په تیره لسیزه کې دهیوادپه اداري نظام کې داخلاقي مدیریت څرنګوالی

 
لنډیز:
په اداري چارو کې دغیراخلاقي،غیرمسولانه او غیرقانوني کړنو زیاتیدو دڅیړونکوپام په اداره کې داخلاقي مدیریت ارزښت ته راړولی دی.حکومتونه  کولای شي په اداره کې داخلاقي مدیریت پروګرانودتطبیق له لارې په اداره کې
دغیراخلاقي او غیرقانوني کړنو مخه ونیسي .نن ورځ اخلاقي مدیریت دمدیریت دعلم یوه مهمه او نه بیلیدونکې برخه ګڼل کیږي.اخلاقي قوانین،اداري قوانین،داخلاقي شخړو دحل لارې چارې او ښونه اوروزنه داخلاقي مدیریت مهمې برخې جوړوي .
دافغانستان داداري نظام داصلاح په موخه له ترسره شویوټولو هڅوسره سره اوس هم زموږ اداري نظام دعامو وګړو داړتیاوو دپوره کولو او هغوۍ ته دلومړنیو خدمتونو دوړاندې کولو وړتیا نه لري .دهیواد داداري نظام دکمزورتیا یومهم او اصلي لامل په موجود اداري نظام کې اخلاقي اصولو او ارزښتونو ته نه پاملرنه ده .ددې څیړنې موخه داخلاقي اصولو او ارزښتونو درعایت کولو او عامولو له لارې په هیوادکې دیوسالم اداري نظام رامنځ ته کول دي.موږ به پدې څیړنه کې په اداري اخلاقو،دیوه سالم اداري نظام پرمهمو ځانګړتیاوو،دافغانستان داداري نظام په پسمنظر، دهیواد په اداري نظام کې داخلاقي مدیریت په څرنګوالي، دهیواد په قوانینوکې داخلاقي ارښتونو په اړه دشته احکامو په څرنګوالی او دیوه سالم اداري نظام په مهموځانګړتیاوو بحث وکړو.زموږ څیړنه په یوې اغیزمنې پایلې سره پای ته رسیږي .
 
مهم ټکي :
اداري نظام ،اخلاقي ارزښتونه،اخلاقي مدیریت.اخلاق او عامه اداره
سریزه:
عمومي غوښتنوته نه پاملرنه اوپه اداري نظام کې دپراخه فساد شتون ددولتونو مشروعیت او وړتیا ترپوښتنې لاندې راولي .داداري نظامونو شکست ترډیره بریده دهغوپه چاپیریال پورې تړلی ګڼل کیږي .داداري نظامونه اصلاح دهیوادونو دپرمختګ او ودې لپاره مهمه او ضروري ګڼل کیږي .داداري نظامونو له اصلاح پرته به دهیوادونو دودې او پرمختګ لپاره نورې هڅې دپام وړ او مثبتې پایلې له ځانه سره ونه لري .
عامه اداره ډېر پراخ بحث دی او بېلابېل مفاهيم او اړخونه په خپله لمن کې رانغاړي. ددغو اړخونو له ډلې څخه په عامه اداره کې د کارکوونکو د چال چلند څرنګوالی او د سلوک طرز، اداري اخلاق او ځېنې نور دېته ورته مفاهيم او اصول دي، چې د ادارې هره برخه په ښکاره ډول ترې اغېزمنېدای شي. د تاريخ په اوږدو کې، لرغونو او اوسنيو ادارو د کارکوونکو د خپل منځي اړيکو د تنظيم، اداري او بيروني چاپيريال سره د چال چلند او په ټوله کې د اداري راشې درشې په موخه، ځېنې اصول، مقررات او معيارونه ټاکلي دي او کارکوونکي د هغو په محدوده کې د خپلو کړو او وړو په عيارولو مکلف دي، چې دا اصول او معيارونه د اداري اخلاقو يا معيارونو په نوم يادېږي. عامه ګټو ته په شخصي ګټو لومړیتوب اوبرتري ورکول،له عامه او دولتي امکاناتو نه ناسمه ګته نه پورته کول،داداري قوانیونو رعایت اوپه پام کې نیول،په اداره کي یوبل ته درناوی،له اداري تیروتنواو تخلفاتو نه ځان ساتل،مسولیت پذیري،مسلکي پوهه او لیاقت،صداقت او رښتینولي،عامه ادابو ته درناوی، صبر او حوصله داخلاقي مدیریت مهمې ځانګړتیاوې ګڼل کیږي.
