
روهي (پنځه نۍ/۱۰ د غبرګولي)، د رمضان مبارک مياشتې په پيل سره د پاکستان په کراچۍ ښار کې ګرمي ډېره شوې ده، چې تر اوسه يې ۷۹ کسان وژلي او په لسګونه نور يې بستري کړي دي.
له کراچۍ ښار څخه خپار شوي خبرونه وايي، چې د ګرمۍ درجه ۴۵ سانتي ګرايد ته رسېدلې ده، په لسګونه کسان يې په مختلفو نارغيو اخته کړي، د تګ - راتګ پر وړاندې يې ستونزې رامنځ ته کړي او د مرګ ګواښ يې د ماشومانو په منځ کې لوړ کړ دی.
د ياد ښار يو شمېر اوسېدونکو رسنيو ته ويلي، چې د ګرمۍ څخه د خونديتوب په پار، په ورځ او شپه کې څو ځلې په اوبو لامبي او له لندو جامو سره وخت تيروي.
په کراچۍ ښار کې سيمه ييز حکومتي چارواکي وايي، چې تر اوسه د سختې ګرمۍ له امله ۷۰ کسان وژل شوي او په لسګونه نور په روغتونو کې بستر شوي دي.