بشار اسد په (سوچي) کې له ولسمشر پوتین سره کتلي

روهي (جمعه/۲۸ د غوايي)، د سوريې ولسمشر بشار اسد روسيې ته تللی او د يا هېواد په سوچي نومي ښار کې يې له ولسمشر پوتين سره د سوريې د امنيتي وضعيت په اړه ناسته کړي.

دواړو مشرانو د سوريې په مهمو برخو کې د داعش او نورو ترهګرو د ځپلو او ماتې وروسته، د سوريې وضعيت د سياسي وړاندې تګ لپاره د ډاډ وړ بللی.

پوتين ويلي، "د سوريې په مهمو برخو کې وسله والو ډلو او ترهکرو خپلې وسلې په ځمکه ايښي او يا هم ځپل شوي دي، چې د چاره د دمشق او نورو سيمو د امن لامل شوې ده. سوريه اوس نوې له جګړې څخه رابهر شوي او د وړاندې تګ په حال کې ده."

د سوريې ولسمشر اسد هيله ښودلي، چې په سوريه کې د امنيتي وضعيت له ښه کېدو وروسته به سياسي بهير او د نړۍ له هېوادونو سره اړيکې غښتلې او ډېپلماټيکې کړي.

سوريه د لسيزو کورني جنګ څخه نوی رابهر شوي هېواد دی، چې ايران او روسيه په کې د واکمن بشار اسد ملاتړ کوي، امريکا او لوېدېځه نړۍ يې بيا له سياستونو سره مخالفه ده.