پخوانی لوی امنيتي مرستيال جنرال مراد علي مراد وپېژنئ

پخوانی لوی امنيتي مرستيال جنرال مراد علي مراد وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
زوه کړوه:
مراد علي مراد په ۱۳۳۸ لمريز کال کې د غور ولايت د (لعل ا و سرجنګل ولسوالۍ) په (رِشک) نومي کلي کې زېږدلی دی. جنرال مراد په قومي ډول هزاره او مذهب يې شيعه دی، يانې د افغانستان د هزاره شيعه ګانو څخه دی.

زده کړې:
مراد علي مراد د ښوونځي دورې لومړنۍ زده کړې په خپل کلي تر سره کړې. نوموړي د ښوونځي د دورې د منځنيو او ثانوي زده کړو لپاره کابل ته راغی او د ابن سينا له عالي لېسې څخه يې د دولسم ټولګي شهادت پاڼه تر لاسه کړه.

د دولسم ټولکي له فارغت وروسته مراد علي د کابل په پوځي (حربي) پوهنتون کې شامل شو او په ۱۳۵۸ ل کال کې چې روسان تازه افغانستان ته راغلي وو، له پوهنتون څخه يې د ليسناس سند تر لاسه کړ. ويل کيږي، چې جنرال مراد علي مراد په دې ورستيو کې په کابل کې د (دنيا) په نوم د خصوصي زده کړو له يوې موسېسې څخه د حقوقو په برخه کې د ماسټرۍ سند هم تر لاسه کړی دی.

دندې:
مراد علي مراد، خپل ليسناس د توپچي په برخه کې د کابل له پوځي پوهنتون څخه تر لاسه کړل او له فارغت وروسته د افغانستان د وخت په پوځ کې په دنده وټاکل شو.

- په ۱۳۵۸ ل کال کې چې په افغانستان کې خلق ديموکراتيک ګوند واکمن نوموړی په (۲۳۳) قطعه کې د دويم بريدمن په پوځي رتبه کې په دنده وټاکل شو.

- په ۱۳۵۸ کال کې يې لومړي بريدمن ته ارتقاع وکړه او ۲۰ فرقه کې دنده ورکړل شوه

- په ۱۳۶۴ کال کې په ۲۹ کنډک کې د جګړنۍ رتبې ته ورسېد

- په ۱۳۶۹ ل کال کې د ډګرمنۍ په رتبه کې د هرات د ۵۲۰ لوا د کشف امر شو

- په ۱۳۸۱ لمريز کال چې د امريکا په ملاتړ په افغانستان کې نوې اداره د حامدکرزي په مشرۍ رامنځ ته شوه، د سياسي مصلحتونو په اساس د نورو ډېری امتيازونو ترڅنګ، مراد علي مراد ته هم د جنرالۍ پوځي رتبه ورکړل شوه او د ۳۴ فرقې د امر په توګه مقرر شو.

- په ۱۳۸۴ ز کال کې د سويلي زون د ۲۰۳ تندر قول اردو د مرستيال په توګه وټاکل شو

- په ۱۳۸۶ کال کې د شمالي ختيځ زون د شاهين قول اردو قومندان شو او تورن جنرالي هم ورکړل شوه

- په ۱۳۸۹ کال کې د ډګرجنرالۍ په اخېستلو د ټولو ځمکني ځواکونو قومندان وټاکل شو

- په ۱۳۹۶ ل کال کې د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني له خوا ستر جنرالي ورکړل شوه او په همدې سره د کورنيو چارو وزارت د لوی امنيتي مرستيال په توګه مقرر شو. مراد علي مراد د خپل ماموريت او دندې په دوره کې ځينې ولايتي سفرونه هم درلودل، چې بريالي ګڼل شوي.

دوه کاله وړاندې چې کله کندز د طالبانو په لاس سقوط وکړ، نو مرکزي حکومت د جنرال مراد علي مراد په مشرۍ پلاوی کندز ته ولېږو، ترڅو وضعيت کنټرول کړي او کندز بېرته ترلاسه کړي.

په غرني کې د پښتنو او هزاره ګانو ترمنځ د ځمکو او اوبو د ستونزو د حل په پار مرکزي حکومت مراد علي مراد ياد ولايت ته ولېږو، چې پرېکړې يې د ډېری پښتنو د مخالفت سره مخ شوې او نوموړی يې د خپل قوم په پلاوی او يو طرفه قضاوت او پرېکړه تورن کړ.

جنرال مراد علي مراد همدا ډول د وردګ ميدان په بهسود او نور ولسواليو کې د کوچيانو او ځاي هزاره ګانو ترمنځ په بې انصافۍ ياديږي او ويل کيږي، چې ډېری وخت يې د هزاره قوم تله په دې خبره درنده اچوله، چې په تېر کې دغه قوم محروم وو.

کله چې ولسمشر غني جنذال مراد علي مراد د کورنيو چارو وزارت د لوی امنيتي مرستيال په توګه مقرر کړ، نو نوموړي د ندې په اړه شکايتونه او د دندې په بې پامي اختيار کړه، چې دوه ورځې وړاندې د ولسمشر په حکم نوموړی له دندې ګوښه او پرځای محمد اختر ابراهيمي د کورنيو چارو وزارت د لوی امنيتي مرستيال په توګه وټاکل شو.

په جنرال مراد علي مراد بله نېوکه دا ده، چې تر کومې ورځې چې په دنده کې وو، نو د حکومت، پوليسو او کورنيو چارو وزارت په اړه يې هېڅ ډول شکايت نه درلود، خو د دندې په پرېښود يې په لسګونه خبرې راپيدا کړې، د کورنيو چارو وزارت په رهبرۍ او د پوليسو په وړتيا يې نيوکې وکړې، داسې ستونزې يې رابرسېره کړې، چې دندې په وخت کې ورڅخه هېرې وې!