په عامه اداره کې داخلاقي اصولونه مراعتول دیوې ادارې اغیزمنتوب او حیثیت ترپوښتنې لاندې راولي اودادارې دموخولاس ته راوړل ستوزمنوي.نودیوې سالمې او اغیزمنې ادارې دشتون لپاره داخلاقي اصولوپه پام کې نیول ډيرمهم ګڼل کیږي.داخلاقي اصولودعدم رعایت په صورت کې یوه اداره نه شي کولای په سمه او اغیزمنه توګه عامه خلکوته عامه خدمات وړاندې کړي.
له همدې امله دنړۍ زیات شمیر هیوادونو دخپلواداري نظامونوداصلاح او په اداره کې دبداخلاقیو دلمنځه وړلوپه موخه دپام وړ هڅې ترسره کړي دي.زموږ په هیوادکې هم له ۲۰۰۱ زکال راهیسې داداري نظام داصلاح په موخه ډيرې هڅې ترسره شوي خو سره له دې دهیواد په اداري نظام کې داخلاقي مدیریت درامنځ ته کولو او داخلاقي اصولو اوارزښتونو درعایت په برخه کې جدي او مهم اقدامات ندي ترسره شوي  او اوس هم پدي برخه کې زیات شمیر ستونزي موجودې دي .
اداري اخلاق :
د ټولو پرمخ تللو او مخ پر ودې هېوادونو په حکومتونو او د عامه ادارې په دستګاه ګانو کې د فساد، بډو (رشوت)، غير قانوني اخستنو، چل، فريب، درغلۍ، درواغو او نورو ډول ډول اخلاق ضد کړنو شتون، د معنويت پر تشې يا خلا دلالت کوي. د اخلاقو په اړه بېلابېل تعريفونه وړاندې شوي دي، ځېنې پوهان اخلاق، د معنويت علم او معنوي اصول بولي او زياتوي، چې: اخلاق د (خُلق) د کلمې جمع ده. خُلق په لغت کې د ارزښت مانا ورکوي او اصطلاحاً د انسان په نفس کې د هغو ثابتو صفاتو او ځانګړنو ټولګه ده، چې له امله يې له انسان څخه په خپلسري ډول پرته له کوم فکره د همدغو ځانګړنو سره متناسب کارونه ترسره کېږي.
ځېنې نور يې بيا په ټولنه کې د انسان لارښود اصول او يا هم ساتونکي او له بدو څخه ژغورونکي اصول بولي او په ځېنو کتابونو کې ورته د مقام او منزلت اداب هم ويل شوي دي.همدارنګه په ساده ډول ويلای شو، چې له ناسمو څخه د سمو بېلول او پېژندل او د سمو کول اود ناسمو پرېښودل، اخلاق بلل کېږي. ډېری وختونه اخلاق د ارزښتونو، سټندردونو، صداقت، امانت او نورو معيارونو سره مترادف او يا يوشان کارول کېږي او پدې وروستيو کلونو کې د هغو پرځای د "ټولنيز مسؤليت" عبارت هم کارول کېږي.
دیوه سالم اداري نظام مهمې ځانګړتیاوې :
دټولنې داساسي غوښتنو پوره کول،دناوړه اداري چارو مخه نیول،دعمومي اموالو دبخشش نه ډډه کول،دعمومي اموالو بې ځایه نه مصرفول، له قوانینو څخه سرغړونکوسره جدی برخورد کول،په مشورې سره پریکړې کول،دقوانینو تطبیق، په چاروکي شفافیت،جواب ورکول،اداري څارنه، دنیوکوکولوکلتوراو دود عامومول،عدالت په پام کې نیول، دکارکونکواقتصادي حالت ته پاملرنه،ښونه اوروزنه،دشایسته سالاري په پام کې نیول،تشویق او هڅول،له خلکو سره اړیکې ساتل،دخلکودمشروع ازادیو رعایتول،په دولتي چارو ټولیزه څارنه او له اداري فساد نه دنظام پاکول دیوسالم اداري نظام مهمې ځانګړتیاوې دي .
