ګوندونو او مشرانو دباور او اعتماد ترلاسه کولو لپاره لازمې هڅې وکړي،دهغوی مشورې او معقولې طرحې په پام کې ونیسي او دهغوی پوښتنو او انديښنو ته مناسب ځوابونه پیداکړي.
دراتلونکو ټاکنو پروړاندې بله مهمه ننګونه داده چې دټاکنو د څارنې او نظارت افغاني بنسټونه خپلواک او مستقل نه دي بلکې یاد بنسټونه په یو ډول نه یو ډول له سیاسي ګوندنو او ډلو سره تړاو او اړیکې لري د ټاکنو د څار همدې افغاني بنسټونو د ۲۰۱۴زکال د ټاکنو مشروعیت ته د پام وړ زیان ورساوه او اوسمهال هم یاد بنسټونه د ټاکنو د کمېسیون او راتلونکو ټاکنو په اړه ثابت او څرګند لید لوری نه لري بلکې د هرې ورځې په تېرېدو سره یې لید لوری او نظریات بدلون پیدا کوي ددې ترڅنګ د ټاکنو د څار اونظارت افغاني بنسټونه ډېر خپلواک نه ښکاري او په خپل منځ کې ډېرې ستونزې او اختلافونه لري .د راتلونکو ټاکنو د شفافیت او مشروعیت لپاره ډیره مهمه ده چې د ټاکنو د څار او نظارت افغاني بنسټونه مسلکي او بې طرفه لید لوری ولري ،د افغانانو ملي ګټې په پام کې ونیسي، له حکومت او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره مرسته او همکاري وکړي، خپل نظریات او تجربې د ټاکنو له کمېسیون سره شریک کړي او د رڼو ، شفافو ، سراسري او عادلانه ټاکنو د تر سره کېدو په برخه کې مرسته او همکاري وکړي او په دې برخه کې خپل ملي مسولیت په سمه توګه ترسره کړي.په ټاکنو د څار د افغاني بنسټونو ترمنځ اختلافونه ،ستونزې او له راتلونکو ټاکنو سره د دوی له لوري سیاسي او غیر مسلکي برخورد به د راتلونکو ټاکنو مشروعیت تر جدي پوښتنو لاندې راولي او د ټاکنو پر پایلو به ډېرې منفې اغیزې ولري.
دراتلونکو ټاکنو په اړه دشته ستونزو او ننګونو له څیړلو څخه وروسته مهمه پوښتنه چې له هرلوستونکي سره پیداکیږي داده چې دعادلانه،سراسري او شفافو ټاکنو دترسره کیدو لپاره باید څه ډول اقدامات ترسره شي؟ څنګه کیدای شي چې ټاکنې په سمه توګه ترسره شي او څنګه کولای شو دټاکنو مشروعیت تضمین کړو؟ دراتلونکو ټاکنو پروړاندې دپرتو ستونزو او ننګونو له څيړلو وروسته ویلای شو چې دلاندې اقداماتو ترسره کول به وکولای شي څو دټاکنو مشروعیت تضمین کړي او درڼو او شفافو ټاکنو لپاره زمینه او شرایط برابر کړي.
لومړی د راتلونکو ټاکنو د شفافیت لپاره باید د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هغو تېروتنو له تکرار څخه په جدي ډول ډډه وکړي چې د ټاکنو دخپلواک کمېسیون پخوانیو کمیشنرانو او مسؤلینو ترسره کړې وې همدارنګه دټاکنو کمېسیون او حکومت باید دټاکنو دپروسې په تړاو د سیاسي ګوندونو په ګډون دافغانانو ملي اعتماد او باور ترلاسه کړي او ټول هغه عوامل چې په ټاکنو کې د تقلب او درغلیو سبب کیږي او دټاکنو مشروعیت ترپوښتنې لاندې راولي له منځه یوسي.
دویم داچې عامو افغانانو ته باید د ټاکنو د اهمیت،ارزښت او پروسې په اړه لازم او ضروري معلومات ورکول شي تراوسه پورې دټاکنو خپلواک کمیسیون او حکومت په دې نه دي توانیدلي چې دټاکنو په پروسه کې دګډون په موخه پراخ تبلیغات ترسره کړي او خلک وهڅوي چې په ټاکنو کې دګډون په موخه دنوم لیکنې په پروسه کې برخه واخلي. دبیلګې په توګه دکابل په ښار کې ډیری خلک په دې نه دي خبر چې په ټاکنو کې دګډون لپاره دنوم لیکنې مرکزونه دښارپه کومو برخو او ځایونو کې موقعیت لري.
دریم داچې هغو افغانانو ته چې دتابعیت تذکرې نه لري د ټاکنو په پروسه کې د ګډون لپاره باید بدیلې لارې چارې ولټول شي لکه څنګه چې وړاندې ورته اشاره وشوه ډیری افغان نارینه او په ځانګړي توګه میرمنې دتابعیت تذکرې نه لري له بل لوري دتابعیت په اصلي تذکرو دسټیکر لګول ددې سبب شوي چې ډیری افغانان په راتلونکو ټاکنو کې دګډون په موخه دنوم لیکنې په پروسه کې ګډون ونه کړي.دټاکنوخپلواک کمیسیون بایددې ستونزې ته یوه معقوله او مناسبه حل لار پیداکړي دسراسري،عادلانه او رڼو ټاکنو دترسره کیدو لپاره په رایه اچونه کې په شرایطو د برابرو افغانانو برخه اخیستل ډير مهم ګڼل کیږي.
