د ننګرهار پخوانی والي محمد ګلاب منګل وپېژنئ

د ننګرهار پخوانی والي محمد ګلاب منګل وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
زوړکړه او کورنی ژوند:
- محمد ګلاب منګل په ۱۹۵۸ ز کال کې د پکتيا ولايت په لژې منګل ولسوالۍ کې زږېدلی دی او په قومي ډول پښتون او د لويې پکتيا د منګلو قوم څخه دی.

زده کړې:
- محمد ګلاب منګل د ښوونځۍ دورې زده کړې په پکتپا او کابل کې تر سره کړي او د پوهنتون دورې زده کړې يې د کابل پوهنتون ژبو ادابياتو پوهنځۍ کې بشپړې کړې دي.

دندې:
- محمد ګلاب منګل د پوهنتون دورې له زده کړو وروسته په سياسي فعاليتونو کې بوخت شو او د وخت پر نفوذ ګوند (د افغانستان د خلق ديموکراتيک) ګوند کې غړی شو. نوموړی يو څه وخت وروسته د کورنيو چارو وزارت اړوند د پوليسو ليکو ته دننه شو او د ډګروالۍ تر رتبې پورې يې پوځي دندې تر سره کړې.

- نوموړی په ۲۰۰۱ ز کال کې، هېواد ته د امريکا په ملاتړ د نوې ادارې په راتګ سره د پکتيا له ولايت څخه د اساسي قانون د لويې جرګې د غړي په توګه راغی.

- په ۲۰۰۴ ز کال کې منګل د ولسمشر حامد کرزي له خوا د پکتيا د والي په توګه وټاکل شو، چې دوه کاله يې د والي په توګه دنده پر مخ يوړه او په ۲۰۰۶ کې بيا د لغمان د والي په توګه وټاکل شو.

- له لغمان ولايت څخه وروسته محمد ګلاب منګل د هلمند والي په توګه وټاکل شو او دا هغه وخت وو، چې هلمند په لوړه کچه له امنيتي ګواښونو سره مخ وو.

د ولسمشر محمد اشرف غني په لومړيو وختونو د قومونو او قبايلو د وزير په توګه وټاکل شوی.
 
له ۲۰۰۴ څخه ګلاب منګل د مختلفو ولايتونو د والي او د قبايلو د وزير په توګه دنده تر سره کړي، چې وروستی ولايت يې ننګرهار وو. د قومونو او قبايلو وزارت څخه وروسته نوموړی د ننګرهار د والي په توګه وټکل شو، چې روانه اونۍ يې له ياد ولايت څخه استعفا وکړه.

محمد ګلاب منګل د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دورې څخه يو د فعاله او وړ واليانو له جملې څخه شمېرل کيږي. نوموړی د مرکزي حکومتونو څخه ملاتړ کوونکی والي او په همدې اساس يې د حامد کرزي او اوسني ولسمشر محمد اشرف غني سره اړیکې ښې او د دوستنې وې.

که څه هم نوموړی د ولايت په برخه کې نېږدې ۱۴ کاله تجربه لري او په ډېری ولايتونو کې يې د پام وړ لاس ته روړانې هم درلودې. خو نيوکه کوونکي يې وايي، چې منګل په هغه ډول ونه توانېد چې کار وکړي، په کوم ډول چې شرایط ورته مساعد او د مرکزي حکومت ملاتړ ورسره وو.

تېره يکشنبه د غوايي مياشتې په ۲۳ مه نېټه په داسې يو وخت کې د نوموړي د استعفاء خبرونه خپاره شول، چې په ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار د ځانمرګو بريدګر تر حملو لاندې او په مستوفيت ودانۍ کې په لسګونه ووژل شول.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې وويل، چې محمد ګلاب منګل د يو شمېر شخصي مسايلو په اساس له خپلې دندې استعفاء ورکړي، چې يادې ادارې يې هم استعفا ومنله او پر ځای يې حيات االه حيات ياد ولايت ته د والي په توګه ورمعرفي کړ.

محمد ګلاب منګل اوس په کور ناست او څرګنده نه ده، چې د استعفا رېښتنی لامل يې څه وو او په راتلونکو ټاکنو کې به کوم ډول رول لوبوي.