دافغانستان داداري نظام پسمنظر:
انسان یوټولنیزموجود دی او دادانسان فطري خاصیت دی،چې په ټولنه کې ژوند کوي اوټولنیزروابط ساتي .انسان په ټولنه کې یوشمیراړتیاوې په انفرادي توګه ترسره کوي خو ګڼ شمیرنورې چارې بایدپه ټولنیزډول ترسره کړي.کله چې انسان پدې ونه توانید،چې یوشمیرکارونه په فردي توګه ترسره کړي نوله همدې امله اړشو،چې دیوې ټولنیزې موسسې بنسټ کیږدي او همدغې موسسې له لورې یادې چارې ترسره کړي.پدې توګه انسان دادارې بنسټ کیښود.
دتاریخ په اوږدوکې حتی ابتدايي ادارو دانسانانو دژوندپه پرمختګ او وده کې دپام وړ رول ترسره کړ.انسانانوداداري نظام په مرسته له یوبل سره تفاهم وکړ او دانسانانو ترمنځ دوه اړخیزپوهاوي اداري نظام بشپړکړ.دادارې تاریخچه لرغوني مصر،یونان،روم او فارس پورې رسیږي.په افغانستان کې داداري نظام بنسټ او اساس کابو۲۷۰ کلونه وړاندې داحمدشاه بابا(رح) له لوري کیښودل شو.احمدشاه بابا په خپله پراخه امپراتوري کې یوه کلکه،منظمه،سالمه،اصولي او دقانون،پلان اوتشکیل لرونکې اداره جوړه کړې وه خو داداري نظام دبنسټ ایښودلو ترڅنګ احمدشاه بابا ددې وخت پیدانه کړ،څو اداري اصلاحاتو ته پراختیا ورکړي.
داحمدشاه بابا تروفات وروسته دافغانستان اداري نظام له رکود،بې نظمیو او فسادسره مخامخ شو.له احمدشاه بابا وروسته امیرشیرعلي خان دافغانستان اداري نظام جوړولو او اصلاح کولوته ځانګړې پاملرنه وکړه.امیرشیرعلي خان دخپلې پاچاهۍ په دوره کې داداري نظام جوړولو لپاره دسیدجمالدین افغان له پلانونو ګټه پورته کړه او تریوه بریده یې دنوموړي پلانونه عملي کړل.ترامیرشیرعلي خان وروسته امیرعبدالرحمن خان یوه پیاوړې مرکزي اداره درلوده.دامیرامان الله خان دپاچاهۍ پرمهال یوځل بیا اداري قوانینو اونظام ته په عصري بڼه پاملرنه وشوه.دمحمد داوود خان دصدارت او جمهوریت پرمهال دافغانستان عامه ادارې اصلاح او جوړولوته ځانګړې پاملرنه وشوه.دافغانستان جمهوریت له سقوط وروسته دیرش کلنې جګړې دهیواد ادارې نظام سخت زیانمن کړ.په ۲۰۰۱ زکال کې دنوي سیاسي نظام له جوړیدووروسته دهیواد اداري نظام جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وشوه. دبن کفنرانس دپریکړو او دافغانستان دولسمشرد۱۳۸۱ دجوزا ددویمې نیټې د۲۵۷ ګڼې فرمان له مخې دهیواد داداري نظام داصلاح په موخه دافغانستان داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون رامنځ ته شو.داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دخپلواک کمیسیون دنده او مسولیت په هیوادکې دسالمې ادارې رامنځ ته کول دي.له ۲۰۰۱ زکال راهیسې بیا ترننه پورې دافغانستان حکومت او داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوخپلواکه کمیسیون دهیوادداداري نظام دجوړولواو سمون په موخه دپام وړهڅې ترسره کړي دي خو ددې ټولوهڅو او هلوځلوسره سره ترننه پورې دهیوادداداري نظام پروړاندې زیات شمیر ستونزې پرتې دي.
