په سلګونه عربانو د اسرائيلو پر ضد د امريکا په شيکاګو کې لاريون وکړ

روهي (پنځه نۍ/۲۷ د غوايي)، د امريکا په شيکاګو ښار کې د منځني ختيځ او نورو عربي هېوادونو په سلګونه عربانو په فلسطينيانو د اسرائيلو ظلمونه وغندل او له نړيوالې ټولنې يې د عدالت غوښتنه وکړه.

لاريون کوونکو د امريکا او اسرائيلو حکومتونو پر وړاندې شعارونه ورکول او بيت المقدس ته يې د امريکا د سفارت د انتقال له پرېکړې سره جدي مخالفت وښوود.

لاريون کوونکي چې ډېر شمېر يې ميرمنې هم وې، له ولسمشر ټرمپ يې غوښتنه وکړه، چې بيت المقدس ته د خپل سفارت د انتقال پرېکړه بېرته واخلي او د فلسطينيانو حقوق په پام کې ونېسي.

له روانې اونۍ راهيسې چې کله امريکا بیت المقدس ته خپل سفارت ولېږدو، نو په غزه کې د فلسطيني قهرجنو لاريون کوونکو او اسرائيلي پوځيانو ترمنځ شخړو کې په سلګونه فلسطينيان ووژل شول او په زرګونه نور ډېر ټپيان شوي دي.