د هندوستان د (پونې) ښار په اړه عجيب او هېښښنده خبر

روهي (څلور نۍ/۹ د غبرګولي)، پونه د هندوستان په مهراشترا ايالت کې له ممبۍ وروسته دويم لوی غټ ښار دی، چې د نفوس شمېر يې ورځ تر بلې ډېرېدو دی.

د پونې ښار په اړه جلب خبر دا دی، چې په اوس وخت کې يې د موټرو او او موټرسايکلو شمېر له انسان څخه لوړ شوی دی. دولتي نوي راپورنه ښيي، چې پونه اوس مهال 36.2 لکه موټرونه او د وګړو شمېر يې 35 لکه دي.

په پونه ښار کې د ټرانسپورټ مسوولين وايي، چې د موټرونو په شمېر کې 9.57 سلنه لوړوالی د 2017 او 2018 کالونو په منځ کې راغلی دی.

هندوستان د نړۍ د نفوس ترټولو دويم لوی هېواد دی، چې د نفوس مخ پر وړاندې تېزه تلنه په کې د حکومت پر وړاندې جدي خنډونه رامنځ ته کړي دي.