ماتوڅانګوته :

ملتيار جنوبي پښتونخوا
ارادې دي څومره لوړي ، لکه څوکي د پامير دي
تراوه دريابه هاخوا،ستافردېس نظرسپين غردی
هريوعزم دي روڼ ستوری،توروشپوته پيامبردی
خوږدميني پيوستون دي،لوی تسل دلر اوبر دی

لوی جهان دښکلاګانو،تادخيال په موټ ودان کړ
ځکه ماته اسرا فېل کړه ، لوشپېلۍ دبدر نګونو
دنفرت ديوان دي اېل کړل،ډيردميني په ځنځيرکي
تل د لمر په اوبو مينځې ،خيرن زړونه د وختونو
دهرګِيت په سُراوتال کي،ستادخوږ ږ غ انګازه ده
و هر ترنګ ته دخيالونو، يوه راتلوکې ګوِيتا يي
ماتوڅانګو ته تا ايښي ، د اروا ټينګ پيوندونه
د هر ګل پر مخ په او ښکو ، د شبنم نرۍ ژړا يي
دسپوږ مۍ پرسپين کاغذدي،ديادونوانځورپروت دی
ددې هرزړګي په تل کي ،درڼاښکلی خو ځښت يي
دنېټليک زريني کرښي،ستاله نومه سِنګار غواړي
ته شمله يي دوياړونو،ته څښتن دلوی ارزښت يي
دارمان سپينکی مارغه دي ،پاس په شنه اسمان کي ګرځي
ګوره کوم پيغام به راوړي ،ستړو- ستړو پرګنوته
ته حبيب يي د وير جنو ، ته حبيب يي د خوږ منو
دکامران ژوندون اميد يي ،په درد- درد ډکوسينوته

 
a.millatyar@gmail.com
تليفون 0092 33333 1 53 54