اندونېزيا:په کليساوو باندې د ځانمرګو بريدنو له امله ۹ کسان وژل شوي او ۴۰ ټپيان دي

روهي (يوه نۍ/۲۳ د غوايي)، د اندونېزيا په دويم تر ټولو لوی ښار (سورابایا) کې نن سهار په درېيو کليساوو ځانمرګي برېدونه شوي، چې له امله يې نهه کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپيان دي.

د رويټرز خبري آژانس د خبر له مخې، بريدونه په درېيو عيسوي کليساوو تر سره شوي، چې د مرګ - ژوبلې شمېره يې ۴۹ ښودل شوې ده.

د اندونېزيا د سورابایا ښار پوليسو د پېښو پخلی کړی، سيمه د پوليسو له خوا بند شوي او ټپيان نېږدې روغتونو ته لېږدول شوي دي.

له نننۍ پېښې وروسته پوليسو امر کړی، چې په سورابایا ښار کې ټولې کليساوې بايد نن وتړل شي او د ډوډۍ ورکولو د يو لوی پروګرام يې هم ځنډولی دی.

ويل کيږي، چې بريد داعش ډلې کړی، خو په دې اړه تر اوسه کوم رسمي خبر نه ده خپور شوي او نه هم داعش ډلې د بريد په اړه څه ويلي دي.

اندونېزيا په نړۍ د مسلمانانو تر ټولو ستر اکثريت اسلامي هېواد دی، چې دا ډول پېښې په کې بې مخينې دي.