د بازارموندنې اهميت

بازار موندنه هم د مؤلد له پلوه او هم د مستهلک دواړو له پلوه مهمه ده . دا ځکه چې د داسې يوې پوهې او سيسټم په لرلو سره کولای شو توليد شوي مواد او خدمات د اړتيا پر مهال، په ښه ډول له مؤلد څخه تر مستهلک پورې په اسانۍ سره انتقال کړو او چېرته چې نوموړیو توکو او خدماتو ته اړتيا ليدل کېږي، وړاندې یې کړو. په اوسني وخت کې د نفوسو په زياتېدو سره او په ګڼ مېشتو سيمو کې د هغوی په راټولېدو سره د بازارموندنې اهميت نور هم زيات شوی دی. په اوسني ژوندانه کې ښارونه د موادو زېرمه کولو پوره ځای او امکان نه لري. له بلې خوا د راز راز نويو اجناسو وړاندې کېدل د اشتهاراتو غوښتنه کوي. له بلې خوا د مستهلکېنو د ذوق پېژندل او د دغه ذوق بدلون د بازار په اړه د علمي څېړنو غوښتنه کوي؛ نو د بازارموندنې علم همدا کار کوي چې اهميت يې ورځ په ورځ زياتېږي. د انسانانو د بوختياوو زياتوالی د هغوی وخت کم کړی؛ نو بازارموندنه د وخت د ضایع کېدو مخنيوی هم کوي، په کم وخت کې د ضرورت وړ اجناس مستهلک ته وړاندې کوي او په کم وخت کې د وړاندې کوونکي اجناس پلورل کېږي.

د بازارموندنې پرمختيا د مؤلدينو د هڅونې لامل کېږي، چې په نتيجه کې د توليد په حجم کې زياتوالی راځي. له بلې خوا بازارموندنه د اجناسو له تنوع سره مرسته کوي، چې دا د مستهلک د هڅونې لامل ګرځي. بازارموندنه د مؤلد له نظره ځکه اهميت لري، چې د هغه اړيکې له مستهلک سره ټينګوي او وخت يې نه ضايع کېږي؛ خو د مستهلک له نظره ځکه مهمه ده چې د هغه د استوګنې په نږدې ځايونو کې ورته اړتياوې چمتو کېږي. له بلې خوا د هغه اشتهارات چې د بازار موندنې په واسطه تر سره کېږي، د اجناسو او خدماتو په کیفيت کې غوره اهميت لري، ځکه چې اشتهارات يو ډول مثبته سيالي ايجادوي او کیفيت ښه کولو ته يوه انګېزه برابروي.

د بازارموندنې فعاليتونه د استخدام د سطحې په اوچتېدو کې هم ډېر اهميت لري، چې ځینې وزګار خلک د بازار د فعاليتونو په بېلابېلو برخو کې پر کار ګومارل کېږي. د بازارموندنې فعاليتونه موسمي توليدات د کال په ټولو مياشتو کې مستهلکېنو ته په واک کې ورکولای شي او له توليدوونکو سره چې کوم اضافي توليدات وي، هغه راټولوي او د زېرمه کولو په واسطه هغوی له زيان څخه ژغوري.