د بهرنۍ سوداګـرۍ د رامنځته کېدو عوامل

 
د هېوادونو تر منځ اړيکې خورا اړینې دي. هر هېواد اړ دی چې له نورو هېوادونو سره اقتصادي او سوداګريزې اړیکې ولري، یو له بل سره اجناس او خدمتونه تبادله کړي او یا دا چې د کار، ځمکې او سرمایې په څېر د تولید عوامل له یوه اقتصاد څخه بل اقتصاد ته ولېږدوي تر څو د ژوند له غوره معیار څخه برخمن شي.

خو پوښتنه دا ده چې هغه کوم عوامل دي چې د بهرنۍ سوداګرۍ د ايجاد سبب شوي دي؟
د پوښتنې په ځواب کې ویلی شو چې مختلف عوامل شته چې د هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د ایجاد سبب ګرځي، په دې لړ کې په اقتصادي، سیاسي، اجتماعي او فرهنګي برخو کې راکړه ورکړه د هېوادونو د اړیکو په موضوع کې تر بحث لاندې نيول کېږي.

د بهرنۍ سوداګرۍ د منځته راتګ علتونه په لاندې توګه بیانوو:
1. متفاوت اقتصادي جوړښتونه: ښکاره خبره ده چې د تولید عوامل په هر ځای او هر هېواد کې په مساوي توګه نه دي وېشل شوي، بلکې په مختلفو ځایونو او هېوادونو کې د تولید عوامل د جنسیت، کمیت او کیفیت له مخې توپیر لري. دا وېش د دې لامل کېږي چې مختلف هېوادونه بېلابېل او متفاوت اجناس تولید او تبادله کړي.

2. د ترانسپورټ په برخه کې نوي کشفیات او پرمختګونه: دویم عامل چې د بهرنۍ سوداګرۍ د ایجاد او پراختیا سبب شوی، د ترانسپورټ په برخه کې نوي کشفیات او پرمختګونه دي. دا نوي کشفیات د دې لامل شوي چې نوې سیمې کشف او له هغو سره اقتصادي اړیکې غښتلې شي.

3. د نفوس زیاتوالی: د بهرنۍ سوداګرۍ د ایجاد او پراختیا درېیم عامل د نفوسو زیاتوالی دی.
له صنعتي انقلاب وروسته، کله چې د طب په برخه کې پرمختګونه وشول، نو د نړۍ نفوس په چټکۍ سره زیات شو او دغه د نفوسو زیاتوالی د زیاتې تقاضا د ایجاد لامل شو؛ نو څرنګه چې ځینې هېوادونو د نفوسو دغه تقاضاوې د هېواد په د ننه کې نه شوی پوره کولی، نو دوی مجبور شول چې د نورو هېوادونو څخه د وارداتو له لارې دغه خلا ډکه کړي.

4. د قېمتي فلزاتو زیاتوالی: د بهرنۍ سوداګرۍ د ایجاد او پراختیا څلورم عامل د قېمتي فلزاتو زیاتوالی او د هغو رول دی. جغرافیايي مطالعات، څېړنې او اکتشافات، زیاتو اروپایي هېوادونو ته د طلا او نقرې د ورود لامل شول، څنګه چې طلا او نقرې د مروجو پیسو نقش درلود، ځکه خو د طلا او نقرې بیې ورځ تر بلې لوړې شوې. د قېمتونو لوړوالی د استخدام له حالت سره جوخت د تولیداتو د تشویق سبب شو او د تولیداتو لپاره بازار موندنه او همدا راز د داخلي تولید لپاره د خامو توکو برابرول د دې سبب شول چې هېوادونه استعماري فعاليتونو ته وهڅوي.

5. د متشبثې طبقې رامنځته کېدل: هغه عوامل چې پورته مو ذکر کړل، د دې لامل شول چې متشبثه طبقه رامنځته شي او د خپلو ګټو لپاره له لرې او ارزانه سرچینو څخه د استفادې هلې ځلې پيل کړي. نوي نوي اجناس یې په خپل کاروبار کې اضافه او پېرودونکو ته يې معرفي کړل چې د مفاد د انګېزې دغه پایله د دې لامل شوه چې متشبثین د خپلو اجناسو د پلور لپاره د بازار د پراختیا هڅې پیل کړي او له بهرنيو هېوادنو سره خپل سوداګریز روابط تنظيم کړي.

6. اقتصادي ذهنيت: شپږم څه چې د بهرنۍ سوداګرۍ د ایجاد او پراختیا لامل شو، اقتصادي ذهنیت او عقیده وه. اقتصادي ذهنیت او عقیده داسې وه چې اقتصاد په خپله په تجارت کې د غوره کفایت او مؤلدیت لرونکی دی او یا هره منطقه په تولید کې تخصص موندلی شي، چې د طبیعي او تخنیکي شرایطو له مخې تر ټولو ښه مؤلدیت منځته راوړي؛ نو د اشخاصو او ملتونو تر منځ تبادله د دې باعث ګرځي چې ټول خلک د ژوند له غوره سطحې څخه برخمن شي.