غزل

بس دی یاره ظلم مه کوه ما خپل که
خدای لپاره لونګین سره مې مل که

چې مدام دې بس د مخ په ننداره یم
یاره ګل مې د رخسار یا د وربل که

هر عاشق دې د الفت سندرې وایی
زه لایق یم نوم مې ټولو کې اول که

ووځي نیغ له ځیګر ستا د نظر غشي
دا خونخواره څه خونخوار غوندې کتل که

ای په دار مې کړه شهید مې کړه په مینه
را تر غاړې د وریښمینو زلفو ول که