د پاکستان پارلمان قبايلي سيمې (فاټا) له خيبرپښتونخوا سره يو ځای کړې

روهي (پنځه نۍ/۳ د غبرګولي)، د پاکستان پارلمان نن ورځ يو قانون تصويب کړ، چې په پايله کې به قبايلي سيمې (فاټا) د خيبرپښتونخوا ايالت سره يوځای شي.

له خيبر پښتنوخوا سره د قبايلي سيمو د يوځای کولو طرحه د پاکستان د قانون او انصاف وزير محمود بشير وړاندېز کړې وه، چې د پارلمان غړو په غوڅ اکثريت سره نن ورځ تصويب کړه.

د ازادۍ راډيو د راپور له مخې د خيبر پښتونخوا سره د قبايلي سيمو د يوځای کېدو په اړه په پارلمان کې ۲۲۹ موافقې او يوازې يوه مخالفه رايه کارول شوې وه.

د فاټا د يوازې کېدو له طرحې سره د مولانا فضل‌الرحمن په مشرۍ جمعیت‌العلماء اسلام او د محمود خان اڅکزي په مشرۍ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخالف دي او په همدې اساس يې غړو په پارلمان کې ګډون نه وو کړی.

لومړي وزير شاهد خاقان عباسي او سياسي مشر عمران د پارلمان د نننۍ پرېکړې ملاتړ کړی او دا يې يوه تاريخي پرېکړه بللي.