
پاکستان په جنوبي اسیا کې هغه هیواد دی چې ترهګري او ناامني په زیاته پیمانه تولیدوي چې دا بې شرمه تولید د جهان ډیریو هیوادونو ته صادروي چې د پاکستان ددې بې شرمه صادراتو له امله نه يواځې افغانستان ته زیان رسیدلی دی بلکې ټول جهان ترې کړیږي خو د پاکستان ددې صادراتو تر ټولو لوی زیان افغانستان ته رسیدلی دی خو اوس راځم دې پوښتنې ته چې ولې پاکستان په افغانستان کې ناامني غواړي؟
زما له انده د نورو عواملو تر څنګ څلور لوی لاملونه دي چې پاکستان په افغانستان کې ناامني غواړي چې په لاندې ډول دي:
۱) اول لامل یې دادی چې پاکستان غواړي چې افغانستان باید دډیورنډ کرغیړنه فرضي کرښه په رسمیت وپيژني.
۲) دویم لامل چې پاکستان په افغانستان کې ناامني غواړي دادی چې افغان حکومت باید خپله خارجي پالیسي دپاکستان په خوښه جوړه کړي مانا دا چې دهندوستان سره باید روابط قطع شي او په افغان خاوره کې باید دهند دنفوذ مخنیوی وشي.
۳) درېیم لامل چې پاکستان په افغانستان کې ناامني غواړي دادی چې پاکستان دخپلو بې کیفیته تولیداتو لپاره چې په نوره نړۍ کې چندان مارکیټ نه لري نو ناامنه افغانستان یو وړ مارکیټ بولي مانا دا چې که افغانستان پرمختګ او ترقي وکړي نو بیا دپاکستان بې کیفیته تولیداتو ته اړتیا نه پیدا کیږي چې پدې سره دپاکستان صنعتي فابریکې پرچاوې کیږي او د پاکستان صنعت دتباهۍ په طرف ځي.
۴) څلورم لامل چې پاکستان په افغانستان کې ناامني غواړي دادی چې پاکستان ته د افغانستان څخه په زیات مقدار اوبه بهیږي چې دافغانستان له دغو اوبو څخه پاکستان دبریښنا په ترلاسه کولو او نورو مهمو کارونو کې استفاده کوي او پاکستان په ویره کې دی چې که افغان حکومت دغه بهیدونکي اوبه مهار کړي نو پاکستان به دیوه ستر بحران سره مخامخ شي نو پدې خاطر په افغانستان کې بل شوي اور ته لمن وهي.