
محمود نظری
غله اوس لري په دنياکې اعتبار
ځکه بیت المال په هغو ساتل کیږي
دلیوانو مخ په ورکیدو دی تبار
ځکه رمې د پسونو په هغو څارل کیږي
جانیان دلته خاوندان دی د بار
ځکه دقضا تله د هغو درنه کیږي
په دنیا کې اوژغوني شوی ګراني
ځکه د خلکوکښتونه په وزو پی کیږي
ګڼدوکپ تر پولیسو دي وېښیار
ځکه خزاني په هغو ژغورل کیږي
سپی وی خاوند ته تل مدام وفادار
ځکه دولتي کارونه په هغو پالل کیږي
اوس له سیاسته جوړه شوی ده وزه
د مخي مبارک له شالنډغر مالومیږي