د برېښنايي سوداګرۍ مفهوم او پېژندنه

برېښنايي سوداګري د سوداګرۍ هغه ډول دی چې ټولې معاملې يې د انټرنېټ په وسیله تر سره کېږي او د ګڼ شمېر ډولونو په لرلو سره د انټرنېټ یو مهم اړخ ګڼل کېږي.

برېښنايي سوداګري ګټه اخېستونکو ته دا فرصت برابروي، چې د خپلو توکو د پېر او پلور لپاره پرته له کوم ځنډ او خنډ څخه یو له بل سره خپل مالونه شریک کړي.

په برېښنايي سوداګرۍ کې اړ نه یو چې د خپلو سوداګریزو مالونو د پېر او پلور لپاره په ورځو او اونيو انتظار وباسو، بلکې په اسانۍ سره کولی شو په ډېره ساده طريقه د خپل موبایل او کمپيوټر له لارې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ‌ډېره لږه موده کې د توکو پېر او پلور ترسره کړو.

اوسمهال په نړۍ کې زیاتې برېښنايي سوداګريزې شبکې موجودې دي چې په نړۍ کې يې یو لوی اقتصادي انقلاب رامنځته کړی دی، خو د برېښنايي سوداګرۍ لومړی شبکه د امريکا په متحدو ایالتونو کې په ۱۹۹۶ کال کې د جېف بېزوس له خوا د امازون (Amazon) تر نامه لاندې رامنځته شوه چې مرکزي دفتر يې په واشنګټن کې دی.

نوموړې شبکې په لومړیو کې د کتابونو له پلور څخه پيل وکړ او وروسته يې د بېلابېلو توکو پېر او پلور ته لاس واچاوه چې اوسمهال هر کال په میلیاردونو ډالره راکړه ورکړه کوي.

برېښنايي سوداګري څه ډول ترسره کېږي؟
برېښنايي سوداګري د Shopping Cart په نوم د یوه عملیاتي سیستم پر مټ ترسره کېږي چې پېرودونکي کولای شي د خپلې اړتیا وړ توکي په انلاین ډول د دغه سیستم (Shopping Cart) له لارې ترلاسه کړي.

د Shopping Cart په مرسته کله چې پېرودونکي یو انلاین پلورنځي ته ننوځي، نو د خپلې اړتیا وړ توکو باندې کلېک کوي او د Add to my cart کمانډ ورکوي. تر دې وروسته وېبپاڼه د پيسو غوښتنه کوي، خو دلته اړینه خبره دا ده چې په برېښنايي سوداګرۍ کې پېرودونکي باید الکترونیکي کارت ولري چې غوره نمونه يې ماسټر کارت، وېزه کارت او کرېډېټ کارت دی.

وروسته له دې له پېرودونکو څخه د اجناسو مطابق پيسې ګرځول کېږي او اجناس د پېرودونکي موقعیت ته انتقالوي.