ليونتوب

عجيبه شان ليونتوب و
زه د خپل زړګي د ننه
رنګين شور وم د سندرو
زه هم ساز وم هم ټپه وم
هم آواز او هم نغمه وم
زه نوښت وم د خيالونو
هم يو راګ وم د راګونو
زه مستي وم د سيندونو
هم څپه د دريابونو
عجيبه شان ليونتوب و
زه يو شور وم د سندرو
د مطرب له غيږې لاړم
په هوا شومه ستا خوا ته
د تالونو په وزرو