 
دهیوادپه اداري نظام کې داخلاقي مدیریت څرنګوالی :
په پخوا وختونوکې به په عامه اداره کې کارونو اغیزمنتوب او اقتصادي والي ته ډیره پاملرنه کیده او داخلاقي ارزښتونو او اصولوشتون ډیرمهم نه ګڼل کیده خو اوسمهال دنړې په ډیری هیوادونوکې په دولتي اداروکې دچارواغیزمنتوب او اقتصادي والي ترڅنګ داخلاقي ارزښتونو او اصولوشتون ته هم ډیره پاملرنه کیږي.خو بدبختانه په تیره یوه لسیزه کې دافغانستان په عامه اداره کې داخلاقي ارزښتونو او اصولوشتون ته دپام وړپاملرنه ونه شوه او نه هم ورته ځانګړی ارزښت ورکول شو.
په عامه اداره کې داخلاقي اصولو رعایت کول دیوې سالمې ادارې درامنځ ته کولولپاره ډیره مهم ګڼل کیږي.په تیره یوه لسیزه کې دافغانستان په عامه اداره کې داخلاقي اصولورعایت کولوته جدي پاملرنه ونه شوه او دعامه ادارې کارکوونکو ته داخلاقي ارزښتونو او ښه حکومتولۍ ترمنځ داړیکوپه اړه لازم معلومات او پوهای ورنه کړل شو.
دعامه اداري کارکونکوته بایددهغوۍ مسولیتونه تشریح شي او هغوۍ باید پدې پوه  وې،چې په یوه اداره کې هغوۍ څه ډول مسولیتونه لري.په تیره یوه لسیزه کې دافغانستان دعامه ادارې کارکونکودخپل ځان او خپل ملت پروړاندې خپل مسولیتونه په سمه توګه ندي ترسره کړي.دعامه ادارې کارکونکي بایدپدې پوه وي،چې هغوي دخپل ځان،خپل ملت او خپل راتلونکي په اړه څه ډول مسولیتونه لري،چې باید ترسره یې کړي.
دیوښه او مسول حکومت درامنځ ته کولولپاره داخلاقي او معنوي ارزښتونو په پام کې نیول ډیرمهم ګڼل کیږي.ښه حکومتولي او اخلاق له یوبل سره نږدې او مستقیمې اړیکې لري.دعامه ادارې کارکونکي باید داخلاقو مدیران ووسي.په تیره یوه لسیزه کې زموږپه عامه اداره کې داخلاقي اصولورعایت کولو ته زیاته پاملرنه ونه شوه له همدې امله نن ورځ زموږعامه اداره ډيرې ستونزې لري.
په یوه اداره کې داخلاقي اصولو درعایت کولولپاره بیلابیلې لارې شتون لري.چې له هغې جملې څخه دعامه ادارې دکارکونکواستخدام،دهغوۍ کړنې،هغوۍ ته سمه روزنه ورکول او دهغوۍ دکړنو څارل یې مهمې لارې ګڼل کیږي.لومړی باید هڅه وشي،چې ښه او سم اشخاص،چې اخلاقي او معنوي ارزښتونوته درناوی ولري استخدام شي.خو په تیره یوه لسیزه کې دافغانستان په عامه اداره کې ډیری وختونه دافرادو داستخدام پرمهال اخلاقي اصول په پام کې ندي نیول شوي.دافغانستان په عامه اداره کې افراد دسیاسي روابطو او مصلحتونوپراساس ټاکل کیدل نه دلیاقت،شخصیت او اخلاقي ارزښتونو له مخې.
په عامه اداره کې اخلاقي مدیریت رامنځ ته کولولپاره داداري کارکونکو دکړنو اصلاح ډیرضرورګڼل کیږي.ددې ترڅنګ دعامه ادارې کارکونکوته باید داخلاقي ارزښتونو او اصولوپه اړه روزنه ورکول شي او کړنې یې باید وڅارل شي خوپه تیره یوه لسیزه کې په افغانستان کې دعامه ادارې دکارکونکو دکړنو داصلاح په موخه دپام وړهڅې ندي ترسره شوي.هغوۍ ته داخلاقي روزنې ورکولوپه موخه لازم پرواګرامونه په پام کې ندي نیول شوي او دهغوۍ دکړنودڅارلولپاره لازم اقدامات او کوم ځانګړی میکانیزم په پام کې ندی نیول شوی.
