د فوټبال مختلف ډولونه او اصول يې
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
۱- د فوټبال پېژنده: فوټبال د ډليزو لوبو له ډلې څخه سخته او انرژۍ غوښتونکې لوبه ده. د فوټبال له نوم څخه څرګنديږي چې پنډوسکی يا ټوپ د پېښې په وسيله وهل کيږي، چې موخې ته رسېدل يا (ګول) کول په کې هڅه وي.
په نړيوال او ډېر مشهور ډول دغه لوبې ته د فوټبال نوم اخېستل کيږي، خو د نړۍ په يو شمېر نور هېوادونو کې فوټبال ته د soccer نوم هم کارول کيږي.
۲- د فوټبال ځيني عنصر:
- فوټبال ډليزه لوبه ده
- فوټبال د دوو ټيمونو يا ډولو ترمنځ کيږي
- د فوټبال په يوې لوبډله کې له ۱۱ څخه تر ۱۸ پوري لوبغاړي برخه اخلي
- د فوټبال لپاره سيمه او ډګر ځانګړی شوی او څرګند وي
- لوبغاړي د فوټبال لوبې په ترڅ کې يوازې خپل وجود ته حرکت ورکوي، د لاسونو په وسيله لمس نه شي کولی
۳- ځيني پخواني اصول:
- د کمبرېج اصول Cambridge rules - په ۱۸۴۸ ز کال کې د (Eton, Harrow, Rugby) په نوم د فوټبال ټولنې د لندن په کمبرېج پوهنتون کې سره راټولې شوې او دغه لوبې ته يې يو شمېر ځانګړي اصول وټاکل چې وروسته د (کمبرېج اصولو) په نوم ونومول شول.
د کمبرېج د اصول مطابق د لوبې په ترڅ کې لوبغاړو کولی شول، چې د مخالف لوبغاړي له پښو څخه په مستقيم ډول په لاسونو سره هم توپ پورته کړي، خو په دې کار سره (اف سايډ) رامنځ ته کيږي، او د ازادې توپ وهنې چانس پيدا کيږي.
په خپل وخت کې د فوټبال لپاره د کمرېج رول ډېر د اغېز او عمل وړ وو، خو په اوسني وخت کې دغه اصول په مکمل ډول له منځه تللي دي.
- د شفليد اصول Sheffield rules: په ۱۸۵۷ ز کال کې د انګلستان په شفليد ښار کې د (شفليد فوټبال کلب Sheffield Football Club) په نوم سره ټولنه رامنځ ته شوه. د فوټبال دغه اتحاديې د لوبې لپاره دغه اصول ( free kicks, corner kicks, handball, throw-ins and the crossbar) رامنځ ته کړل، چې له کم وخت وروسته د (شفليد فوټبال کلب) د فوټبال مسلطه اتحاديه وګڼل شوه.
- د اسټراليا اصول Australian rules: د ۱۹ مې پيړۍ په لومړۍ نيمي کې د فوټبال لوبه په اسټراليا کې رامنځ ته او دود شوه. هلته د فوټبال په منځ ته راتګ سره د همدې لوبې لپاره په ۱۸۵۸ ز کال اصول جوړ شول چې د اسټراليا اصول د اصولو په نوم ياديږي.
د اسټراليا اصول:
- نښه Mark: د اسټراليا د فوټبال په اصولو کې مارک هغه مهارت دی، چې يو لوبغاړی په ډېر څرګند ډول سره هغه وهل شوی توپ چې ۱۵ مېتره مزل يې کړی وي؛ نيسي، خو په هغه صورت کې چې په دې ۱۵ مېتره واټن کې بل څوګ ورسره نه وي ټچ شوي.
- په خپلواکه توګه وهل free kick: د اسټراليا په فوټبال کې بل مهارت په خپلواکه توګه وهل دي. دغه امتياز هغه لوبغاړي ته ورکول کيږي، چې د مخالف ټيم د لوبغاړې ترڅنګ وي، خو په هغه صورت کې چې د مخالف ټيم لوبغاړی د لوبې له اصولو څخه کوم يو اصل مات کړي.
۴- د فوټبال ځيني ډولونه:
- امرکايی فوټبال Gridiron football: د فوټبال دغه لوبه په امريکا او کاناډا کې د شهرت وړ ده. په دغه لوبه کې يو ډله (ټيم) يوولس لوبغاړي لري. د Gridiron فوټبال لپاره کاناډايی اصل کې د يوولسو لوبغاړو پر ځای ۱۲ لوبغاړي برخه اخلي. د يادونې وړ ده، چې د يوولسو لوبغاړو فارمټ او امريکايی ډول يې په نړيوال کچه مشهور او د تر سره کېدو وړ دی.
- اسټراليایی فوټبال: دغه فوټبال له امريکايي او کاناډايي فوټبال سره توپير لري، دوه ټيمونه په کې لوبيږي، چې د هر ټيم د لوبغاړو شمېر اته کسان وي.
- رګ بای Rugby footbal: د فوټبال دغه ډول د امريکايي او اسټراليايی فوټبال سره توپير لري، ځان ته ځانګړي اصول لري او د لوبغاړو شمېر يې له ۱۳ څخه تر ۱۵ کسانو پوري وي.
وروستي