د دې هرڅه مسوولیت د چا په اوږو ور واچوو!؟

دا لېکنه اوږده ده، لوستل یې حوصله غواړي؛ خو ښایي د سمې لارې په ټاکلو کې درسره مرسته وکړي (څنګه نوماند ته باید رایه ورکړل شي!؟) او بیا ځلې مو له تېروتنې راوګرځوي.د مرستو د ویشلو لړۍ خو وینئ؟
د دې هرڅه مسوولیت د چا په اوږو ور واچوو!؟

په تېرو دورو کې د ولس استازو له ولسه څرمن وویستله/لا یې باسي، د ولس ټوله ملي شتمني یې په خپل نس کې واچوله، تر ننه د هېوادوالو په وژنه، اختطاف او نورو جنایي پېښو کې د همدوی لاس دی.

د ولس په وینو او زوو یې ځانته ماڼۍ جوړې کړې، پورېنرې، لنډګروزرې، لس او سله میله وسلې، باډي ګارډان یې واخېستل او ونېول. خپل بچي یې بهر امریکا، اروپا او د اسیا پر مختللو هېوادونو ته د زده کړو لپاره ولیږل، معنی له هر اړخه یې ځانونه وپړسول. کلونه ــ کلونه به یې پړسوب( مالونه، جایدادونه، بنګلې، عر و پش، تورې او سپینې موټرې او نور) وي. بیا به یې اولادونو بهر لوړې زده کړې کړې وي، راستانه به شي په لوړو پوستونو به ولګیږي، د پلار دستور به ورسره وي، پرې د استهلاک شویو پېسو مسله به ښکته پورته کیږي «د زوی خټه د پلار له کوره وي» پلار به یې ورته وایې (پېسې ووهه، چې څومره دې وسه کیږي، فساد ترسره کړه. په تا مصرف شوي پېسې جبران کړه. همد اوخت او فرصت وګڼه).

او دا لړۍ به همداسې روانه وي. زوی چیرته د پلار له حکمه سرغړونه کوی شي، هغې (شرعي او دیني مسلې زوی ته زوی چیرته ګوري چې وایي، که پلار اولاد د غلا، حرامو، د یو چا د وژلو او نورو نا مشروع کړنو دستور ورکوي، زوی دې ورته سر خوځوي؛ خو نور دې دا کار نه کوي، یا دې پلار ته ووایي، چې ته کوم څه له ما غواړي دا « دین، قانون او انساني عقل منع کړي دي».

خو زوی ته یې د کلي د مسجد ملا خبره په زړه نېغه لکه (وړه) ولاړه وي چې د پلار د والدینو نافرماني کول، ګناه ده. جرم دی، هرڅه یې باید ومنل شي، واه ملا صیب دا حکم مطلقیت نه لري، مقید دی.

- نو له داسې لوستي به څه د خیر و ښېګڼې تمه وشي. کوم درد ته به دوا شي. څه به حق او باطل وپېژني. څنګه به فساد او رشوت شدید دیني او قانوني جرم وګڼي. دا چا چې پلار کلونه ـــ کلونه د ولس وینې زبېښلې وي، ځورولی یې وي، د څو پېسو په مقابل کې یې د خلکو عزت و عفت تروړلی وي، د ځان د تکافل غم ورسره وي، د موټرو، بنګلو هوس او شهوت ورسره وي.

- خو داسې نه دي شوي، چې دا وکیل صاحبان تصادفي مقننه قوې (ملي شورا ته) تللي، یا ورته ستا استازولي چا تخفه کې ورکړې، یا پرته له کومو ولسواکي مراحلو او اصولو طې کولو په تا مسلط شوي دي، نه رایه ورکول شوي( امانت) دې ورکړی؛ خو سم سړي ته نه، سړی دې ندی پېژندلی، ولسه.

که ته (ولسه) دا دلیل توجیه کوي چې دا هرڅه نوې تجربه دې وه؛ ولسواکي نه وې راغلې وه، مونږ ورسره نوي وو. خو دا خلک خو له کوم بل ځای نه و، راغلی همدا ستا د ولس او ښار سړی و، ګاونډي، د کلي ملک، د جومات ملا او د ښوونځي معلم دې و، یا په تېرو حکومتونو کې یو مامور/مسوول.

