خپلو موخو ته د رسېدو لپاره څه کول پکار دي؟

په دې موقته نړۍ کې انسان له هر ډول ستونزو سره مخ کېږی. چې هغه به یا مادي ستونزې وي او یا به هم معنوي ستونزې وي چې موږ او تاسو ورسره په ټولنه، اداره، تجارت او... کې مخامخ کېږو.

راځئ په دې ځان پوه کړو چې هغه څه دي چې ددې ستونزو سره د مقابلې لپاره موږ کولی شو پرې ځان د بریالیتوب تر پولې ورسوو.

څومره چې د ټولنې او خلکو ترڅنګ پاته شوی يم، نو ډېرو تجربو سره مخ شوی يم، ډېر مې بريالي کسان ليدلي او ډېر مې ناکام کسان لیدلي، خو يو هغه څه چې بريالیو خلکو هم ترې کار اخيستی، هغه داسې یو څه دي چې هر وګړی د خپلو هڅو او کوښښونو تر څنګ برياوو ته رسوي هغه حوصله،مبارزه او ورسره په څنګ کې پر ځان باور کول دي.

زما په خپل فکر او تحليل په نننۍ نړۍ کې بریالي او هدف ته رسېدلي کسان هغه دي چې دې دريو ځواکونو (حوصله، مبارزه او پر ځان باور) ته یې په خپل شخصیت کې ښه راغلاست ویلی ده.

داســـې ډېر څه به وي خو دغه ( حوصله، مبارزه او بر ځان باور) هغه څه دي چې که چېرې په ورځني ژوند کې ترې ګټه پورته شي موږ ته به د خپلې خوښې او ذوق مطابق څه لاسته راکوي.

کله چې يو څه زده کوئ تاسو بايد له ډېر زغم او صبر څخه کار واخلئ، ځکه که چېرته يو څه په صبر او حوصلې سره زده کړل شي هغه بیا بنیادي اړخ لري او د ژر هېرېدلو امکان يې ډېر کم وي. مثلاً که موږ يو کتاب د ازموینې لپاره په یوه ورځ کې ټول مطالعه کوو معلومه ده چې بنیادی اړخ نه لري، اما که چېرته ورته څو ورځې ورکړو نو کولی شو چې په ښه تحلیلی توګه مطالعه وکړو چې په دا ډول زده کړه بیا بنیادی اړخ لري او د هېرېدو امکان به یې ډېر کم وي.

بل خبره د مبارزې ده؛ هغه دا چې موږ او تاسو بايد په ورځني ژوند کې له هر ډول حالاتو سره مبارزه وکړو هغه که د زده کړې په برخه کې وي، که د اقتصادي ستونزو په برخه کې وي او که... .

مبارزه باید داسې وشي چې؛ مثلاً يو زده کوونکی په ژمي کې د شخصي کورسونو لپاره پیسې نه لري چې دی پرې خپل مشکل حل کړي، نو څه باید وکړي؟

لومړی خو دا بهتره ده چې که چېرته د کار کولو وړتيا لري نو د ځان لپاره بايد کوښښ وکړي چې دومره د کار زمينه برابره کړي چې يو څه لاسته راوړي او خپل مشکل پرې حل کړي.

دویم: که چېرته دی ناتوانه وي او د کار کولو وړ نه وي نو دومره خو بايد حتماً وکړي چې کوم کتاب تر لاسه کړي هغه دې له ځان سره تکرار کړي، له تکرار څخه وروسته زه دا ډاډ ورکوم چې که پوره سل سلنه نه وي پنځوس سلنه مشکل به یې انشاالله حل کيږي.

دې ورته ډېر مثالونه شته...، خو سالمه مبارزه د ژوند د هوساینې په معنا ده.
دریم ستر ځواک چې زه ورته ډېر اهمیت ورکوم هغه په ځان باور لرل دي.
موږ تاسو باید د خپلو هڅو او کوښښونو تر څنګ بايد پر ځان داسې باور ولرو چې د ځان په هکله بايد هيڅ داسې کوم منفي فکر ونکړو چې هغه زموږ د پرمختګ خنډ وګرځي.
تل باید د ځان په اړه له مثبتو فکرونو سره ملګرتيا وکړو، کله مو چې پر ځان باور پيداکړ نو له ځان سره مو مينه هم وکړه، کله دې چې له ځان سره مينه وکړه نو خپله به درته معلوم شي چې تا د خوند احساس وکړ.

تاسو يوه ورځ داسې بریالي فکرونه وکړئ چې پوره پکې په ځان باوري هم يئ او ووایئ چې زه نن ورځ له يوه نوي او بدلېدونکي ژوند سره ملګری شوی يم!

نو په دې ورځ کې تاسو د تجربې لپاره فکر کړئ وو، نو کله چې ورځ تېره شوه بيا وګورئ چې په دغه تجربه کې څومره درته ځان خوښ شو او څومره له منفي فکرونو څخه لرې وۍ اوڅومره مو پکې د بدلون لورته د ګام ايښودو اراده وکړه. وروسته به مو دا ورځنۍ پايلې تر پام حتماً ښې درغلې وي نو د هرې ورځې لپاره يې عملي کړئ او له همدې ځايه د برياليتوب، بدلون او نوي بریالي فکر د رامنځته کولو په لټه کې شئ.
له تاسو سره به دا پوښتنه پیدا شوي وي چې دا پورتني شیان ( بدلون، پر ځان باور، نوی فکر ...) څنګه رامنځته کړو؟

نو ددې لپاره بايد خپلې ټولې هغه منفي کړنې چې په ځان کې وينئ پر کاغذ ولیکئ او د لرې کولو لپاره یې قوي هوډ وکړئ چې نور به دا کارونه نه ترسره کوم.

بل مطالعه وکړئ د خپل ښوونځي يا هم د پوهنتون د کتابونو تر څنګ دیني، سياسي، ارواپوهنه،تاريخی او... اړوند کتابونه مطالعه کړئ، له نورو څخه يې واورئ، تاسو یې نورو ته واوروئ او همدارنګه د ملګري په انتخاب کې دقت وکړئ چې دا او دې ورته نورې مثبتې کړنې مو بريالیتوب ته رسوي.

په پای کې دا ډاډ درکوم چې پورتني څو اصلونه به مو انشاالله په ژوند کې له خوښيو سره مخامخ کوي.