د بیان ازادي

که طالبانو پسې څه ولیکي نو بیا یې چمچې د مرګ اخطارونه درکوې. که لنډغرو پسې څه ولیکې بیا له دې نورو چیتو او چمبولو نه خلاصیږي. که حزب اسلامي پسې څه ولیکي بیا نو له حزیبیانو نه خلاصیږي. که د دین په اړه دې څه ولیکل بیا نو ملحد یې، که د ښځو د حقوقو په اړه لیکنه وکړي بیا نو درته وایې چې د غرب تر تأثیر لاندې راغلی یې او داسې نور.........

د بیان ازادی د یوه انسان حق دی! هر څوک حق لري د یوې موضوع په اړه خپل نظر څرګند کړي خو له بده مرغه چې زمونږ هیوادوال دا ازادي نه لري. زمونږ ټولنه تراوسه پورې د جهالت په تورو تیارو کې ورکه ده.

دا خو لا پریږده چې یو څوک په شفاهي ډول خپل نظر څرګند کړي بلکې په لیکلي ډول یې هم نشې څرګندولای. ځکه چې که په ملاتړ یې غږیږې نو مرحبا او که په مخالفت یې غږیږي بیا نو کفن له ځان سره ګرځوه.

دا ازادي چې مونږ یې نن نه لرو د نړۍ په پرمختللو هیوادونو کې انسانانو ۱۰۰ کاله پخوا نه درلوده خو نن ورځ یې لري. هغه ازادي چې دوی یې نن لري مونږ به یې ۱۰۰ کاله وروسته هم ونلرو.

لامل یې دا ده چې مونږ د خپل ځان او د خپل ګروپ په اړه د انتقاد او نیوکې تحمل نلرو او دا حالت زمونږ او ستاسې په ستره ناپوهۍ دلالت کوي.

په پیشرفته هیوادونو کې هر شخص دا وړتیا لري تر څو د یوې موضوع په اړه خپل نظر څرګند کړي خو په افغانستان کې بیا هیڅوک دا حق نه لري تر څو خپل نظر څرګند کړي.