د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي وپېژنئ

د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
زوکړه او کورنی ژوند:
عبدالروف ابراهيمي په کال ۱۳۴۱ لمريز د وري مياشتې په شلمه نېټه د کندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. نوموړي په خټه ازبک او د کندز اصلي اوسېدونکی دی.

زده کړې:
ابراهيمي د ښوونځۍ دورې لومړنۍ زده کړې د کندز ولايت، امام صاحب ولسوالۍ په (باسوس) نومي ښوونځۍ کې تر سره کړې او د لېسې دورې زده کړې يې د کندز د تخارستان په ديني مدرسه کې په کال ۱۳۵۸ کې بشپړې کړې. له هغې وروسته د کابل پوهنتون ادبياتو پوهنځي ته بريالي شو، خو د ليسانس دورې په لومړي کال يې زده کړې په نيمه کې پرېښودې او د شورويانو پر ضد د جګړې لپاره پاکستان ته په کډه شو.

دندې:
د جهاد په لومړنيو کالونو کې د شوري پر ضد په جګړه کې فعال وو او ويل کيږي، د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د افغانستان په اسلامي ګوند کې يې غړيتوب واخېست. د جهاد له پای ته رسېدو وروسته هېواد ته راستون شو او د شيرخان بندر د قومندان په توګه وټاکل شو.

د شيرخان بندر له قومندانۍ وروسته، د هېواد په شمال کې د (شمال درېيمې فرقې) د قومندان په توګه مقرر شو. د طالبانو تر واکمنۍ پورې په ياده دنده پاتې شو او له هغې وروسته د طالبانو په راتګ سره يې د دوی مخالف لوری وټاکلو.

د طالبانو د واکمنۍ په سقوط سره په ۱۳۸۱ لمريز کال کې، په بېړنۍ لويه جرګه کې د کندز د خلکو د استازي په توګه يادې جرګې ته معرفي شو.

په ۱۳۸۴ ل کال کې په کندز ولايت کې د ولسي جرګې نوماند وو او ويې کولی شول، چې د ولسي جرګې په ۱۵ مه دوره کې د کندز د خلکو د استازي ځای خپل کړي. په ۱۳۸۹ کال کې د ولسي جرګې په بياځلې ټاکنو کې د دويم ځل لپاره د ولسي جرګې غړی شو او د ولسي جرګې دننه ستونزو له امله نوموړي وکولی شول، چې په اسانۍ سره د ولسي جرګې د رئيس څوکۍ خپله کړي او تر نن پورې د ولسي جرګې رئيس دی.

ابراهيمي د منځلاري سياست درلودنکی دی او د هېواد په کورني کړکېچن سياست کې تر ډېره د مرکزي حکومت سره ملاتړی او د پالېسيو ننګه يې کوي. په نوموړي تور دی، چې د ولسي جرګې د رياست په دوره کې يې، په سلګونه کسان د جرګې په دارالانشاء کې په دننه ټاکلي، خو دغه کسان ټول خيالي دي او معاش يې د ابراهيمي جيب ته ځي.

له دې پرته په ابراهيمي تور لګول کيږي، چې د هېواد په شمال کې يې دولتي ځمکې خپلې کړي او همدا ډول د کورنۍ غړي يې د نوموړي له نوم څخه په ګټې د دولت شتنميو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

ابراهيمي د نرم سياست له امله ډېری وخت تر نېوکو لاندې نيول کيږي او ويل کيږي، چې د ولسي جرګې د مشرتابه په توګه يې کړنې سستې او بې اغېزې دي.

نوموړي په دې وروستيو کې د حکومت له يوې مهمې پرېکړې څخه ملاتړ وکړ او په دې سره يې د ډېری افغانانو په زړونو کې ځای خپل کړ. د بريښنايي پېژندپاڼو د وېش په جنجالي موضوع کې ابراهيمي د ولسمشر ترڅنګ ودرېد او بريښنايي پېژند پاڼه يې واخېسته.

د عطا محمد نور - ولسمشرۍ، جنرال دوستم - ولسمشرۍ ماڼۍ او يو شمېر نورو کورنيو ستونزو کې ابراهيمي خپله بې طرفي ښودلي او په دې سره يې ځان ته منځلاری سياست غوره کړی دی.