د پياوړو کسانو ۳۰ ځانګړنې

۱- کله چې د يو چا سره اشنا کېږي، نو پوښتنه ترې کوي؛ دې ورځو کې کوم کتاب لولې؟

۲- وخت نه لري چې د نورو خلاف خبرې وکړي.

۳- شاوخوا ته يې په معمول ډول پياوړي کسان وي.

۴- د دروغو لپاره وخت نه لري.

۵- ډېری وخت ټاکل کوي، ځکه د ښه ذهن خاوندان وي.

۶- د انسانانو تفاوتونه درک کوي.

۷- د دې په هڅه کې نه وي چې نور د خپل په څېر کړي.

۸- د خپل وزن او د خوړو څرنګوالی په زير سره څاري.

۹- د دوو مهمو ژبو سره بلدتيا نه لري، بلکې په هغو مسلط دي.

۱۰- د انسانانو په چلند کې، لومړی د هغوی ګټې څېړي.

۱۱- د وړتيا په پرتله مساواتو ته لومړيتوب ورکوي، ځکه وړتيا خپله د مساواتو پايله ده.

۱۲- وړتيا د رقابت يا سيالۍ پايله ګڼي.

۱۳- رښتياويوونکي دي، ځکه اوږدمهاله ګټه لري.

۱۴- حتی د اضافي حرفونو په کارولو کې احتياط کوي، ترڅو د نورو اعتماد راجلب کړي.

۱۵- د غښتلو، مهارت لرونکو او باهوشه کسانو څخه وېره نه لري.

۱۶- د ځينو کسانو بد پاتې کېدل، عادي ګڼي.

۱۷- تل د خپلو اړيکو د مزو په غځولو کې هڅه کوي.

۱۸- وروسته له ۶ مياشتو نه چې ورسره مخامخېږئ، نو داسې احساس کوئ چې لا ښه شوي دي.

۱۹- وخت نه لري چې د تېرو پېښو په اړه، توقف وکړي.

۲۰- د ملي مترو په اندازه هم د خپلو خبرو د څارلو په لټه کې دي.

۲۱- د وړتياوو سرچينه يې، نرم قدرت دی.

۲۲- هرې مسئلې ته دقيق دي.

۲۳- د نورو څخه يې د غوښتنو کچه ډېره کمه وي.

۲۴- که ممکن وي، نو دا وړتيا لري چې يوازې پاتې شي.

۲۵- دومره هڅانده دي چې حتی په خوب کې هم کله ناکله مسئلې حلوي.

۲۶- د هر چا سره ملګرتيا نه کوي.

۲۷- د دې لپاره وخت نه لري، چې د نورو خلاف څه ترسره کړي.

۲۸- د مغز حجرې يې د استراحت فرصت نه لري.

۲۹- د بشر د طبعې په اړه ژوره پوهه لري.

۳۰- پوښتنې يې په مراتبو د ځوابونو په پرتله مهمې وي.