عام وګړي بایدددولت اوحکومت پرکړنوباوراواعتمادولري.دعامه ادارې دکارکونکو له لوري داخلاقي اصولورعایت کول په عامه ادارودخلکوداعتماد درامنځ ته کولوپه برخه کې مهم رول لوبولای شي خو بدبختانه په تیره یوه لسیزه کې دافغانستان دعامه ادارې کارکونکودخلکوداعتماد او باور دلاس ته راوړلوپه موخه دپام وړهڅې ندي کړي.همدا دلیل دی،چې نن ورځ دهیوادعام وګړي په خپلو دولتي ادارو باور نه لري.
دعامه اداري کارکونکي بایدپریوبل اعتماد او باور ولري او دخپل ولس دباور ترلاسه کولولپاره باید له خپلو خلکو سره نږدې اړیکې او همکاري ولري.دحکومتي چارو په اړه دهغوۍ مشورې ترلاسه او هغه عملي کړي.په دولتي او عامه ادارو کې دبداخلاقیو شتون په دولتي ادارو دخلکوباور ته سخت زیان اړولی شي.دیوحکومت ددوام لپاره پردولتي کارکونکودعامه خلکوباور ډير مهم دی خو دافغانستان په عامه ادارو دعامو افغانانو باور ډیرلږدی.
په تیره یو لسیزه کې دافغانستان په عامه اداره کې اشخاص دلیاقت او ښه شخصیت پراساس ندی ټاکل شوي.موږ باید په خپله عامه اداره کې ښه شخصیت اوښواخلاقولرونکي اشخاص وګمارو.ددې ترڅنګ بایدپه خپلو دولتي اداروکې داسې چاپیریال رامنځ ته کړو،چې په هغې کې بااخلاقه اشخاص په بداخلاقو اشخاصو بدل نه شي.
په عامه اداره کې داداري اخلاقویوه مهمه غوښتنه داده،چې کارکونکي عامه ګټوته  پرخپلو شخصي ګټو ارزښت او اهمیت ورکړي.داچې انسانان له فطري پلوه غواړي خپل شخصي قدرت زیات کړي نوپدې توګه عامه ګټو ته زیان اړوي.دنړۍ په ډیری هیوادونوکې له عامه امکاناتو نه ددولتي مامورینو دناوړه ګتې اخستنې دمخنیوي په موخه ځانګړي قوانین شتون لري.دغه قوانین دحکومت دادارو دننه داداري کارکونکو صلاحیتونه او مسولیتونه ټاکي خو په افغانستان کې په تیره یوه لسیزه کې پدې اړه نیمګړي قوانین رامنځ ته شول او له بل لوري بیا همدانیمګړي قوانین په سمه توګه عملي نه کړای شول.نوپه لنډه توګه ویلای شو،چې په تیره یوه لسیزه کې دافغانستان په عامه اداره کې اخلاقي مدیریت ته لازمه او جدي پاملرنه ونه شوه او په اداره کې داخلاقي ارزښتونو درعایت کولوپه موخه لازم اقدامات او ځانګړي تدابیرونه نیول شول.له همدې امله نن ورځ زموږ په عامه اداره کې زیات شمیرستونزې لیدل کیږي.زموږ عامه اداره یوه اغیزمنه او سالمه اداره نه ګڼل کیږي اوددې وړتیا هم نه لري،چې خپلو خلکوته په سمه توګه عامه خدمات وړاندې کړي.
دهیواد په قوانینوکې داخلاقي ارښتونو په اړه  دشته احکامو څرنګوالی :
دافغانستان قوانین دهیوادپه اداري سیستم کې داخلاقي اصولوپه رعایت او داخلاقي مدیریت په رامنځ ته کولوټینګار کوي.دافغانستان په قوانینوکې داخلاقي مدیریت په اړه زیات احکام موجوددي.موږ ویلای شو،چې دافغانستان قوانین په اداره کې داخلاقي ارزښتونوپه رعایت کولواو داخلاقي مدیریت په رامنځ ته کولوټینګارکوي.داچې اخلاقي مدیریت دسالمې ادارې له مهمواجزاوو څخه ګڼل کیږي نوپه عامه ادارو کې داخلاقي مدیریت رامنځ ته کول په هیوادکې دسالمې ادارې له رامنځ ته کولوسره ډیره مرسته کولای شي.دلیکنې پدې برخه کې داخلاقي مدیریت په اړه دافغانستان په قوانینوکې راغلي احکام څیړو.
