په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو نوی قومندان (جنرال سکاټ) وپېژنئ

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو نوی قومندان (جنرال سکاټ) وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
ډګر جنرال (اسټين سکاټ ميلر) په ۱۹۶۱ ز کال کې د امريکا په هاوي ايالت کې زېږدلی دی. نوموړي په پوځي برخو کې زده کړي او وروسته يې د امريکا په پوځ کې دنده پيل کړه. سکاټ په ۱۹۸۳ ز کال کې د زده کړو له بشپړتيا وروسته پوځ ته دننه شو او د دويم بريدمن په رتبه يې کار پيل کړ. اسټين سکاټ ميلر اوس په پوځ کې دنده لري او د ولسمشر ټرمپ په واکمنۍ کې د ډګر جنرالۍ رتبه ورکړل شوه.

کابو يوه اونۍ وړاندې د ټرمپ ادارې پرېکړه وکړه، چې د افغانستان ۱۷ کلنې اوږدې جګړې ته، د اوسني قومندان جنرال نېکلسن پر ځای ۵۷ کلن درې ستوری لرونکی جنرال سکاټ وټاکي. جنرال سکاټ تر اوسه په افغانستان کې خپله دنده په رسمي ډول نه ده اخېستي او لا هم د امريکا په پوځ کې (د ګډو او ځانګړو عملياتو قومندانۍ) قومندان دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د جنرال سکاټ د ټاکنې په اړه د دونالډ ټرمپ پرېکړه د ۲۰۰۹ ز کال د اوباما د ادارې هغه پرېکړې ته ورته بولي، چې جنرال ستنلي مک کریستال يې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مشر وټاکلو. واشنګټن پوسټ ته پوځي شنونکو ويلي، چې د سکاټ په ټاکنې سره به د افغانستان په جګړه کې د پام وړ بدلون رامنځ ته نشي، خو د وسله والو مخالفينو پر وړاندې به د امريکا بريدونه ډېر شي، ځکه چې جنرال سکاټ به د سويلي اسيا او افغانستان لپار د ولسمشر ټرمپ د سټراټېژۍ په عملي کولو کې ليواله وي.

واشنګټن پوست ليکي، چې د جنرال ستنلي مک کریستال په پرتله د جنرال سکاټ دنده اسانه او ډېره د چلېنجونو ډکه نه ده، دا ځکه چې ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې امريکايي ځواکونو ته د عملياتو پراخه واکونه ورکړي دي.

په افغانستان کې د جنرال سکاټ پوځي رول به د اوباما د ادارې په وخت کې د امريکا د ځانګړو ځواکونو يا سپېشل فورس په ډول وي، چې په خپلو کړنو کې به تر ډېره خپلواکه وي او د هرې علمياتي چارې لپاره به د تائيد او تصويب اړتيا ونه لري.

دغه امرکايی جنرال به د نورو امريکايي جنرالانو سره په يو بشپړ توپير سره کار پيل کړي. نور جنرالان ته مخالفې ډلې يوازې طالبان او القاعده وه. خو اوس د افغانستان حکومت هم وايي، چې د داعش او طالب ترڅنګ شل ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعاليت کوي. د وسله والو ډلو له زياتوالي پرته؛ دلته په ډېر شمېر امريکايي او د نورو هېوادونو پوځيان هم له افغانستان تللي دي او جنرال سکاټ به د ټاکلي شمېر امريکايي ځواکونو مشري پر غاړه واخلي.