ملتيار : جنوبي پښتونخوا
چـــي دغاټـــول اودر يــــدي غونــــدي راورسيـــــدې
خوږه وږمه شوې ، دسپرلي غونـــدي راورسيدې
لکه نــــــــظــــر دشــــــنوخالـــــــــو،اوانــــــــنګوپـــرلاره
د يارتـــــرسترګــوسلايـــــي غونـــــدي راورسيـــدې
چي مي يوعُمرانــــتظار پــــه هرنــــــوبت کــــي وکــــــړ
دعشق خمار تــه بــــياساقـي غونــــــدي راورسيدې
پــــــه دروغــــــجن تـــــسل دي لاردزړه غلـــطه نـــــکړه
غمه نــــــن بيا دبرايـــــي غــــونـــــدي راورسيــــــــــدې
چي مي دشپوڅانګي،دژوندپر پُولوشولې وچـــي
په داسي وخت کي تـــه مالي غوندي راورسيــــدې
بيالکه اېـــــښمه دسپرلي په مستو مستوڅاڅکـو
تر وچو شونـــــډوسِراحــــــي غونـــدي راورسيــــدې
تـــاچــي لمن پـــــه مُحـــــــبت دکــــــوم سـړي ونــــــيول
نـــــن پــــه هغـه پسي سړي غونــــــدي راورسيـــــدې
چي دي سوړ زړه دعشق په سترواوربټيو تــودشو
دسترګو جنګ ته نن (ميري) غونـدي راورسيدې
رقــــــيبه ماچـــي دګلـــــرنګه جانــــان نــوم واخيستـو
ته يي وڅنګ ته داځــغي غونـــــــــــدي راورسيـــدې
ته خو دميني په وجـــــودکي تــرخپـــل زړه راتېروې
تــــه ولــي داسي دپـــــردي غـــونــــــدي راورسيدې؟
چي دي ګـــر يوان اولمـــن څيــري ملتـــياره شونـــن
د يــار تــــــرکـــوره لــيونــــي غونـــــدي راورسيـــــدې
وروستي