دافغانستان داساسي قانون پنځوسمه ماده په هیوادکې دسالمې اداري په رامنځ ته کولوټینګارکوي .داساسي قانون پنځوسمه ماده پدې اړه وايي(دولت مکلف دی،چې دیوې سالمې ادارې اودهیوادپه اداري سیستم کې دسمون دارمنځ ته کیدو لپاره لازم تدبیرونه ونیسي.
اداره خپل اجراات په بشپړه بې طرفۍ او دقانون له حکمونو سره سم عملي کوي.دافغانستان اتباع داهلیت له مخې او هرډول توپیرڅخه پرته دقانون له حکمونو سره سم ددولت خدمت ته منل کیږي.
دافغانستان اساسي قانون دولت دسالمې ادارې په رامنځ ته کولومکلف کړی دی.دولت بایددسالمې ادارې رامنځ ته کولوپه موخه لازم او جدي تدابیرونیسي.پدې تدابیروکې یوهم په دولتي ادارو کې داخلاقي مدیریت رامنځ ته کول دي.داخلاقي اصولواو ارزښتونو په پام کې نیول دسالمې ادارې له مهموځانګړتیاووڅخه ګڼل کییږي.
داساسي قانون پنځوسمې مادې دویم بند وايي،چې اداره خپلې چارې په بشپړه بې طرفۍ او دقانون له حکومونو سره سمې عملي کوي.داداري چارو په ترسره کیدو کې بې طرفي او له قوانینو سره سم دعامه چارو ترسره کول داخلاقي مدیریت مهمه برخه جوړوي.داساسي قانون پنځوسمې مادې درېیم بندوايي،چې دافغانستان اتباع داهلیت له مخې او هرډول توپیرڅخه پرته دقانون له حکمونو سره سم ددولت خدمت ته منل کیږي.په عامه اودولتي اداروکې داهلیت له مخې دافرادوټاکل کیدل داخلاقي مدیریت یوه مهمه برخه ده.دافغانستان اساسي قانون دولت په عامه اداره کې داخلاقي مدیریت په رامنځ ته کولومکلف بولي.
دافغانستان داساسي قانون یوپنځوسمه ماده هم دهیوادپه اداري نظام کې داخلاقي مدیریت په رامنځ ته کولوټینګارکوي. داساسي قانون یوپنځوسمه ماده پدې اړه وايي(هرڅوک،چې له ادارې څخه بې موجبه زیانمن شي،دتاوان اخیستلومستحق دی او کولای شي دتاوان دترلاسه کولولپاره په محکمه کې دعوا اقامه کړي).
داخلاقي مدیریت یوه مهمه ځانګړتیا داده،چې دعامه ادارې کارکونکي حق نه لري،څوافراد بې موجبه زیانمن کړي.داخلاقي مدیریت غوښتنه داده،چې عامه چارواکي باید دخلکوپه خدمت کې ووسي او هغوۍ ته لومړني خدمتونه وړاندې کړي.عامه چارواکو او مسولینو له لوري دوګړو زیانمنیدل داخلاقي ارزښتونو مخالف عمل ګڼل کیږي .دافغانستان اساسي قانون یوپنځوسمه ماده په اداره کې داخلاقي مدیریت او اخلاقي ارزښتونوپه رعایتولوټینګار کوي.
دافغانستان دملکي خدمتونودقانون ددویمې مادې لومړی او درېیم بندونه دملکي خدمتونو دقانون موخه دهیوادپه اداري نظام کې داخلاقي ارزښتونو او اخلاقي مدیریت رامنځ ته کول بولي.دملکي خدمتونو قانون دویمه ماده وايي(دهیوادپه اداري سیستم کې داصلاحاتو دتطبیق له لارې دسالمې ادارې رامنځ ته کول،دلیاقت،اهلیت او وړتیا له مخې دملکي خدمتونو دمامورینو ټاکل).اخلاقي مدیریت دسالمې عامه ادارې مهمه برخه جوړوي او دلیاقت،اهلیت اووړتیا له مخې په عامه اداره کې دافرادو ټاکل کیدل داخلاقي مدیریت مهمه او نه بیلیدونکې برخه ده.