څلورم داچې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او حکومت باید د ټاکنو په پروسه کې د دولتي چارواکو د مداخلې د مخنیوي لپاره یو عملي میکانیزم رامنځ ته کړي داسې ویل کیږي چې په تیرو ټاکنو کې دولتي چارواکو او زورواکو په پراخه کچه مداخله کړې وه اوسمهال هم ویل کیږي چې یو شمیر دولتي چارواکي او زورواکي خپل نوماندان لري او غواړي چې دیادو نوماندانو په ګټه دټاکنو په پروسه کې مداخله وکړي.که دولتي چارواکي دټاکنو پروسه کې مداخله وکړي نوپه دې صورت کې به راتلونکې ټاکنې په طبیعي ډول خپل مشروعیت له لاسه ورکړي.
پنځم دټاکنو خپلواک کمېسیون باید د ټاکنو حوزې په عادلانه ډول وټاکي دغه کار دعادلانه او سراسري ټاکنو دترسره کیدو لپاره دېر مهم ګڼل کیږي که د ټاکنو حوزې په عادلانه ډول مشخصې او تثبیت نه شي نو د ټاکنو عادلانه والې به تر پوښتنې لاندې راشي. همدارنګه باید وویل شي چې دټاکنو خپلواک کمیسیون او حکومت باید دهرولایت او انتخاباتي حوزې نفوس په دقیق ډول معلوم کړي اوسمهال موږ ګورو چې دټاکنیزې حوزو دنفوسو په اړه دقیق معلومات شتون نه لري.
شپږم دټاکنو خپلواک کمیسیون او حکومت باید دټاکنو دخپلواک کمیسیون دکمیشرانو ترمنځ شته ستونزې او ناندرۍ حل کړي ویل کیږي چې دټاکنو دخپلواک کمیسیون کمیشنران دټاکنو په تړاو دمهمو مسایلو په اړه واحدلیدلوری او نظر نه لري دټاکنیزو کمیسیونونو کمیشنران باید دخپلو شخصي،حزبي او سمتي ګټو پرځای دافغانانو ملي ګټې او مصلحتونه په پام کې ونه نیسي او اجازه دې نه ورکوي څو ددوی ترمنځ ناندرۍ او اختلافونه دراتلونکو ټاکنو مشروعیت ترپوښتنې لاندې راولي ددې ترڅنګ دټاکنو دخپلواک کمیسیون دکمیشنرانو او ټاکنو دخپلواک کمیسیون د دارالانشاء دندې،مسولیتونه او صلاحیتونه باید ښه ښکاره توګه او دقانون له مخې مشخص شي د ټاکنو دخپلواک کمېسیون کمیشنران باید دټاکنو دخپلواک کمیسیون دارالانشاء په چارو کې دغیرقانوني او بې ځایه مداخلې له کولوڅخه ډډه وکړي.
اووم داچې دټاکنو خپلواک کمیسیون او حکومت باید دټاکنو په پروسه کې دبهرنیانو او په ځانګړي توګه په کابل کې دمیشتو بهرنیو سفارتونو او ګاونډیو هیوادونو دبې ځایه مداخلو او لاسوهنو مخه ونیسي اوسمهال موږ ګورو چې بهرنیان هڅه کوي دتیر په شان یوځل بیا دټاکنو په پروسه کې مداخله وکړي دبهرنیانو هرډول مداخله دټاکنو مشروعیت ترپوښتنې لاندې راوستلای شي دټاکنو خپلواک کمیسیون او حکومت باید یوازې دټاکنو دڅار نړیوالو ادارو ته یوازې او یوازې له ټاکنو دڅار او نظارت اجازه ورکړي.
په پای کې ویلای شو چې په راتلونکو ټاکنو کې د هر ډول احتمالي بحران او ستونزو رامنځ ته کېدو مسؤلیت مستقیماً د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د ټاکنو د شکایتونو د اورېدو کمېسیون پر غاړه دی له همدې امله دیادو ټاکنیزو کمیسیونونو کمیشنران او مسولین باید دخپل ملت ملي ګټې او دهیواد اوسني حساس شرایط او حالات په پام کې ونه نیسي،خپلې دندې دې دقانون پراساس ترسره کړي،هیچاته دې په ټاکنو کې دمداخلې اجازه نه ورکوي او په هرقیمت چې وي دسراسري،عادلانه او شفافوټاکنو لپاره دې زمینه او شرایط برابر کړي.
که په راتلونکو ټاکنو کې ستونزې رامنځ ته شي او دټاکنو پایلې جنجالي شي نو افغانستان به له ګڼو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستنزو سره مخامخ کړي چې حل کول به یې بیا ډېر ستونزمن او حتی ناممکن وي نو داحتمالي بحران او ستونزو دمخنیوي لپاره د افغانستان حکومت او د ټاکنو خپلواک او دشکایتونو داوریدوکمیسیونونه باید له پخوانیو تجربو ، تیروتنو او ناکامیو څخه زده کړه وکړي او اجازه ور نه کړي چې پخوانۍ تېروتنې او ستونزې یو ځل بیا تکرار شي اوپه دې توګه افغانستان له یو ستر سیاسي بحران او ناورین سره مخامخ شي.