ستا پته

ستا د وجود د ښکلي ځوانۍ په تصور مې د هرې غوټۍ وږمه د هرې پاڼې رګ اود هرې پرخې چوپتيا ولټوله خو ، ته مې پيدا نه کړې . نوره مې ستا د ليدو تمه پرې شوې وه، چې ناڅاپه مې د شنه اسمان په زړه کې د سپينو وريځو له مينځه ستا د مخ ځلا تر سترګو شوه . ستا په ليدو مې د تخيل سمندر په څپو شو . د کايناتو هيندارې وپړکيدې .
ستا شتون زما د وجود په هر رګ کې غزونې وکړې . د حافظې په هره لوړه او د زړه په هره ژوره کې مې ته احساس کړې . ستا پته مې بيامونده نوره نه غواړم تر دې زياته له تا لرې واوسم . اوس نو ، د بوډۍ ټال را وليږه ، چې هره زينه ، هر رنګ او هر پل يې ما تر تا درولي .