دملکي خدمتونو دقانون اتمه ماده داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونودخپلواک کمیسیون دغړو  اوصاف بیانوي.ددغې مادې څلورم اوپنځم بندونه  دکمیسیون دغړو دځانګړتیاووپه اړه وايي(دکمیسیون غړي بایدنیک شهرت او ښه سلوک ولري اوپه  جنایتونو اوبشري ضدجرایموباندې محکوم شوي نه وي).
دملکي خدمتونو دقانون نهمه ماده وايي(دکمیسیون غړي نه شي کولای دخپلې دندې داجرا پرمهال له خپل موقف او مقام نه دژبنیو،سمتي،قومي،مذهبي او ګوندي موخو لپاره ګټه پورته کړي.
دملکي خدمتونوقانون وايي چې داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونودکمیسیون دغړي له وظیفوي صلاحیتونونه دناوړه ګټې اخیستنې اوددندې داجراپرمهال په جنایتونو،جنحې او بشري ضدجرایمودمحکومیت په صورت کې دولسمشر له لوري له دندې نه ګوښه کیږي.
دملکي خدمتونو دقانون درویشتمه ماده وايي،چې ملکي خدمتونو مامورین داهلیت او مسلکې پوهي،له تبعیض پرته او دقانون له حکمومونو سره سم ټاکل کیږي.
دملکي خدمتونو دقانون شپږویشتمه ماده دملکي خدمتونودمامورینو دمسولیتونواو دندوپه اړه وايي:
دوظیفوي تعهدله مخې دورسپارل شویودندو ترسره کول،دسلسله مراتبو،دبې طرفۍ داصل او درشتینولۍ له مخې دورسپارل شویودندوترسره کول،دادارې درازونو ساتل،دادارې دحیثیت ساتل،له مراجعینو او همکارانو سره ښه چلندکول،په بې طرفه توګه دقوانینو رعایت او عملي کول،په خپله او دنوروپه ګټه له دولتي امکاناتو اواسانتیاوو نه ګته نه اخیستل،دعامه ملکیتونو اودارايي ساتل اوددندې داجراپرمهال له تنبلي نه ډډه کول.
دملکي خدمتونو دقانون نهه ویشتمه ماده وايي(هغه مامورین،چې دقانون داحکاموله مخې خپلې دنده په سمه توګه ترسره نه کړي تادیب کیږي).
داداري نظام په اړه دهیواددقوانینودپورتنیومادوله څیړلوڅخه داسې څرګندیږي،چې دافغانستان قوانین دسالم اداري نظام درامنځ ته کولو او په عامه اداره کې داخلاقي مدیریت اواخلاقي ارزښتونو او اواصولوپه رعایتولوټینګار کوي خو دهیوادپه قوانینوکې داخلاقي مدیریت په اړه دپورتنیوموادو له شتون سره سره ،دافغانستان قوانین داخلاقي مدیریت په اړه په کافي اندازه مواد او احکام نه لري.دهیوادپه ادارې نظام کې داخلاقي مدیریت درامنځ ته کولوپه موخه باید دهیواد قوانین غني او اصلاح کړای شي او پدې اړه ځانګړي قوانین او مقررات رامنځ ته کړای شي.
پایله :
هره اداره، بايد د ځانګړو قواعدو او مقرراتو په چوکاټ کې خپل کړه او وړه عيار او ترسره کړي. ددغو قواعدو او مقرراتو له جملې څخه کولای شو د اداري اخلاقو، او اخلاقو د مديريت  نوم واخلو. اداري اخلاق او په اداره کې د کارکوونکو پر کړو او وړو حاکم اصول په پام کې نيول په حقيقت کې د ادارې د کړنو د ښه والي، اغېزمنتوب او ګټورتوب لامل ګرځي او د نه پاملرنې په صورت کې يې نه يوازې داچې د ادارې اټکل شوي اهداف ترلاسه کېدای نه شي، بلکې اداره د انحطاط او زوال تر بريده رسېږي.
