
په سویډن کې یو پاکستانی د خوراکي موادو له یوه شرکت سره کار کاوه او په رخصتۍ باندې اسلام اباد ته تللی وه. د رخصتۍ په جریان کې یې پښه ماته شوه.
نو کله چې د سويډن دولت پرې خبر شو نو سمدلاسه یې له سويډن ځینې پاکستان ته د ډاکټرانو یوه ۳ کسیزه ډله ورولیږله تر څو د هغه تداوی وکړي. هلته (پاکستان) کې یې د سويډني ډاکټرانو پر مټ تر تداوی لاندې ونیو خو یوه ورځ وروسته یې پلان ونیوه چې نوموړی باید سويډن ته واستوي تر څو په سويډن کې یې تر تداوی لاندې ونیسي.
نو له پلان سره سم کله چې نوموړی هوایي ډګر ته راورسید نو سمدلاسه یې روغتون ته انتقال کړ. او له روغتون ځینې وروسته یې د رغتون په موټر کې خپل کور ته انتقال کړ. او اوس په کور کې د دولت له لوري د هغه په کور کې یو کس مقرر دی تر څو د هغه د کور کارونه سرته ورسوي.
د سويډن دولت له نوموړي پاکستاني سره ځکه دومر کته او پورته شو چې هغه د سويډن تابیعت او سویدیش ګرځندپاڼه (پاسپورټ) درلود.
اوس نو راشه چې د خپلو هیوادوالو حال درته بیان کړم.
نن یې کندهار کې ۱۶ افغانان شهیدان کړل. دا دوه ورځې وړاندې یې په ننګرهار کې یو شمیر افغانان شهیدان. او همداسې که په دې تیر وخت باندې نظر واچوو نو هر ورځ وژل کیږو.
نور له دې غندنو مندنو هم څه شی نه جوړیږي. که راویښ نشو نو تل تر تله به مو په خپل کور کې وژني.
د یو پاکستاني د ویني ارزښت ته فکر وکړئ او بیا زمونږ د هیوادوالو د وینې ارزښت ته فکر وکړئ چې څومره ارزښت لري.
نن یې ۱۶ افغانان ووژل سبا بیا د دې انتظار باسو چې یو ۲۰ نور هم ووژني.
پرون یې هم وژلې یو، نن مو هم وژني او که داسې خپلې وینې ته په کم نظر وګورو نو راتلونکي کې مو هم وژنې.