زموږ ټولنه او حکومتونه

کړکیچونه سیاسي اختلافات، ټولنیز او مذهبي منازعات د دنیا په ټولو ملکونو او ټولنوکې و انکار نا منونکې پدیده ده د نړۍ ټولو خلک له دې پدیده سره اشنا او لاس او ګریوان دي.

پدې کې شک نشته چې دا پدیده د نړۍ په کچه عامه ده، خو زموږ له ټولنې سره یې توپير دا دی چې نورې نړۍ ټولنې فکر اخلاقي، ټولنیز، توکمیز، سیاسي او مذهبي اختلاف د اختلاف په کچه کې ساتې، په هغوي کې یواځې هغه د اختلاف نقطه اختلاف وي نور اساسات، ملي ګټې هیواد ورته یو هیواد او یوه ګټه وي (یعني اساسات يې یو وي خو په ځینو فروعاتو کې د ګټو له مخې اختلاف لري اوبس) داسې نه وي له که افغانان یا زموږ ټولنه چې د یو سپږې لپاره ټول پوستېن ته ور اچوي، د یو فرعي اختلاف لپاره د خپل هیواد اصل او بنیاد ړنګه وي او هرخیانت او تباهي چې له لاسه کیدله هغه کوي.

اوس د مثال په ډول په امریکا کې مختلف سیاسي، مذهبي، توکمیز او نورې ډلې او ګروپونه موجود دي خو بیا د دوي ټولو لپاره تر هرڅه حتی ترخپل ځانه هم ورته د امریکاه لومړیتوب لري، یو امریکايي په اسانۍ تر خپل سر تېر دي خو د امریکا تر یويې وړې ګټې هم تېرندی. په امریکا کې ډیر سیاسي ګروپونه او ډلې شته خو مشهور يي جمهوري خواه او ډیموکراتان دي، د دواړو نظرونه مختلف، د ګټو طرز يې مختلف، سیاست يې مختلف او... خو بیا امریکا ورته یوه ده د امریکا ګټې دواړو ته یو دي د امریکا دوست او دښمن دواړو ده یو دی د امریکا خارجې سیاست دواړو ته یودی، د دواړو هغه سیاست خپل دی چې امریکا او امریکایانو ته ګټه وي.

داسي نه لکه موږ افغانان چې د خپل منځني کوچنې اختلاف په بدل کې یو را ولاړ شي هغه چاته د دوستې لاس ورکړي چې هغه په ښکاره د افغانستان دښمن او د افغانانو په ضد وي. بل د یو څه شخصي ګټې په خاطر ټول افغانستان په اور لاهو کړي. بل د دي لپاره چې یوڅوک يې خوشحال کړي وي او غوړه مالې یې کړي وي د پوره افغانستان له هویت انکار وکړي. بل د خپل اختلاف په پار د افغانستان دوست دښمن ګنې او دښمن يې دوست او....

که دا لنډ تاریخ را مطالعه کړو او ورپسې دا تېرې درۍ څلور لسیزو ته ځیر شو نو په رپ کې به پوهه شئ چې موږ په ریشتیا هغه خلک یو چې د یوي سپږې لپاره مو پوستېن څه چې بسته کلې ته مو اور اچولې، تصدیق به وکړئ چې موږ هیڅکله د دي توان نه دي پیداکړي چې خپل دوست او دښمن وپېژنو په موږ کې دا شعور نه دي پیدا شوي چې له خپلو میلي ناموس دفاع وکړو زموږ ټولې جګړي او تباهۍ بل ته د غلامۍ او د ځان د تباهۍ په پار شوي، دا ریښتیا ده چې موږ ډیر مرګونه او وژنې کړي خو یواځې مو د بل چا لپاره کړې یواځې مو د بل چا ګټې او خپل منځي اختلاف په نظر کې نیولې اوبس.

همدا وجه ده چې زموږ له هري جګړي وروسته خدای دي وکړي چې په پیل کې د جګړي نوم هر څه وي: د هیواد ازادي وي که جهاد وي که بل هرڅه وي. خو پایله يه زموږ ضلت شرمندګې احتیاج غلامي او مزدوري وي لکه اوس چې ګورو، اصل خو داسې دی چې یو قوم په ازادي د هیواد په ابادي یا په بل هرڅه چې سرښندنه وکړي نو پایله يې: بریا، سر لوړي، عزت او ابادي وي ځکه د همدي اهدافو لپاره يې سرښندنه کړي وي.

بله تر ټولو لويه بدبختې لا دا چې د دې ټولنې هغه څوک چې په دولتي نظام کې دننه نه وي هغه په یو ډول نه په یو ډول د نظام مخالفت کوي او د نظام یا لمنځه وړل یا تضعیف غواړي چې دا د ټول بدبختیو اصلي هسته ده، له دي ځایه دښمنانو ته د تخریب موقوع په لاس ورځې، په ټولنه کې د حکومت په وړاندي شک او تردید منځ ته راځې. بې اعتنايي او بې اعتباري زیږوي. خلک مایوسه کوي او د پرمختګ مخه ډب کوي. او .... د دې لوی اکثریت په نظر د افغانستان حکومتي نظام په هر زمان او وخت کې دایم ناوړه نا کاره، واجب التخریب دی. او دوي بیا سپین بازان واجب الاحترام غیر مسؤل دي او... چې همدا ټکې دې چې دا خاوره او هیواد يې د تباهې کندي ته خطا کړي او له خاورو سره يې خاورې کړي.