شین چای هغه وچ شوي بوټي دی چې کافین په نامه یو خاص ماده لري او د یو خاص خوند او ذایقی درلودونکې ده کافین هغه ماده ده چې مغز ته آرامتیا وربښي.
څیړنو دا ثابته کړې ده هغه ښځې چې ډیرله شین چای څخه کار اخلي شین چای دوی سره مرسته کوی چې دوی له ډیرو خطرناکو ناروغي څخه په امن کې وي. شین چای دښځو سرطان وایروس له برید څخه مخنیوئ کوي.
د شین چای په خوړلو سره سرطان ناروغي هم کمیږي. څیړنه ښي کومه ښځه چې ډیري چای استعمالوي هغې سره د معدې، غاښ،ستوني، سرطان مرضونو څخه په امن کې وی او همداراز د وینې د لوړ کلسترول په راټیټولو کې مرسته کوي او د غاښونو له ورستوالي څخه مخنیوئ کوي. دا څیړنې چې د لومړی ځل لپاره په چین کې تر سره شوي د ۷۰ زرو پوری ښځو باندې څیړنه ښودنه کوي، د شین چای استمعال له وجې دغو ښځو د معدې سرطان ۱۴ فیصد کم شوي.
همدارنګه شین چای ادرار راوړونکي خواص لري نو له همدې امله د ګوردو او مثانې د امراضو په درملنه کې رول لري. دا باید ووایو چې نن شین چای هر چیره یو رواج ګرځیدلي چې هم مخکې له ډوډی خوړل کیږي هم وروسته.
وروستي