هغه شپږ خواړه چې ميرمنې يې بايد د مياشتنۍ ناورغۍ (حيض) په دوره کې وخوري

هغه شپږ خواړه چې ميرمنې يې بايد د مياشتنۍ ناورغۍ (حيض) په دوره کې  وخوري
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
په تېره لېکنه کې مو هغه شپږ خواړه درته په ګوته کړل، چې د مياشتنۍ ناروغۍ يا حيض په وخت کې بايد ميرمنې ورڅخه ډډه وکړي. په يادو خواړو کې سره يا غټه غوښه، الکولي څښاکونه، لبنيات، خواږه خواړه، ترخه او ملګين خواړه، هغه څه دي چې د ميرمنو په روغتيايي وضيعت بد او منفي اغېز لري.

په دې لېکنه کې شپږ نور هغه خواړه درته په ګوته کوو، چې د مياشتنۍ ناورغۍ په وخت يې خوړل اړين دي او دغه خواړه مرسته کوي، ترڅو په روغتيايي ډول له ميرمنو سره مرسته کوونکي تمام شي.

۱- ترکاري: ميرمنې د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت کې له ۳۰ څخه بيا تر ۸۰ ملي لېتره پوري وينه او له ۱۵ څخه تر ۲۵ ملي لېتره پورې د وجود ذخېره شوې اوسپنه له لاسه ورکوي. کله چې اوسپنه او وينه له لاسه ورکول کيږي، نو اړينه ده، چې هغه خواړه وخوړل شي، چې په ډېره کچه اوسپنه ولري او ضايع شوې وينه بېرته تر لاسه شي.

د ترکارۍ يا سبزيو له ډلې څخه شنه پالک، ګشنيز او ګندنه هغه خواړه دي، چې اوسپنه لرونکي دي او د بدن ضايع شوې وينه او اوسپنه بېرته خپل حالت ته راوستلی شي.

۲- اوبه: اوبه په ژوند کې يو مهم څښاک دی او له شتون پرته يې ژوند ناشونی دی. اوبه له خواړو سره مساوي رول لارونکې دي، چې د مېتابولېزم په هره مرحله مرسته کوي. د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت کې د اوبو څښاک په معده باندې د عضلو سختوالی له منځه وړي او همدا ډول د ادرار په منځ ته راتګ سره کولی شي، چې د مياشتنۍ ناروغۍ وينې بهرکېدنه اسانه کړي.

۳- مېوې: لکه څه ډول مو چې وړاندې په بله لېکنه کې يادونه کړې وه، چې د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت کې بايد خواږه خوړاه ونه خوړل شي، خو بيا هم په عينې وخت کې وجود خواږو ته اړتيا لري، چې دغه اړتيا بايد له ميوو څخه تر لاسه شي.

نۍ شکر يا ګڼې هغه ميوه ده، چې په پوره اندازه سره خواږه لري او د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت کې دغه ميوه ګټوره تماميږي، ترڅو د وجود د اړتيا وړ خواږه يا ګلوکوز پوره کړي.

همدا ډول کيلې هغه ميوه ده، چې که چېرې ميرمنې د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت د اسهال او نس ناستي ناروغي ولري، نو دغه ميوه يې له نس ناستي ژغوري او د معدې حرکات او د هضم سېسټم منظم او عادي کوي.

۴- زړي او وچه مېوه: له تازه مېوې سره په څنګ کې وچه ميوه هم د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت مثبت اغېز لرونکې ده. وچه مېوه مختلف منرالونه، ويټامېنونه او فېبر لري، چې د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت کې د وجود غښتليتا برابروي.

- چارمغز: د مياشتنې ناروغۍ په وخت کې د چارمغزو خوړل د التهاب او درد مخنيوی کوي. يو شمېر مېرمنې د حيض په دوره کې د التهاب او مېکروبي کېدو له ستونزو او همدا ډول د درد له احساس سره مخ کيږي، چې د چارمغزو خوړل دغه ستونزې له منځه وړي.

- لمرګلی یا افتاب پرست ګل: د دغه ګل زړي د (اي) وېټامين درلودنکي دي، چې د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت کې، د عضلاتو په نرموالي کې مرسته او د ګېډې درد او د فرج عضلاتو کلکوالی له منځه وړي.

۵- چای: د حيض په دوره کې د يو شمېر خامو خوارکونو خوړل او د بدن په وسيله هغې ته تودخه ورکول وجود ته ستونزمنه چاره وي. په داسې وخت کې د چای څښل د وجود عضلې نرمې ساتې او هغه نېکوټين چې په چای کې موجود دي، د تناسلي سېسټم د عضلو سختوالی له منځه وړي.

۶- هغه خوړاه بايد وخوړل شي، چې وينه ډېره وي: دا چې د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت کې وينه ضايع کيږي، نو اړينه ده، چې مېرمنې او د کورنيو غړي ډېر متوجې اوسي، ترڅو ناروغ کس ته هغه خواړه برابر کړي، چې د وينې په غنا کې اغېزمن وي.

د چرګې غوښه، د ماهي غوښه، ځېګر، د هګۍ زيړ، وچې الوچې، لوبيا، کشمش، پالک، خرما او ګازرې هغه خواړه دي، چې د وجود کې د وينې کچه لوړه وي او د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت کې ضايع کېدونکي وينه بېرته له روغتيايي لارو تر لاسه کيږي.