ولې زمونږ نه یادیږي، خپله رایه او مکلفیت دې راوخېست، د یوې غوړې ډوډۍ، غوړې وعدې، یوې پېپسۍ، یو پیاله چای، یا موټر کې د ګرځېدو لپاره دې بې ځایه استعمال کړ، دا هغه تراشل شوې څېرې وې، چې په کلي کور، ښار کې یې هم ښه سابقه نه درلوده. جرمي بګراونډ یې درلود. تا (ولسه) خان او وکیل کړ. تېروتنه دې کړې، ښه غټه تېروتنه، خو ځه خیر هرڅه چې ول، وشو.
 
- اوس دې اراده څه ده. هوښیار شوی یې، کنه بیا غولیږي د یو پاؤ چاي، یوې هلتې رومیانو، الوګانو، یوې لوټې غوړیو، یوې توڼې اوړو په بدل کې بیا رایه کاروي، بیا په ځان قیامت راولي، بیا په ځان دا، یا دې ورته خلک مسلطوي، بیا کږېدل غواړې، بیا لوېدل غواړې، داسې چې دا ځل دې ورمېږ پسې مات شي. دا پرونه پورې همدې خلکو څه کول( غصب، ظلمونه، وژنې، رټل او بې عزتي) دې هیره شوه، دا دی نن دې بیا خواته درغلی، غولوي دې. رایه درنه اخلي او بیا دې په لغته وهي، دا ټولې تراژیدۍ او ساندې بیا درباندې راولي. انتظار کوه.

- د خلاصون لاره څه ده؟
دا ده چې یو داسې کس وټاکه، چې د انسانیت، افغانیت او اسلامیت ټول فکتورنه پکې ته مومي، رایه نه ورکول د خلاصون لاره نه ده، که ته رایه ونه کاروي، بیا به هم پارلمان ټاکل کیږي، ځکه دا په ریاستې نظامونو کې درېمه او مهمه پایه ده. حتماً باید وي او له دې پرته هېڅ ممکن نه دي.

نو رایه وکاروه. خو وړ او کدر وپېژنه. مه یې خرڅوه، مکلفیت اداء کړه. امانت وکاروه. ښه یې وکاروه.

- په دې غوړیو، رومیانو او وړو ځانونه او خپل هویت مه پلورئ. د وطن خبره ده. د ژوند خبره ده. د راتلونکي خبره ده. د نماینده ګانو د ټاکلو خبره ده. ټوکې نه دي. پارلمان ته استازي لیږئ.

- د دې هرڅه مسوولیت، تر ډېره د جنګي ډلو پر اوږو دی (که دوی جنګ نه کولی، د اقتصاد بېخ به نه وتلی، د خلکو د کاروبار زمینه به وه، هرچا به یوه مړۍ ډوډۍ خپلو اولادونو ته ګټله. ولس دومره پاګل هم نه دی، چې هویت دې د یو څو روپو په مقابل کې وپلوري، یا دې د یوې لوټې غوړیو، وړو او الوګانو په مقابل کې. دا هرڅه لوږه کوي، دا هره څه وږی نس او وږی اولاد کوي، دا هرڅه د له لوږې له ویرې چې (ګوندي ژوند له لاسه ورنکړي) او د دې هرڅه زېږنده جګړه ده. د جګړې ښکېل اړخونه دي، هغوی دې چې په باطل دي او بیا هم جګړه کوي، هغوی دې چې د نورو د ګټو لپاره جنګ کوي، وسله واله مبارزه مخته وړي؛ خو د دین او عقیدې د ایډیالوژۍ په عنوان!

که جنګ نه وی، کونډه به نه وای، یتیم به نه وای، معیوب به نه وای. لوږه به نه وای، غلا به نه وای، وژنې به نه وای. سوال به نه وای. اختطاف به نه وای. هدیرې به تر ښارونو را رسېدی!!