
په نړۍ کې تر ټولو عام او استعمالېدونکی نوم (محمد) دی.
د ټولو لويو وچو (قارو) نومونه چې په کومو تورو پيلېږي، نو په همغه تورو سره پای مومي.
د انسان په بدن کې (ژبه) تر ټولو کلکه ټوټه ده.
د ( ليکونکي ماشين) « TYPEWRITER» کليمه تر ټولو اوږده کليمه ده چې، د ليکدړې (Key board) د يوې ليکې څخه په ګټې اخېستو سره ليکل کېږي.
د ښځو سترګکونه (د سترګو رپېدل )، تقريبا د سړيو په پرتله دوه برابره دي.
تاسو نشئ کولی چې د خپل نفس په قيدولو سره، ځان وژنه وکړئ.
دا ناممکنه ده چې خپل ليچي ښکل کړئ.
کله چې اپرنجی کوئ، نو خلک يې تاسو ته په ( د الله رحمت دې وي په تاسو ) په ويلو ځوابوي، دا ځکه کله چې اپرنجی کوئ، نو ستاسو زړه د يوې ثانيې د يو ميليونيم په اندازه درېږي.
خوګان د خپل د فزيکي جوړښت په اساس، په دې نشي بريالي کېدای چې اسمان ته وګوري.
د موټرونو د ښيښو واوره پاکوونکي، ليزري پرنټر، د مرمۍ او د اور ضد د ښځو لخوا رامنځ ته شوي دي.
يوازيني خواړه چې هېڅکله نه خرابېږي، هغه شات دي.
کروکوډيل نشي کولی چې خپله ژبه بهر ته راوباسي يا را اوږده يې کړي.
حلزون کولی شي چې د درې کلونو لپاره هم ويده پاتې شي.
ټول قطبي ( اېږې ) خرسونه کيڼ لاسي دي.
په کال ۱۹۸۷ کې د ( امريکن اېرلاينس ) د هوايي خدمتونو شرکت وشو کولی چې خپلو لومړۍ درجه پروازونو لپاره د برابر شوي سلادونو څخه د يو زيتون په لرې کولو سره، خپل څلوېښت زره ډالره صرفه کړي.
بوراګانې په خپلو پښو سره د هرشي مزه څکي.
۴۰۰۰ کاله مخکې، هېڅ يو ژوی (حيوان) هم اهلي نه و.
مېږيان تل خپل ښي اړخ خواته سقوط کوي.
دوه، ډاګييز (صحرايي) موږکان د ۱۱ مياشتو په لړ کې په دې بريالي کېدای شي چې يو ميليون اولادونه ولري.
الکتريکي څوکۍ د غاښونو د يو ډاکتر لخوا رامنځ ته شوې ده.
تاسو د يوې ورځې په لړ کې په منځني ډول ۱۵۰۰۰ ځلې سترګک وهئ.
ستاسو زړه د يوې ورځې په اوږدو کې ۱۰۱۰۰۰ ځلې تپېږي.
د انسانانو د لاسونو نوکان، د پښو په پرتله ۴ ځلې ډېر او په چټکه توګه غټېږي.
د پياز د پوستولو پر مهال، د ژاولو ژدول مو د اوښکو څخه ژغوري.
لئو نارډو داوينچي کولی شول چې په همهاله ډول په يوه لاس ليکل او په بل لاس سره نقاشي وکړي.
د حمام يو سوسک کولی شي چې د ۹ ورځو لپاره پرته له سر څخه ژوند وکړي، ترڅو چې د ولږې له امله ومري.
د رياضي يو جالبيت په دې کې دی چې، کله د ۱۱۱۱۱۱۱۱۱ عدد په خپلو کې سره ضرب کړئ، نو ځواب به يې داسې وي: ۱۲۳۴۵۶۷۸۹۸۷۶۵۴۳۲۱
د موبايل او ليکدړې پر مخ د # دکمې نوم ( اُکتُسرپ ) دی.
د يو ميليارده خلکو له ډلې څخه يوازې يو شخص د ۱۱۶ کلونو څخه ډېر عمر کوي.
سمندري ستوری مغز نه لري.