په پشلمي او روژه ماتي کې دغه څلور (۴) خواړه مه خورئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېپ پاڼې څښتن
د همدې لېکنې په لومړۍ برخه کې مو هغه څلور خواړه درته په ګوته کړي وو، چې د پلشمي او روژه ماتي په وخت کې بايد وخوړل شي، ترڅو د ورځ په ترڅ کې د تندې او لوږۍ څخه تر يو بريده خوندي وی او د وجود مقاومت او غښتلتيا مو پر ځای وي.
په دې لېکنه هغه څلور خواړه درته په ګوته کوو، چې د پلشمي او روژه ماتي په وخت کې يې نه خوړل غوره دي، دا ځکه چې دغه خواړه مو يا اشتهاء سوځي، يا مو د تندې او لوږې سره مخ کوي.
- هغه خواړه چې په پلشمي کې بايد ونه خوړل شي:
۱- مالګين خواړه: مالګين خواړه د وجود اوبه کموي او د تندې لامل کيږي. که چېرې د پلشمي په وخت کې ډېر مالګين خواړه وخوړل شي نو د ورځې په ترڅ کې به تنده احساس کوی او شونې ده چې روژه درباندې سخته تېره شي.
مالګين خواړه په وجود کې د کلسيم کچه ډېروي او يا يې بې ثباته کوي، چې په پايله کې يې سخته تنده رامنځ ته کيږي. له مالګينو خواړه څخه موخه په هر ډول خواړو کې د مالګې ډېر استعمال او يا هم په مالګې کې ککړ شوي خواړه لکه چپس او نور دي.
۲- کافين لرونکی څښاک: د پلشمي په وخت کې په کار نه ده، چې په زياته اندازه کافين لرونکي څښاکونه وڅښل شي. کافين لامل کيږي چې خوب وتښتوي او بې راحتي رامنځ ته کړي. کافي، تېز شين چای او نور کافين لرونکي څښاکونه دي.
- هغه خواړه چې په روژه ماتي کې بايد ونه خوړل شي:
۳- خواږه خواړه: له روژه ماتي وروسته د لوږې په اساس هر کس ښه اشتهاء لري او په ډېر اندازه سره ډوډۍ خوري. که د افطار په وخت کې خواږه خواړه وخوړل شي، نو د لوږې په اساس مېتابولېزم په ډېرې چټکۍ سره پرې تر سره کيږي او د وزن د زياتوالي سبب کيږي.
د وزن له ډېروالي پرته خواږه خواړه په اشتهاء باندې هم داسې اغېز کوي، چې د لږو خواږو په خوړلو سره انسان د مړتيا احساس کوي او نورو خواړو ته يې بيا زړه نه کيږي.
۴- له ساده اوبو بل څه مه څښئ: د روژه ماتې په وخت کې ساده اوبه کولی شي، چې ستاسو تنده ماته کړي او د ډوډۍ لپاره مو اشتهاء پيدا کړي. که چېرې د روژه ماتي په وخت کې د ساده اوبو پرځای پيپسۍ، ديوز، شربتونه، انرژۍ او نور څېزونه وڅښل شی، نو تنده پرې نه ماتيږي، معده درنده وي او اشتهاء مو له منځه وړي.
د روژه ماتي او پلشمي په وخت کې په کار دي، چې روژه نيونکی کس په ډېرې پاملرنې سره د خپلې روغتيا اړوند او ورسره برابر خواړه وخوري. د روژې له لسګونه نورو ګټو څخه يوه ګټه يې دا ده، چې انسان صحتمند ساتي او وجود ته اسراحت ورکوي. خو که چېرې د لوږې او تندې له امله هر شي وخوړل شي، نو ښايي چې په روغتيا بدې اغېزې وکړي.
وروستي