
د افغانستان لوی دښمن پاکستان د تل لپاره په دې هڅه کې دی چې څنګه له بیلابیلو ستراتیژیو کټه پورته کړي تر څو دا هیواد په هر لحاظ دوي ته محتاج وي. د تاریخ په اوږدو کې مې داسې کرښې نه دې لوستې او نه مې له مشرانو اوریدلی چې دې هیواد دې زمونږ او ستاسې سره کومه ښېګڼه کړې وي.
ددې هیواد دوه مخه مشرانو تل هڅه کړې چې په هر شکل وي دوي افغانستان ته شر ورسوي او په همدې شر کې خپل ځان ته ګټې پیدا کړي او یواځې یې پنجابیان له اسانتیاوو برخمن شي. زمونږ او ستاسې په هیواد کې که هره کوچنۍ یا لویه بدمرغي ده، که تیره ورځ وه یا نن او په راتلونکي کې به ورسره مخ کیږو حتمي به ددې هیواد لاس په کې وي.
دې هیواد نه یواځې اوس؛ بلکې هاغه د روسیې د یرغل پر وخت ددې لپاره د امریکا پر مټ د افغانانو سره شومې مرستې کولې تر څو روسیې ځواکونه مخکې له دې چې پاکستان ته واوړي او له همغه ځایه نورې نړۍ ته ورسیږي وړاندې یې له دې یې د افغانانو پر مټ له منځه یوسي. دوي به له امریکا څخه بیلابیلې مرستې ددې لپاره ترلاسه کولې چې تر څو د خوار افغانانو په وسیله روسیې ته ماتې ورکړي، تر ډیره مې له دې خبرې هدف دادې چې دې هیواد د روسیې سره په ښکاره دښمني کوله، خو توپیر یې دا وو چې د پنجابي پر ځای یې افغانان ورسره جنګول او په سلګونه ځوانانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
بیا وروسته کله چې امریکا غوښتل په یوه بهانه د افغانستان پر خاوره برید وکړي زمونږ او ستاسې دې لوی دښمن ورته هوايي هډې ورکړې چې له پاکستان څخه به هوايي جیټ راتله او دلته به یې بیلابیل افغانان وژل او بلاخره ددوي په مرسته یې په افغانستان کې هډې جوړې کړې. د پاکستان له لارې یې زیات شمیر فوځي تجهیزات راوړل افغانستان ته او بلاخره مونږ او تاسې د پاکستان د دوکې له کبله د یوې نړیوالې لوبې ښکار شو چې تر ننه په کې هره ورځ په سلګونه ځوانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
نن چې د غربیانو سراتیژي ددوي لپاره تغیر وکړ او دوي نور نه شي کولی خپلې ګټې ددوي په وجود کې ترلاسه کړي دداسې یوه بلاک ملګرتیا یې پیل کړې چې یوه وخت یې د همدغه بلاک د ماتولو هڅې کولی او که ووایم چې د همدې بلاک په ماتې کې ددوي رول په سلو کې ۸۰ سلنه وو.
همدغه پنجابیان وو چې د امریکا په همکاري یې د افغانانو پر مټ روسیې ته ماتې ورکړه، له دې وروسته چې د امریکا ولسمشر په یوه ټویټ کې پر پاکستان تور ولګاوه چې په تېرو ۱۵ کلونو کې له ترورېزم سره د مبارزې په نوم له امریکا نه ۳۳ میلیارده ډالر اخیستي، خو په بدل کې يې ورته دروغ ويلي دي. او ځینې نور فشارونه یې پر پاکستان راوستل، دوي اوس دداسې یوه چا ملګرتیا ته زړه ښه کړی چې دوی یې یو وخت پر وړاندې تر ټولو لوی رقیب وو.
اوس غواړي ددې له لارې د روسیې په پلانونو کې چې یواځې د ګران افغانستان په زیان دي مرسته وکړي او خپل وجود روغ او ثابت وساتي.
زه داسې نه وایم چې اوس امریکا غواړي چې په رښتونې مانا زمونږ او ستاسې هیواد ته کار وکړي مګر د پاکستان سره یې د لانجې او فشار علت دا دې چې نور امریکا غواړي چې له پاکستان څخه د خپلو ګټو په هدف لا زیاته ګټه پورته کړي.
