تورفنګس یا میوکور مایکوسز (Mucormycosis)  څه شی دی؟

میو کور مایکوزس (Mucormycosis) یا د تور فنګس ناروغي د لمړی ځل لپاره په ۱۹۵۵ زیږدیز کال کې وپیژندل شوه او په ۱۸۸۵ زیږدیز کال کې ورباندې د مایکوسز یا موکورینیا نوم کیښودل شو چې بیا وروسته د میوکورمایکوسز په نوم مشهوره شوه او  کله کله ورته زایګو مایکوسز هم وایې.

دا ناروغي جدي فنګسي ستونزه ده چې په هغه کسانو کې چې بدن یې نه شي کولای چې د انتاناتو پر وړاندې په سمه توګه وجنګیږي زیاته مینځ ته راځي.

زیاتره وخت خوله، پوزه او د پوزې په ساینسونو حمله کوي خو دماغ ، سږي ، مرۍ ، معده،  کولمې او پوستکی هم اخته کولای شی.

کله بیا داسې وي چې پورته یادې برخې یې ټولې نیولي وي او په دې برخو کې د موجودیت له امله په پنځو ډولونونو باندې ویشل شوی ده  چې نښې او اعراض یې هم اخته شوی برخې ته فرق کوی.

زیاتره د خولې او پوزې نه شروع کیږي او دماغو ته د سترګو دلارې ننوځي چې سردردی د مخ یو طرفه پړسوب په مخ کې دې درد ، بې حسۍ ، تبې او د بویولو حس د خرابوالي اعراض ورکوي.

د ناروغ پوزه به بنده وي اویا به زیاته بهیږي، زر وروسته خوله او پوزه کې توررنګه غبن پیداکیږي چې د ناروغ مخ پړسیدلی اوسترګه یی نسبتا بیرون ته راوتلی وي چې دسترګې نظر په کې هم متاثر او خیره وي.

که سږي ونیسي نو تبه،  ټوخی د سینې درد په ساه  ایستلو کې ستونزه او په ټوخي کې د وینې غورزول ورسره مله وي. په معده کې بیا ناروغ د معدې درد،  زړه بدوالی، قي او په قي کې له وینې نه شکایت کوي.

د وینې د رګونو د اخته کیدو په صورت کې د ناروغ د وینې د لخته کیدو خطر په څو وارې زیاتیږی.

هغه ناروغان چې سرته ته یې نوموړی فنګس ختلی وي
په اوله کې ګنکس وي،  رواني حالت یې خرابیږي او بالاخره کوما ته ځي.

داناروغي د ملوثو خاورو خځلو ، د پاکوالی  نه مراعت کیدو له امله مینځ ته راځي او دیوه انسان نه بل ته د تنفس، د ناروغ زخم کې لاس وهلو او دناروغ د دسمال یا نورو شیانو سره د تماس له امله مینځ ته راځي.
خو ناروغي دخلکو په مینځ کې ساري نه ده.

ناروغي په هغه کسانو کې چې شکر یا کنسر یا نورې ځپونکي ناروغۍ ولري یا یې د معافیتي سیستم ځپونکي دوا ګانې اخستي وي  په غذابونکي وي.

د  کرونا په ناروغانو کې یې علت د ناروغ ضعیف حالت او د سترایډو په نوم د دواګانو زیات استعمال ښودل شوی دی.

د کرونا ناروغانو کې د ناروغۍ  د تیریدو نه وروسته ۱۰ نه تر ۱۴ ورځو شپو پورې داستونزه مینځ ته راځي.

قطعي تشیخیص یې د زخم نه د بیوپسي (یوې ټوټې) د اخستلو او کلچر (سواب کرلو) په واسطه کیږی.

که چیرې هم تاسو یا بل هر چاته د کرونا ناروغۍ د ښه کیدو نه وروسته د پوزې وچیدل،  وینې کیدل یا د خولې خوړین والی پیدا کیده نو بابیزه یې مه ګڼئ او خامخا روغتون ته مراجعه وکړئ ځکه چې د  بې پروایی په صورت کې یې عواقب خطر ناک او ځورونکي دي.

پر پوزه اخته ناروغان یې  نیمایې دسږو د اخته کیدو په صورت کې دریمه برخه او د پوستکي تور فنګس پنځه لس فیصده ناروغان د مرګ سره مخامخ کیږي.

که ناروغی دبدن ډیرې برخې اخته کړی وي انسان په لا زیاته کچه له مینځه وړی شي.
دسترګو ړوندوالی ، د وینې لخته کیدل او دماغي معیوبیت یې مهم اختلاطات دي.
دبچ پاتې کیدلو لپاره د ځان،  ناروغ، د ناروغ د خوراک او ځای دپاک ساتلو فرهنګ مراعت کول غوره لاره ده.

ټولې هغې سپارښتنې چې دکرونا دناروغۍ په اړه یې ډاکټران بار بار توصیه کوي مراعت کړي.

د کرونا د ځان ساتلو لپا ه ماسک اچول ، لاسونه مینځل،  ټولنیزه فاصله ساتل د وخت مهم ضرورت دی.