با الاخره تر یوه اوږده ځنډ وروسته، د افغانستان پر وخت نن سهار او د امریکا پر وخت د شپې ۹ بجې ډونالډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا سټراتیژي په هغه پوځي هډه کې اعلام کړه، چیرته چې هغه امریکایي پوځیان ښخ شوي دي، چې د افغانستان په روانه ۱۶ کلنه جګړه کې وژل شوي دي، هغه تګلاره چې په اړه یې په افغانستان سېمه او نړۍ کې ډېری شکونو او تردیداتو شتون درلود:
د افغانستان لپاره په دې سټراتیژۍ کې مهم شپږ ټکي دا و: ۱ــ له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو ایستلو لپاره زماني جدول ته اړتیا نشته؛ بلکې شرایطو او حالاتو په کتو به خپل پوځیان ستانه کړي، یعنې هدف دا چې تر کوم وخته په افغانستان کې تروریستي او اورپکې ډلې وي، تر هغې به امریکایي پوځی حضور دلته وي؛ ترڅو دا ډلې وځپي.
۲ــ نه یوازې دا چې امریکایي پوځیان به افغانستان کې تروریستان او سخت دریځي په نښه کوي؛ بلکې د
دې ترڅنګ به په افغانستان کې ( Criminal group) یعنې د مجرمانو ګروپ هم په نښه کوي، چې ددې نامه لاندې ګڼ تعبیرات پراته دي، مثلاً مفسدین...
۳ــ تر ډېره به په افغانستان کې د امریکا تمرکز په( Economic Section)، (Diplomatic
Section او (Military range or Militarism) په دغه درې واړو برخو وي؛ خو لومړنۍ او
دویمې برخې ته فوق العاده ارزښت ورکول دي او پّ خبرو کې یې واضح د سولې پیغام و.
۴ــ پر پاکستان د ډېر فشار راوړل؛ نه یوازې دا چې دا هېواد به تروریستانو ته په خپله خاوره کې ځای نه ورکوي او نورو هېوادونو ته به یې د جګړې لپاره نه لېږي؛ بلکې په خپله خاوره کې به یې پټنځایونه او خوندي مراکز هم له منځه وړي، په دې برخه کې ټرمپ ډېر جدي دی، له دې وړاندې په ديپلوماتیکه بڼه او یا د ګوتڅنډنې په توګه پاکستان دا ډول خبرې شوې وې؛ خو دا لومړی ځل دی چې یو رییس جمهور د پاکستان پر وړاندې دا ډول دریځ لري او په یوه مهمه بیانیه کې یې وایي.
۵ــ په جدي ډول له افغان حکومت څخه د اصلاحاتو غوښتنه او په دولت سازسۍ، یا ملت جوړونه کې د
امریکا نه مداخله؛ خو افغان دولت به د پام وړ سمون راولي په خپل هر اړخیز جوړښت کې.
۶ــ چې دا تر ټولو جالبه او نوې خبره وه، د ټرمپ په تګلاره کې، هغه د هند څخه مننه کول او ستایل یې
چې په افغانستان کې یې میلیاردونه ډالزه پانګونه کړې ده او له ټرمپ له هند څخه د خپل یو ملګري په
توګه دا غوښتنه ورڅخه وکړه، چې په افغانستان کې؛ د لا ډېرې اقتصادي او رغنیزې پانګونې ورخوا نظامي برخه کې هم مرسته وکړي، مثلاً د الوتکو او نورو وسایلو ورکول.
وروستي