
په تندي خـــال دازادي ليلاته ژدو مـــــلګرو
اه دنګــــــــه پيغله په ټپوراويشه و مـــــلګرو
داپاڼي پاڼي سره ګلان مي کړي را ياد ليوني
هغـــــــه شکيدلئ اميل بياپيوندو مـــــلګرو
توري جامي کي نن سپيني دوحدت په نغمو
په سروګلو نوبه لالي سنګاره ومـــــلګرو
زرګر غواړي شاپيرئ دملغلـــــــرو امــــيل
دسروياقوتوسورپيزوان به جوړه ومـــــلګرو
دسهارناوي وپوشي په ګل زرينونغمــــــو
په توراوربل کي دازادي ګلان ټمبومـــــلګرو
دستوروارکي ورپه غاړه سندريزلالي ته
دغه بي ژبي په سندرومسته و مـــــلګرو
الکوزيه که راټول شډل شډل پشتانــــــــه
پاس دخيبر په سربه بيرغ رپه ومـــــلګرو
منان الکوزی ،کوټه