افغانستان ته، د ډېوې نیازۍ راتګ ګڼ غبرګونونه راپارولي

افغانستان ته، د ډېوې نیازۍ راتګ ګڼ غبرګونونه راپارولي
پر ټولنیزو رسنیو فعاله مېرمن ډېوه نیازۍ له پنځه کلونو وروسته افغانستان ته په داسې حال کې راستانه شوه، چې هغې ته په لسګونه ملاتړي هوايي ډګر ته ورغلي وو او نوموړې ته یې پر ګلانو ښه راغلاست ویلی دی.
 
ډېوه نیازۍ په هندوستان کې له خپل خاوند سره اوسېده او له هغه ځایه یې په افغانستان کې د مېرمنو حقوقو لپاره مبارزه کوله.
 
پر نوموړې تورونه پورې وو، چې دا د خپلو ګټو لپاره، له بهر څخه د افغان مېرمنو لپاره مبارزه کوي، خو نیازۍ دوه ورځې وړاندې په همدې پار په کابل حامد کرزي هوايي ډګر کې "خپل وطن ګل وطن" په لیکلو سره، یو وار بیا عملي مبارزه له خپل هېواده پیل کړه.
 
پر فېسبوک د نوموړې دې جملې خلک په دې وپوهول، چې ډېوه افغانستان ته راغلې . له همدې سره فېسبوک والو د ډېوې په اړه خپل نظرونه خپاره کړل.
 
ځینو فیسوکیانو په ډېوې پسې لیکلي، چې ګواکې دې اسلام او دیني ارزښتونو ته د سپکاوي ډير پوسټونه کړي دي. همدارنګه ویل شوي، چې دې او خاوند یې په هند کې افغان ناروغان تېر وېستلي دي.
 
افغانستان ته په راتګ سره ډېوې نیازۍ وليكل:
"زه دم کړۍ شکر په ګران افغانستان کې یم د ځینو تورونو په اساس نن ټولو ته په جرآت ډاډ ورکوم که هر انسان ته زما له طرفه مالي او ځاني زیان رسېدلی وي رامخ ته دې شي د قانون په رڼا کې کولی شي له ما پوښتنه وکړي زه حاضره یم."
 
په ورته ډول د ډېوې مخالفین کم نه دي، ټولو په همدې تمرکز کړی، چې ډېوې له هنده د افغان ښځو په اړه له حده وتلې خبرې کړې دي، چې په فېسبوک کې یې ځینې د هغو خبرو سکرین شاټونه هم کته او پورته کوي، خو ډېوې ویلي چې ددې په نوم ډيرې نورې اېډیانې هم جوړې دي.
 
بل خوا د دا ډول څرګندونو خلاف بیا ځینو نورو فعالانو د ډېوې پر ملاتړ نظرونه څرګند کړي دي.
 
اجمل درمان لیکلي:
"که غل دی او که مل دی، که په سديزم روږدی دی او که جنسي فقر ځپلی، ټولو د ډيوې شاه نيولي، خپله درنه او د دې سپکه وايې. جالبه دا ده چې هغوی چې د ډيوې مخې ته راغلي و؛ جنسي فقر ځپلي يادوي، په داسې حال کې خپله به يې پخوا د ډيوې په فيسبوکي عسکونو د لايکونو باران ترسره کړی وي.(جنس - فقر)
زه نه ډيوه له نيږدې پيژنم او نه مې ورسره کله خبرې کړي دي، خو زړه مې په دې سوځي چې لا هم يو پښتون بل پښتون/ پښتنه نه شي زغملی."
 
افغانستان ته د ډېوې له راتګ څخه وړاندې ویل کېده، چې دا له ننګرهار ولایت څخه راتلونکې ولسي جرګې ته احتمالي نومانده ده.
 
نجلا نجات صافۍ لیکلي:
‌‌‌‌‌‌"ډیوه نیازۍ یکی از مشهورترین چهره های فیسبوکي دو روز پيش به وطن برګشت وبرای انتخابات ولسي جرګه امادګی میګیرد."
 
تر اوسه پورې نوموړې رسماً څه نه دي ویلي، چې دا راتلونکې ولسې جرګې ته نومانده ده او کنه خو په داسې حساس وخت کې افغانستان ته راتګ یې بې څه نه ښکاري.
 
که څه هم د ډېوې ملاتړي نور هم په زیاتېدو ښکاري، خو بل خوا په فسبوک کې تکړه ـ تکړه فعالانو هم ددې پر ضد لیکلي.
 
د هغو له جملې فیصل ځلاند لیکلي:
" اې جنسي فقیرانو او د ډيوې پتنګانو!
اې خدای مو داسې وشرموه،لکه د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست.
چینجي خو درکې شوي نور هم درکې وشه."
شکرالله طاهري؛ "دا کومه جینۍ چې را روانه ده باید اسلام ته د توهین په تور محاکمه شي!"
 
علاوه له دې د اغلې ډيوې نازۍ پر ملاتړ هم قوي څرګندونې لا روانې دي.
 
عبدالله هوډ وايي:
‌‌‌‌‌‌"ډيوه نیازۍ منځلارې مسلمانه او با استعداده ښځه ده، نه یوازې دا بلکې په احتمالي کاندیدانو کې وړ کاندیده هم ده."
 
بل خوا حبیبې اشنا بیا لیکلي:
"ډیوه نیازۍ مړي ندي کړي.
قتل ندی کړی
په جنګونو کې نه وه ښکیله
جرائت لري، خبرې کوي، او راتلونکې ته ښه پلان لري"
 
د ډېوې نیازۍ له وروستنیو پوسټونو ښکاري، چې د وختونو په پرتله یې نظر بدل دی او افغانستان ته هم له نویو فکرونو سره راغلې. ګوندې تمه یې ولسي جرګې ته بریا وي، خو دا به له وخت مخکې خبره وي.
 
نوموړې ویلي:
"...راځئ زه مو خور تاسې مې وروڼه په ګډه له ننګرهاره د باړې لقب بیرته لیرې کړو پخوانی د علم او اداب زانګو نوم یې تازه کړو."
 
نوموړې تل ویلي، چې افغانستان یوه مردسالاره ټولنه ده. نارینه مېرمنو ته په هغو حقونو نه دي قایل کوم چې اسلام ورکړي. وايي، چې د ژوند په ټولو سختو چارو کې مېرمنه ښکېله وي. په وینا یې، په پښتنه ټولنه کې خو بیا په کورنیو چې له ډول ـ ډول ستونزې سربیره وهل ټکول کېږي هم. دا وايي څنګه چې د نورو حقونو دي، مېرمنو ته دې هم ورته حقونه ورکړل شي.