کرونا وایروس (Corona viruses) یا سارس ناروغي

کرونا وایروس چې نن سبا پرې  د چین هېواد په  ووهان ښار کې سلګونه کسان اخته دي، د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۰ میلادي کال کې دچرګې په چرګوړو کې ولیدل شوه او لومړنۍ انساني پېښه یې په سعودي عربستان کې په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې مینځ ته راغله او انسان یې وواژه.

وروسته دنړۍ په ځینو نورو هېوادونو کې  لکه قطر امریکا او برتانیا کې هم انسانان په مختلفو وختونو کې پرې اخته شوي دي او مرګ ګواښونکي خطرونه یې رامینځ ته کړي دي.

کرونا په یوناني ژبه کې دګل حلقې - ګل تاج یا د نور حلقې مانا لري، چې دا نومونه یې د وایروس د ظاهري جوړښت له مخې اېښودل شوي دي.

تر اوسه د یاد وایروس شپږ مختلف ډولونه پېژندل شوي دي چې هر یو یې د هغه بل سره د خواصو له مخې فرق لري.

د کرونا وایروس اندازه  د ۲۶ نه تر ۳۲ کیلو بیس پورې اټکل شوی ده.
د منشا له مخې دا وایروس په لومړي ځل مرغانو او حیواناتو کې پیدا شوی دی چې انسانان پرې له حیواناتو یا ناروغ انسان نه مصابیږي (نوی ډول یې په چین کې د خوارکي توکو له یوه مارکیټ نه د مارانو له غوښې نه تجرید شوی دی) په انسانانو کې د والګي په شان اعراض او نښې ورکوي.

اخته کس به د پوزې دبهیدو یا بندوالي،  دنرم تالو شاته سوزش، ستوني درد، ټوخی، پرنجی او کله هم له تبې نه شکایت کوي اودټول بدن  درد هم ورسره ملګری وي.

د ورځو په تېریدو سره دپورتنۍ تنفسي لارې شدید اعراض ورکوي - ناروغ ته سینه بغل پیدا کیږي او ان دساه اخستلو په نه کفایت اخته کیږي، چې بیا ورته د دسارس یا جدی حاد تنفسي سنډروم نوم ورکول کیږي او دا د ناروغ لپاره یو نازک حالت دی.

همدارنګه وایروس په هضمي لارو کې د اسهال او بولې سیستم  کې د پښتورګو دناجوړه کیدو سبب هم کیدای شي.

که په دې ډول ناروغانو کې بکتریا هم  (د پاک ساتلو د ناوړه شرایطو له امله)  ورګډه شي دناروغ حالت نور هم د ګواښ سره مخامخ کوي او د درملنې لارې چارې یې ترینګلی کیږي.

تراوسه یې په افغانستان کې کومه پېښه نه ده موندل شوې، چې علت یې ښایي د خارجي سیلانیانو نه راتګ یا دلابراتوارونو کمزوري خدمتونه وي.

په یاد وایروس د اخته کیدو  دمخنوي لپاره  ضرور ده چې په ورځني ژوند کې دځان او نورو د ساتنې لپاره لاسونه په صابون ومینځل شي، دکور نه د وتو یا د کار کولو  په ځای کې (پوزبند) استعمال شي.

یاده ناروغي واکسین نه لري او که الله ج مه کړه څوک یې ونیول په انتاني روغتون کې تر قرانطین شرایطو لاندې په تقویتي بڼه تداوي کیدای شي.

نن سبا یادې ناروغۍ د چین د ووهان په ښار کې دتشویش وړ حالت  رامنځ ته کړی (چې د یادې  ناروغۍ دلا زیات خپریدو د مخنوي لپاره د ښار ټول ترانسپورتي سیستم (موټر، بیړۍ ، الوتکې)  تړل شوي او خلکو ته ویل شوي چې په کورونو کې پاتې شي).

په نوموړي هېواد کې په یاد وایروس ۵۴۷ کسان اخته شوي او له جملې یی ۵۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چې په چین کې یې د مړینې کچه ۳۴ سلنه ښودل شوې ده.