نو د همدې له امله پاکستان نور خپل وجود په خطر کې ولید، دوي په دې پوهیدل چې د خپل نړیوال ملګری چین چې په پاکستان کې یې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت پروژې تر کار لاندې دي له لاسه ورکوي او په همدې ډول دوي په دې پوهیدل چې نور پاکستان په خپله د غیر مسؤله وسلوالو پر مرکز بدلیږي، داسې وسلوال چې امکان یې ددې وو چې په خپله پاکستاني دولتي اشخاص په نښه کړي او نور به بیا نه شي کولی چې په افغانستان کې خپل شوم اهداف تعقیب کړي، نو ددې لپاره یې د روسیې سره د اړیکو پر ښه کولو غور وکړ او بلاخره تراوسه زیات شمیر روسيي چارواکو پاکستان ته سفرونه وکړل او د بیلابیلو همکارویو تړونونه یې سره لاسلیک کړل.
اوس هم ځينې افغانان داسې انګیري چې ګواکې اوس هم د امریکا او پاکستان تر منځ وروستۍ خبرې د نړۍ غولولو لوبه روانه ده بلکې داسې نه ده، اوس دا هیواد په رښتوني ډول د یوه لوی چیلنج سره مخ دی. او دا زه نه وایم دا پخپله د پاکستان دولتي چارواکي وايي. دا هیواد اوس غواړي د داسې هیوادونو سره اړیکې ورغوي چې د امریکا سره یې اړیکې چندانې ښې نه وي.
په دې وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف رویټرز ته په مرکه کې ویلي وو چې د هېواد په وروستیو اویا کلونو کې یې دا تاریخي تېروتنه کړې چې سل په سلوکې یې پر غرب تکیه کړې وه.
نوموړي ویلي، اوس غواړي چې د چین، روسیې او ترکیې په څېر هېوادونو سره مشارکت جوړ کړي، ددې تر څنګ د تیر کال د کب په میاشت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د یوه جګپوړي دیرش کسیز پلاوي په ملتیا په یو لړ مساېلو د خبرو لپاره د پاکستان په درې ورځني سفر د دې هېواد پلازمېنې اسلاماباد ته لاړ وو چې په بیلابیلو موضوعاتو یې سره خبرې درلودې.
نو په ټوله مانا دا هغه هیوادونه دي چې په بشپړ ډول له امریکا سره د نظر اختلاف لري اوس پاکستان غواړي ددې لارې د خپل هیواد ګټې خوندي کړي، او لا هم د افغانانو پر وړاندې خپل شوم پلانونه پر مخ یوسي.
په پورتنیو هیوادونو کې ایران، چین او روسیه هغه هیوادونه دي چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د افغانستان په ناامني کې لاس لري او هر وخت افغان دولت سره له شواهدو دوي په دې تورن کړي چې ددوي نیت د افغانانو د باثباته ژوند لپاره نه دې ښه، او غواړي چې دا دردمند اولس لا ودردوي.
په وروستیو کې داسې ویلې شو چې پاکستان که هر لوري ته ووسي هڅه یې دا ده چې څنګه په افغانستان کې خپله شومه مداخله دوامداره وساتي او دا اولس لا د ستونزو او ننګونو سره مخ کړي، مګر دوي دې اوس په دې خبر وي چې اوس په رښتونې مانا د یوې نړېوالي خطرناکې لوبې د ښکار کیدو په حال کې دي او اوس دوي په تاریخ کې په لومړي ځل د یوه لوي بلاک دښمني پیل کړې. او په دوي داسې حالت راروان دی چې د افغانانو څخه به سل چنده بدتر وي ځکه چې دوي په نړۍ کې له هیڅ هیواد سره هم بغیر له شومو اهدافو نیکې اړیکې نه دي ساتلې.
که ووایو چې ولی چین؟
مګر چین هم تاسې ولیدل چې ددوي نیت له درک کولو وروسته یې د هند له دولت سره بیلابیل سفرونه درلودل او چین او هند دې نتیجې ته رسیدلي چې په کډه به په افغانستان کې پرمختیايي پروژې پر وړي چې دا د پاکستان لپاره بل تر ټولو بد د خطر زنګ دی.