
روهي (درې نۍ/۲۵ د غوايي)، د هندوستان په مهاراشترا ايالت کې يو هندي کس هغه وخت ځان وژنه وکړه، چې د برېښنا ادارې له خوا ورته د اته کله او پنځوس زره هندي روپيو په ارزښت د برېښنا د خرڅ بيل ولېږل شو.
د بي بي سي د خبر له مخې دغه ۳۶ کلن ځوان جګن نات شیلکی نومېده، چې د مهاراشترا ايالت په اورنګ اباد ولسوالۍ کې يې د سبزۍ د خرڅلاو وړوکی کار - بار درلود.
د جګن نات شیلکی د کورنۍ غړو ويلي، چې نوموړی له ځان وژنې وړاندې يو ليکل ليکلی وو او د خپلې ځان وژنې له امله يې د برېښنا لوړ بېل ښودل چې نوموړی يې د ورکړې توان نه درلود.
دوی بي بي سي مراټي څانګې ته ويلي، چې جګن نات شیلکی څو ځلې د يادو زياتو پيسو په اړه محکمې او د برېښنا شرکت ته تللی، خو چا يې په دې اړه غږ نه دی اورېدلی.
د مهارشترا ايالت د بريښنايي ادارې دغه پېښه تائيد کړې ده او زياتوي، چې جګن نات ته د ۶ زره يونټه برېښنا د مصرف پرځای د ۶۱ زره يو برېښنا د مصرف بېل لېږل شوی وو، چې ستونزه د برېښنا د مېتر د ناسمو ويلو له امله رامنځ ته شوې ده.
د وژل شوي کس د کورنۍ غړي د ځان وژنې ټوله پړه د برېښنا په ادارې اچوي او له حکومت غوښتنه کوي، چې پېښه په جدي ډول وڅېړي.