دزخم چنجي ( mayasis/maggots)

دزخم چنجي ( mayasis/maggots)
د مایاسز نوم دلمړي ځل لپاره د یو عالم په واسطه چې فریډ ریک ویلیم هوپ نومیده په کال ۱۹۸۴م کې دیوې ناروغۍ لپاره چې د دوه وزرلرونکو خزنده د لاروا له امله مینځ ته راتله او نورو دې ډول حالاتو سره یې فرق درلود کېښودل شو.

نوموړی عالم په جامیکا کې څو پېښې تر څیړنې لاندې نیولي وې، کومې چې د نا معلومې لاروا له امله مینځ ته راغلې وې له ناروغانو یې یو تن خپل ژوند هم دلاسه ورکړ.

که څه هم د مایاسز لغات په ۱۹۸۴ م کال کې استعمال شو خو ددې ناروغۍ پېښې له پخوا نه مو جو دې وې.
د (King charles1x & Henry111) پوهنتونونو د جراحۍ شف (Ambroise pare) په دې پوهیده، چې ماګوټ یا د مچانو لاروا خلاص زخمونو ککړ کولای شي.

دا ناروغي په استرالیا کې چېر ته چې میږې زیاتې ساتل کیږي ډیره ده او هر کال یې په مخنیوي کې ۱۷۰ میلونه ډالر لګول کیږي.

همداشان په نیوزلیډ افریقا او د امریکا په ځینو ګرمو برخو کې چې خلک یې پسونه ساتي هم لیدل کیږی.
دا ناروغي اول په کورنیو پسونو کې مینځ ته راځي، چې عامل یې د پسونو دبدن په مرطوبو او نمناکو برخو لکه لم کې چې په تشو متيازو او غوشایو ککړ وي هګۍ اچوي او بیا په لاروا بدلیږي او د میږې د اخته کیدو سبب ګرځي.

که دا په لاروا ککړ مواد دلاسونو په واسطه د خولې دلارې تېر شي دانسانانو د معدې او کولمو داخته کیدو لامل کیږي.

همدارنګه مچ مستقیما دبدن په منتنو زخمونو، د غوږ، پوزې، هضمې او بولي لارو ... او نورو منتنو ناروغیو کې دهغې د بد بوی له امله دلچسپي پیدا کوي چې هګۍ واچوي.

د مچانو دنورو ډولونو تر څنګ یو ډول یې د کرایسومیا په نوم یادیږي چې په انسانانو کې د ناروغۍ سبب ګرځي.

د مچ داډول په یوه وخت تر دوه سوه پورې هګۍ اچوي او د د اتو نه تر دولسو ساعتونو پورې په لاروا بدلیږي .
لاروا د خپلې خولې په واسطه پوستکی څیرې کوي او زخمونه جوړوي، کله چې پوستکی سره وشلیږي نو لاروا د پوستکي لاندې ځان ته ټونلونه کاږي چې ژور او مخرش غبنونه مینځ ته راوړي او د درد، ناراختۍ او خارښت سبب کیږي.

زیاتې پېښې په ثانوي ډول په انتان هم اخته کیږی. ناروغي په ساحه کې نیم ژواندی او مړه انساج او ان هډوکي تخریبوي. د ناروغي اغراض د لاروا په واسطه په مربوطه ساحه پورې اړه لري.

مثلا په پوزه کې د پرنجي، اوښکو بهیدلو، سردردی، تخریش، دپوزې څخه په وینو ککړ افرازتو راتلل په کې وي.
په غوږ کې ددرد، بدبویه زوو، کوڼوالی او په هضمي اوبولي لارو کې د زخمونو، وينې بهیدنې، وزن کموالي او اسهال سبب ګرځي.

د بکتريا په واسطه له منتن کیدو وروسته چې دوه ورځې ښایي وخت واخلي بکتریایی انتان د توکسیما او سیپټسیمیا( په وینه کې دې بکتريا د زهرجنو موادو او انتان موجودیت)او د ځایي تخریب له امله د وينې د کمښت سبب ګرځي.

ناروغ اشتها له لاسه ورکوي ، ضعیف کیږي، چې که تداوي نه شي وژونکی حالت مینځ ته راوړي.

د ناروغۍ تشخیص د مر بوطه ساحې او د هضمې برخې د اخته کیدو په صورت کې په غايطه موادو کې د لاروا د موجودیت په واسطه کیږی.

لاروا په څلورمه ورځ دزخم نه د باندې راوځي چې ډاکټر نرس یا ناروغ یی ویني. اخته ځای به بد بوی لري او تخریبات به موجود وي. ځینې ډولونه یې د ایلیزا (Elisa) او پي سي ار په واسطه هم تشخیص کیدای شي.

تداوی یی د فورسیب په واسطه د زخمونو نه د لاروا لرې کول دي، خو داچې په رڼا کې ماګوټ په زخم کې داخل ته ځي او ځان پټوي نو دا کار باید په نسبتا تیاره ځای کې تر سره شي. همدارنګه لاروا وژونکي درمل چې د خولې یا رګ له لارې یا موضوعي استعمالیږي هم شته.

کله کله په زخم د پټرولیم جیل وهل کیږي، ترڅو د ماګوټ سوری بند، اکسیجن کم او ماګوټ ووژل شي خو داکار په خپل ځای توان هم لري. د تیلو یا کلوروفارم اچول په زخم کې ماګوټ وژني خو زخم دې په ډېر احتياط د ټرم نارمل سلاین په واسطه ومينځل شي تر څو تخریب شوی انساج او مړه یا ژوندی ماګوټ پاک شي.

په عین حالت کې د ناروغ د سیستمیکو ستونزو ( که لرلې یې) او ثانوي انتان تداوي هم ترسره شي. د مخنوي په اړه یې بايد واصخ کړو، هغه ناروغان چې زخمونه یا ځينې نورې زخم جوړونکي ناروغۍ ولري باید کوټه یې جدا او مچان په کې نه وي. پاتې د نه وی چې د ماګوټ ځینې ډولونه یې واکسین هم لري.