د افغانستان په عامه اداره کې هم کله نا کله اداري اخلاقو او اداري چال چلند ته پاملرنه شوې، يعنې په ځېنو قوانينو او يا تقنيني سندونو کې تسجيل شوي خو په عمل کې په سمه توګه ندي تطبیق شوي. بېلابېل مسایل ددې سبب شوي، چې د افغانستان په عامه اداره کې د اداري اخلاقو او اداري چال چلند له موضوع سره په هغه شان چې لازمه او ضروري ده، برخورد ونشي اودهیواد اداره له دې اړخه له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان کړي. د افغانستان په عامه اداره کې په پراخه او ستره کچه د اداري فساد شتون ددې لامل شوی، چې د اداري اخلاقو د له منځه تلو ترڅنګ، له دغو مفاهيمو سره يو ډول حساسيت او ضديت هم رامنځته شي.
د يادولو ده چې د افغانستان په اداره کې د اداري او مالي فساد ترڅنګ د فساد او اداري اخلاقو ضد کړنو نور ډولونه هم شتون لري، لکه نه رښتينولي، د اداري سياسي توب، د کارکوونکو نه بې پرېتوب، د کارکوونکو اخلاقي  انحرافات او داسې نور.
دافغانستان دعامه ادارې کارکونکوته بایدداخلاقي اصولودرعایت په اړه لازمه روزنه ورکول شي.دعامه ادارې دکارکونکوداستخدام پرمهال باید اخلاقي او معنوي معیارونه په پام کې ونیول شي.دعامه ادارې دکارکونکواستخدام باید دشخصي اړیکو او سیاسي مصحلتونوپرځای دپوهې،لیاقت،نیک شخصیت او اخلاقي وړتیا له مخې ترسره شي.دعامه ادارې دکارکونکو دکړنودڅارلوپه موخه باید یوځانګړی میکانیزم رامنځ ته کړای شي.دافغانستان دعامه ادارې کارکونکي باید خپلې ټولې چارې په رښتینولی سره ترسره او قوانینو،اصولو او دټولنې عامه ادابوته  درناوی وکړي.ددې ترڅنګ دعامه اودولتي ادارو کارکونکي باید له تقلب،جعل او تزویرڅخه ډډه وکړي.دقوانینوتطبیق او خلکوته عامه خدمات وړاندې کول باید خپله دنده وبولي.
 
ماخذونه :
۱ـ داکتر اشرف غني احمدزی ،دعادلانه نظام لار ،سالنګ کتاب خپرونکی،کابل،۲۰۰۹میلادي.
۲ـ سخی محمدی. اداره عامه، نشرات عرفان، ۱۳۹۲هـ ش.
۳ـ پوهاند ګل رحمن قاضی،اداره و مديريت علمي- پوهنتون چپټر،پوهنتون خپرونې ، ۱۳۹۰هـ ش.
۴ـ مرتضی سلطانی،مديريت اخلاق در سازمان، پايګاه مقالات مديريت ، ۲۰۰۳ میلادی.
۵ـ دافغانستان اساسي قانون،داساسي قانون پرتطبیق دڅارني خپلواک کمیسیون،۱۳۹۰ هـ ش.
۶ـ د ملکي خدمتونو قانون او د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون، د عدليې وزارت رسمي جريده.
۷ـ د کار قانون،د عدليې وزارت رسمي جريده.
۸ـ پوهاند محمدبشیردودیال،اداره(پنځه مدیریتي مهارتونه)،ګودرخپرندویه ټولنه،شپږم چاپ،جلال آباد،۲۰۰۹ میلادي.
۹ـ اساسات اداره ومهارت های مدیریت،جلداول،کمیسیون مستقل اصلاحات اداری وخدمات ملکی،کابل،۱۳۸۷ هـ ش.
10ـ مرتضي سلطاني، مديريت اخلاق در سازمان/http://www.modiryar.com/index-management/ethic/ethic-management/64-1387-10-08-09-07-00.html
11ـ دکتر محمدحسين شيخي، عوامل مؤثر بر سلامت نظام اداري و رشد ارزش‌هاي اخلاقي/
http://www.modiryar.com/index-management/ethic/ethic-management/5770-1392-10-24-12-47-04.html
12- D. Radhika,Ethics in Public Administration,Journal of Public Administration and Policy Research Vol. 4(2) ,India, March, 2012.
13-Elliott Jaques, Ethics for Management, Management communication Quarterly, George Washington University, August, 2003.