هندواڼې هغه میوه ده چې ډېر ښه خوند لري او ټول خلک په ډېر عادي ټوګه ورڅخه ګټه اخلي.
ځيني خلک د هندواڼې د خوړولو په وخت کې د هغه زړي غورځوي، خو ځیني نور يې خوري. د هندواڼې زړي ډېر حیرانونکې ګټې لري.
او ډېر مختلف ګټې لري. د هندواڼو زړي حافظه او ترکیز غښتلي کوي او پوستکی له کونځې کیدو څخه ژغوري د هندواڼو زړي هاضمه ښه کوي.
د هندواڼو زړي د تشو بولو ډیرونکی خاصیت لري، له همدې کبله ډاکټران هغو ناروغانو ته د هندواڼو زړو د چای څښلو توصیه کوي چې په ګردو کې یې تیږي (ډبرې) وي او د ادرار ستونزه ولري.
د هندواڼو په زړو کې زیاته اندازه کلسیم، اوسپنه، پوتاشیم، مګنیزی موجود دي او همدارنګه د لوړ فشار او د زړه د ناروغیو په مخنیوي کې ګټور تمامیږي.
د هندواڼو له زړو څخه د استفادې لپاره غوره دا ده چې وټکول شي، میده شي او بیا په اوبو کې واچول شي. د هندواڼو له زړو څخه د چای جوړولو طریقه دا ده چې د میده شوو زړو ۴ قاشوغې په ۲ لیتره اوبو کې د ۱۵ دقیقو لپاره واچول شي. دغه دوه لیتره اوبه باید په دوه ورځو کې وڅښل شي. تر هرو دوو ورځو وروسته په دریمه ورځ ونه څښل شي. دغه کار باید د څو اونیو لپاره دوام وکړي.
د دې لپاره چې د هندواڼو له زړو څخه په ژمي کې هم ګټه واخیستل شي، شونې ده چې په اوړي کې د هندواڼو زړي راغونډ او وچ کړل شي او د ژمي لپاره وساتل شي.
وروستي